پاکستاني پوځیانو ۱۰ تنه بلوچ ځوانان تښتولي

842

د بلوچستان د رسنیو د راپور له مخې، پاکستاني پوځیانو یوازې تېرو دریو ورځو کې د بلوچستان د کېچ له ولسوالي څخه لس بلوچ ځوانان تښتولي. 
ځايي اوسېدونکي وایي، چې یو له یادو ځوانانو “بلال هیبتان” دی، چې د کېچ ولسوالي د تمپ سیمې اوسېدونکی دی.
ویل کیږي، چې تېره ورځ پاکستاني پوځیانو د بلوچستان د ملي جنبش د مرستیال “غلام نبي” پر کور برید کړی، چې په پایله کې یې شپږ کسان له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.
پاکستاني پوځیانو د ملا بلال دوه زامن ” قیوم او ثابت”، د داد کریم زوی “واجو شایهاک”، مجید د راشید زوی او اسراییل د حسین زوی برمته کړي دي.
دغه راز د یادو برمته شویو کسانو کورنۍ وايي، چې پاکستاني پوځیانو د دوی پر ماشومانو او ښځو تیری کړی او د دوی ډیری مالونه یې له ځان سره وړي دي.
دغه راز د راپورونو له مخې پاکستاني پوځیانو تېره جمعې د کیچ په ګومازي سیمه کې د یو زوړ سپین ږیري په ګډون درې تنه نور هم له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.
په راپور کې د یادو کسانو نومونه ۶۰ کلن خدا داد، صغیر بلوچ او طارق بلوچ یاد شوي دي.
که څه هم تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د بلوچستان د برمته شویو کورنیو سره د لیدلو پر مهال ویلي، چې دوی به د تښتول شویو کسانو په لټه کې شي؛ خو یاده ژمنه نه یوازې دا، چې عملي نه شوه بلکې د پاکستاني پوځیانو له لوري د بلوچانو د برمته کولو کچه لا لوړه شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.