لنډۍ، د ثبتولو ستونزه -۲۸۳مه برخه

آصف بهاند

152

د سپینې خولې ستر يې مات شو

د ژاولو ټس يې هلکانو واوریدنه

 

جانانه ستـا د بري غږ شو

ناسته ولاړه کې مې زړه وهي ټوپونه

 

پر ما به کړی مېړۀ پرېـږدې

بیا به دې مات کړې د مېـړانې ټول لوزونه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا نوې لنډۍ غوره شوې دي:

د سپینې خولې ستر يې مات شو

د ژاولو ټس يې هلکانو واوریدنه

 

زما دې زړه له ځانه تور کړ
تا چې کول داسې بد رنګ بد رنګ خویونه

 

چې هوږه نه خوري، بوی ترې نه ځي

یاري دې کړې، خود به اوري تهمتونه

 

کله گیله لرم چې لاړې
ما د ازل کرښې پخوا لوستلي دینه

 

زما دې غاښ په امبور وزي

که به مې ستا شونډو ته زور ورکړی‌وینه

 

ځوانانو لرې ځان ترې ساتئ

له تخنیکي مینې نه بوی د گیریس ځینه

 

پته دې هېڅ نه لگېدله

پرون راهیسې دې گوگل کې لټومه

 

چي تا راوړي، ماخوړلي
د یاراني حساب دووس سړی کوينه

 

جانانه ستـا د بري غږ شو

ناسته ولاړه کې مې زړه وهي ټوپونه

 

یو وطني اتڼ به وکړو

د خواروخلکو ښادۍ کله، کله وینه

 

څڼې دې غوړې که گډېـږه

زموږ خوارانو ښادي کله، کله وینه

 

بیا دې لۀ سره مبارک وي

داسې بریا خو د خوښۍ ارزښت لرینه

 

د چا په عشق کې سودایی شو

لکه قصاب پر لاره ځي، گوتې شمېرینه

 

تاوان د دواړو برابر دی

ما ته بایللې یې، تا زه بایللې یمه

 

بيا چې راځم ژوند به مې تېر وي

څوک به مې هېر وي، چا به ﺯه هېره کړى يمه

 

پر ما به کړی مېړۀ پرېـږدې

بیا به دې مات کړې د مېـړانې ټول لوزونه

 

سبا ته بیا بازار ته لاړ شه
د لونگین څونډي دې کم راوړي دینه

 

زه په هماغې کوڅو راغلم

مینې یې شته دي، ځوانان ورک له ملکه دینه

 

بيا به د ګلو ښار ته نه ځم

په خندا لاړ شم، په ژړا بېرته راځمه

 

مرگی په گوتو ټوولول کړي

واخلي هغه چې د زړه خوني ورانوينه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.