طالبانو د بدخشان په  «یفتل پایان» ولسوالي کې پر ملکي وګړو بریدونو کړي، چې په پایله کې یې ۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري ویلي، چې د یادې ولسوالي تر څنګ د بدخشان مرکز فیض اباد کې بېځایه شویو کورنیو ته اړینې مرستې رسول شوې دي.

نوموړي ویلي، چې په یفتل پایان ولسوالي کې امنیتي او دفاعي ځواکونو له طالبانو سره په جګړه کې دي او هڅه کیږي، چې یاده ولسوالي د طالبانو له شتون پاکه شي او ملکي وګړي ډېر ژر بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوس مهاله په بدخشان کې د طالب قومندان «عبدالرحمن عمار» په ګډون اته تنه وژل شوي او تر ۱۵ ډېر یې ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په لغمان او د هېواد په جنګي سیمو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه اندېښمن دی.

د لغمان د ځاي خلکو کمیسیون ویلي، چې په یاد ولایت کې د جګړې له امله ډیری ملکي وګړي بېځایه شوي او اړینو مرستو ته اړتیا لري.

یاد کمیسیون له طالبانو غوښتي چې په یاد ولایت کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د سولې خبرې دې چټکي شي.

دغه راز دوی ویلي، چې د جګړې پر مهال دې د بشري حقونو نړیوالو اصولو دې پام کې ونیول شي.