بلوچستان کې تېره میاشت ۱۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي

1,456

د بلوچستان ازادي غوښتونکو جنګیالیو تېره میاشت پر پاکستاني پوځیانو د شل بریدونو په ترڅ کې د دوی ۱۸ پوځيان وژلي دي.
نوموړې ډلې د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې تېره میاشت یې پر پاکستاني پوځیان خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تر دې وروسته به لا هم د پاکستان د پوځیان پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي؛ ترڅو خپلواکي ترلاسه کړي.
د بلوچستان د ازادي غوښتونکې ډلې ویاند ګهرام بلوچ ویلي، چې په یادو بریدونو کې د پاکستان د مرګ ډلې دوه تنه وژلي، او زیاته کړې یې ده، چې په یادو بریدونو کې ډیری پاکستاني  پوځیان یې ټپي کړي دي.
دغه راز د راپور له مخې، بلوچ جنګیالیو په یادو ۲۰ بریدونو کې د پاکستاني پوځیان د ډیری وسلو او مهماتو له منځه وړلو په ګدون د زونګ چینایي مخابراتي شرکت وسایل یې هم تخریب کړي.
باید یاده شي، چې پاکستاني پوځیانو په بلوچستان کې پر ملکي وکړو خپلو بریدونو او تاوتریخوالي ته زور ورکړی، چې د بلوچ جنګیالیو له ځوابیه بریدونو سره مخ کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.