فډرالېزم: خیالي طرحه د تجزيې له ارمان سره

لیکوال: بشرمل پسرلی

335

په دې وروستیو کې دپرځول شوي جمهوري نظام ځینې قومي سیاستوال، چې له هېواده وتلي، په داسې حال کې د فډرالېزم طرحه وړاندې کوي، چې د واک پر مهال یې فډرالي طرحه په کلکه ردوله، لکه سرور دانش، خو اوس پرې لیکنې او شننې لیکي او د ټولنیزو رسنیو ځینې چلونکي یې زمزمه کوي. سرور دانش او له هېواده وتلي ځینې نور قومي سیاستوال لمړني فډرال غوښتونکي نه دي، بلکې ځینو قومي سیاستوالو له وړاندې د هویت پېژندنې او قومي سیاست ( Identity and Ethnic Politics ) کړی او په ترڅ کې یې د فډرالېزم غوښتنې کړي، لکه طاهر بدخشي، سلطان علي کشتمند، عبدالعلي مزاري، عبداللطیف پدرام او د ګوتو په شمېر ځینې نور قومي سیاستوال.

قومي فډرال غوښتونکي ظاهرآ اټکل کوي، چې د افغانستان سیاسي واک تل له پښتنو سره دی او پښتنو نور قومونه له سیاسي واکه محروم کړي. ددې ترڅنګ، پښتنو د نورو قومونو کلتوري هویتونه حذف کړي او لا یې د حذف په لټه کې دي. ددوی په اند، د پښتنو سیاسي او کلتوري مژموني باید د فډرالي نظام له لارې لمنځه لاړه شي.

په دې لیکنه کې لټه شوې ترڅو لا څرګنده شي چې د قومي فډرال غوښتونکو اټکلونه ( فرضې ) ناسم او د فډرال نظام طرحه یې مغرضانه او د پرديو لخوا دېکتې شوې ده. موږ د فډرالېزم رد یوازې پر دې بنسټ نه دی کړی چې د افغانستان شرایط فډرالي نظام ته مساعد نه دي؛ بلکې فډرالېزم په ذات کې په ځانګړې توګه وروسته پاتې هېوادونو ته له تجزيې او بدمرغۍ پرته نور څه له ځان سره نه لري، ځکه د فډرال طرحه تل د افغان ملت له لوري نه یوازې دا چې په کلکه رد شوې، بلکې یو ډول حساسیت او کرکه یې ور سره پیداکړې او ان قومي فډرال غوښتونکي په پرديپالنې او تجزیه غوښتنې تورنوي.

په سیاسي نظامونو هر اړخیز بحث او د افغانستان په ټولنیز جوړښت، کلتوري اړخونو، ټولنیز عدالت، د ولسونو بد مرغۍ او مظلومیت، د هېواد وروسته پاتې والی، د نظامونو نسکورېدا او ددې لیکنې داسې نورې فرعي موضوعګانې چې د سیاسي نظام له ډول سره نېغ په نېغه اړیکه لري، د کتابونو لیکلو ته اړتیا لري؛ د یوې لیکنې یا یو کتاب بحث نه دی، خو حالاتو او امکاناتو ته په کتو، اوس لپاره په دې لیکنه کې په لاندې څو سرلیکونو یو څو کرښې لیکو:

  • د قومي سیاستوالو اټکلونه ( فرضې )
  • د قومي سیاستوالو د فډرالي طرحې دلایل
  • د فډرال نظام بنسټیزې ځانګړنې
  • په نړۍ کې فډرال نظامونه
  • د فډرال نظام ځانګړي حالات او وضعیتونه
  • د فډرال نظام ذاتي نيمګرتیاوې
  • د فډرال غوښتونکو ناسم اټکلونه ( فرضې ) او خیالي طرحه
  • له فډرال نظام څخه د قومي فډرال غوښتونکو ناسمې انګېرنې او شننې
  • ولې فډرال غوښتنه؟
  • ولې افغانان تل فډرالېزم نه مني؟
  • پایله

مخکې له دې چې بحث ته ننوځو، دا باید ووایو چې په نړۍ كې په ټولیزه توګه دوه ډوله سياسي نظامونه واکمن دي. بسیط ( Unitary) سياسي نظام او فډرال ( Federal  ) سیاسي نظام، البته سیاسي نظام له ټولو هغو قانوني بنسټونو څخه عبارت دی، چې دولت یې تشکیل کړی او په دې ټولو ادارو حاکم مقررات په ګوته کوي.

د قومي سیاستوالو اټکلونه ( فرضې )

د ځینو هغو قومي سیاستوالو اټکلونه، چې فډرال سیاسي نظام غواړي، په ټوله کې په لاندې دوه برخو څرخي:

الف- کلتوري ( قومي، ژبنی او مذهبي ): افغانستان ملت او اکثریت قوم نه لري، بلکې کثیر القومي، ژبنی او مذهبي هېواد دی. د قومونو ترمنځ تل ژبني او مذهبي درزونه او تضادونه شته دي او ورځ تر بلې له یو او بله واټن نیسي. پښتنو د نورو قومونو هویتونه له منځه وړي او خپل قومي هویت او ملي یووالی یې په  جبر او د یوشان والي ( Assimilation ) مېتود څخه په ګټنې، پلی کړی او د افغانستان تاریخ د قومونو په قتل عام او حذف، د هویتونو په محرومیت او په جعلي هویت او اتلانو څرخي.

ب- سیاسي: سیاسي واک تل له پښتنو سره دی او نور قومونه ترې محروم دي. پښتنو د نورو قومونو حقوق نه دي تامین کړي او د پښتنو د سیاسي واک له امله افغانستان په مطلوب وضعیت کې نه دی. د افغانستان جګړې قومي ( د پښتنو او غیر پښتنو افغانانو ترمنځ جګړې ) ریښه لري او نظامونه د قومي سیاستونو او تضادونو له امله پرځېدلي. په افغانستان کې بسیط نظام هېڅکله مثبته پایله نده ورکړې او په سیاسي پروسو کې د ولس د نه ګډون لامل  بسیط نظامونه دي. د دوی په اند، د فډرالېزم مخالفت يوازې پښتانه کوي، ځکه چې نه غواړي په هېواد یې سیاسي واک له منځه ولاړ شي.

د قومي سیاستوالو د فډرالي طرحو دلایل

ظاهراً قومي سیاستوال د فډرالېزم د طرحې دلایل په لاندې ډول وړاندې کوي:

الف- کلتوري ( قومي، ژبنی او مذهبي ): په فډرال سیاسي نظام کې د پښتنو هژمونیک هویت له منځه ځي او د وړو قومونو قومي، ژبنی او مذهبي هویت خوندي او پراختیا مومي، ځکه د فډرالېزم اصلي فلسفه د مرکزي ځواک کمزورتیا او محل پالنه او د متنوع هویتونو ساتنه اوپالنه ده.

ب- سیاسي: په فډرال سیاسي نظام کې د پښتنو سیاسي واک لمنځه ځي او نورو قومونو ته په سیاسي ډګر کې ونډه ورکول کېږي. فډرالېزم سره د افغانستان  تاریخ او سیاست له سره لیکل کېږي، ملي ستم، بې  ثباتۍ او بد مرغیو ته د پای ټکی ایښودل کېږي او ټولنیز عدالت ټینګوي.

د فډرال نظام بنسټیزې ځانګړنې

فډرال سياسي نظام هغه سياسي نظام دی چې د مركزي حكومت ( فډرال ) او د ايالتونو ترمنځ په افقي ډول د قدرت وېش پکې موجود وي. په بله وينا، ملي واکمني د مركزي دولت او واحدونو تر منځ وېشل شوې وي. د فډرال سیاسي نظام بنسټیزې ځانګړنې په لاندې ډول دي:

  • ملي واکمني د مرکزي دولت ( فډرال ) او ایالتونو ترمنځ وېشل شوې وي.
  • هر ایالت له سیاسي او اداري پلوه خپلواک وي او خپله خپلواکه اجرايیه، مقننه او قضایه قوه لري.
  • د فډرال اساسي قانون ترڅنګ، هر ایالت خپل اساسي قانون لري او د ټولو ایالتونوله خوښې پرته مرکزي ( فدرال ) اساسي قانون نافذ او تعديلېدای نه شي.
  • په ټوله کې په یوه حغرافیوي وحدت ( هېواد ) کې د مرکزي دولت ترڅنګ، څو نور حکومتونه یا کوچني دولتونه موجود وي، چې د ایالت، کانتون، ټولنې، خپلواکه ساحې، لانډر، جمهوریتونو او یا د جزیرو په نومونو یادېږي.
  • مرکزي فډرال حکومت په نړیوالو اړیکو، دفاع او د کرنسۍ په چاپ او خپرېدا کې خپل رول لوبوي.

تبصره: نورې ځانګړنې د هر هېواد شرایطو ته په کتو په اساسي قانون کې تسجیل کېږي.

په نړۍ کې فډرال نظامونه

د فډرال سیاسي نظام ذاتي نیمګړتیاو ته په کتو، ډېرو لږو هېوادونو خپلو عیني او ذهني شرایطو ته په کتو، فډرال نظام غوره ګڼلی، چې ځینې تجزیه شوي، ځینې د تجزې په درشل کې دي او ځینې هغه بېرته ترې لاس په سر شوي او هغو چې دا نظام تردې دمه هضم کړی، هغه حالات لري، چې نه له تیوریکي او نه هم له عملي پلوه د افغانستان او یا نورو وروسته پاتې هېوادونو سره د پرتلې وړ دي، چې په لنډه توګه یې په لاندې ډول یادونه کوو:

الف- فډرال هېوادونه: د نړۍ له ۱۹۵  دولتونو چې ۱۹۳ یې د ملګرو ملتونو غړي دي، يوازې ۲۸ دولتونه فډرال نظامونه لري، لکه سومالیا، پاکستان، نایجریا، متحد عربي امارات، هندوستان، جنوبي افریقا، ارجنټاین، بلجیم، اوتریش، اسټراليا، بوسنیا او هرزګوین، برازیل، کاناډا، کامروس، ایتوپیا، جرمني، مالېزیا، مکسیکو، میکرونزي ( مایکرونیشیا ) ، نیپال، روسیه، سینټکېټس او نویس، ونزوېلا، د امریکا متحده ایالات، عراق، سویس، هسپانیا او سویلي سوډان.

ب: تجزیه شوي فډرال نظامونه: پاکستان، مالېزیا، د هند غربي جزایر، مرکزي افریقا فډراسیون، یوګسلاویا، روسې اتحاد سوسیال جمهوریت، جنوبي افریقا، چک سلواکیا، شرقي افریقا فډراسیون، د کاراییب حوزه، شرقي انډیانا فډراسیون،  سوډان او ایتوپیا. د یادولو وړ ده چې ځینې فډرال هېوادونه یو ځل تجزیه شوي او د بیا ځلې تجزې شونتیا یې هم لوړه ده، لکه پاکستان.

ج- د تجزیې په درشل کې فډرال نظامونه: پاکستان، عراق، کاناډا، جنوبي سوډان او په اوږد مهال کې هند. بلوچستان، کردستان، خالستان او کیوبېک کې د خپلواکۍ وسله والې او یا غیر وسله والې مبارزې روانې دي، چې دا شونتیا یې رامنځ ته کړې، ترڅو دا جغرافیه وي برخې خپلواکي تر لاسه کړي.

د- له فډرال نظام څخه لاس اخیستونکي هېوادونه: په ځانګړې توګه له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته، د استعمار په مشورو ځینو هېوادونو وپتیله، چې د فډرالېزم په لور لاړ شي، د فډرال نظام نيمګړتیاو او د خپلو ټولنو شرایطو ته په کتو یې، څه وخت وروسته بېرته بسیط سیاسي نظام خپل کړ، لکه لېبیا، تانزانیا، کلمبیا، سوریه، وېسټ انډیز، مالاوي، یوګنډا، کامېرون، کېنیا، مالي، زمبابې، برما، کانګو او اندونېزیا.

د فډرال نظامونو ټوټه کېدل ډېر عوامل لري، چې ځینې یې عبارت دي له د ټولنې نابالغه ولسواکي، د وګړو ترمنځ کمزوری ملي حس، له مرکزي فډرال څخه د ایالتي مشرانو تېښته، د ایالتونو او مرکزي فډرال ترمنځ تضاد او ټکر، قومي تضادونه او جګړې، کمزوری مرکزي فډرال حکومت، پر ملي هویت د محلي هویتونو برلاسي، د ایالتونو ترمنځ ناسمه سیالي او بهرني فشارونه ددې سبب شوي، چې فډرال نظامونه ټوټه شي، خو له ټولو اړینه دا چې فډرالېزم او تجزیه د یوې سيکې دوه مخه دي، چېرې چې فډرالېزم وي، هلته د تجزيې شونتیا ډېره ده.

د فډرال نظام ځانګړي حالات او وضعیتونه

اساساً فډرالېزم په پخپله خوښه د خپلواکه ساحو له یوځای کېدو یا له اتحاد څخه رامنځ ته شوی سیاسي نظام دی، ترڅو ټولیز یا جمعي امنیت او ځواکمن مرکز رامنځته کړي او یا هم د لویو جغرافیو په ښه ډول د مدیریت موخه وه، خو کله چې د فډرالېزم د رامنځته تګ جزيي فکټورونو باندې بحث کېږي او د بشر په خیر او فلاح ګڼل کېږي،  دا هڅې په ځانګړې توګه په وروسته پاتې هېوادونو کې له ناکامۍ سره مخ شوي او ناکامې دي.هغه هېوادونه چې د وګړو ترمنځ یې په طبیعي ډول مشترکات موجود وي، سیاسي کلتور یې په بسیط نظام وڅرخي اوکلتوري هویتونه د هېواد په مختلفو برخو کې په نامتراکمه توګه استوګن وي او هم د بهرنیو له لاسوهنو سره مخامخ وي، لکه افغانستان، هېڅکله به د ټوټه کېدو تيږه د فډرال نظام په منلو کېنږدي. که چېرې دا ډول هېوادونه د ډېرو پرمختللو هېوادونو چې مرکزي فډرال حکومت یې يوازې د خپل هېواد ساتنه نه کوي، بلکې د نړۍ په کچه د خپل ځواک ننداره هم وړاندې کوي، د فډرال نخرې وکړي هم ځان ډوبوي او هم نور.

د فډرال سیاسي نظامونو وجودي فلسفه د خپلواکو جغرافیوي سیاسي واحدونو یوځای والی دی، د فډرالېزم بنسټیزه فلسفه دا نه وه، چې غیرمرکزیت ته میلان وښيي، بلکې لومړی د قدرت تمرکز په لور دا کار تر سره شوی. د بېلګې په توګه، د امریکا ۱۳ ګونې ایالتونو د مرکزي ځواک د رامنځته کېدو په موخه په فډرال هوکړه کړې، خو ددوی د فډرال فلسفه او ددوی اوسنی مثبت وضعیت له هغه نورو هېوادونو سره پرتله کول او بیا د فډرال نظام طرحې وړاندې کول، نه منطقي کار دی او نه هم عملي او تیوریک. هغه دولتونه، چې په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې رامنځته شوي او په ځواکمنو دولتونو بدل شوي، فډرال سیاسي نظام یې تلپاتې دی، ځکه د هغه وخت شرایطو په پام کې نیولو سره، ددې هېوادونو د نظامونو تلپاتې والی باید د وړاندوینې وړ وی، خو په ټوله کې ډېری هغه دولتونه چې د انضمام ماډل پرته او یا په وروستیو کې یې فډرال نظام غوره کړی، تجزیه او پاشل شوي دي.

ځينې قومي فډرال غوښتونکي بیا د سویس فډرال ماډل یادونه کوي او د ورته سیاسي چوکاټ تحقق په افغانستان کې غواړي. لکه د فډرالېزم خیالي تصور، دا ډول اندونه هم د جنون له حده کم نه دي. مخکې له دې چې سویس فډرالي شي، له پېړیو را پدېخوا یې د فډرال کلي تصور منلی و. دشپاړسمې او اتلسمې پېړیو ترمنځ څلور مذهبي جګړې شوي، کله چې په نولسمه پېړۍ کې اقتصادي صنعت ډېره وده وکړه، اړ ول چې د مختلفو خپلواکو ساحو ترمنځ واټنونه لمنځه یوسي، ترڅو اقتصادي کړنې له تمې سره سمې پرمخ ولاړې شي او خپلو اقتصادي ګټو ته پراختیا ورکړي او هم جمعي امنیت ټینګ کړي، د فډرال په لور یې میلان زیات شو او خپلواکو ساحو پرېکړه وکړه، چې مرکزي ځواک رامنځته کړي، چې پایله یې فډرال سیاسي نظام شو. د نړۍ پرمختک او د بشریت تکاملي پړاوونوته که وکتل شي، د ټولنو پرمختګ فډرالېزم بریالی کړی، داسې نه دي شوي، چې فډرالېزم ټولنه پرمختللې کړې وي. هغه ډېری فډرالي نظامونه، چې په شمله پېړۍ او یا یویشتمه پېړې کې رامنځ ته شول، ډېری یې ټوټه شوي او د یوویشتمې پېړۍ لکه عراق او نیپال هم د متمرکز نظام په لور یې میلان زیات شوی، ترڅو د تجزيې او د نورو ناخوالو مخنیوی وکړي.

اوس به راشو دې پوښتنو ته چې ولې ځینو هېوادونو لازمه ګڼلې، چې فډرال سیاسي نظام و ټاکي یا یې غوره وګڼي؟ کوم ځانګړي حالتونه دي، چې د فډرال نظام شونتیا رامنځته کوي یا کوم وضعیت دې ته زمینه برابروي، چې یو هېواد فډرال سیاسي نظام غوره کړي؟ لاندې حالاتو فډرال سیاسي نظام ته ممکنه زمینې برابرې کړې وې:

الف- د خپلواکو سیاسي واحدونو یو ځای کېدل: کله چې یو دولت د څو خپلواکه او ممکن ځواکمنو ساحو ( ایالتونو یا دولتونو ) څخه د انضمایم ( یوځای کېدو ) ماډل څخه په ګټنې، پخپله خوښه یې فډرال مرکزي دولت د امنیت او پایښت په موخه رامنځته کړی وي، بیا په طبیعي ډول فډرال حالت ځان ته غوره کوي. د بېلګې په توګه ، د امریکا متحده ایالات د ۱۳ خپلواکه واحدونو له یو ځای کېدو څخه رامنځته شوی، ترڅو له یو لوري خپل سیاسي او اداري مرکزي ځواک په محل کې وساتي او له بل لوري مرکزي فډرال دولت د غښتلتیا په موخه ولري، غوره یې ګڼلې چې د کنفډرېشن له هوکړې وروسته، فډرالي سیاسي نظام خپل کړي. په همدې ډول، کاناډا په ۱۸۶۷ کال کې د څلورو مستعمرو ( Nova Scotia, New Brunswick  او Quebec  او Ontario  ) د یوځای کېدو محصول هېواد دی. ددې ترڅنګ، په نولسمه پېړۍ کې المان ۱۶ شاهزاده حکومت کوونکو ساحو څخه رامنځته شو. د امریکا متحده ایالتونو، کاناډا او د المان ترڅنګ، نور فډرال سیاسي نظامونه هم د انضمام ( یوځای کېدو ) ماډل څخه په ګټنې رامنځته شوي، لکه متحده عربي امارات، سویس، نایجریا، استرلیا، ارجنټاین، مالېزیا، ونزوېلا، بوسنیا او هرزګوین، کامروس او ځینې نور.

ب-  ځمکنی مساحت: هغه دولتونه چې سياسي جغرافيې یې ډېرې لويې دي او له يوه مركز څخه یې اداره كول ستونزمن و، فډرال نظام ته یې ترجیح ورکړې. د ساري په توګه، د نړۍ ۲۸ هېوادونه فډرال سياسي نظامونه لري، خو ددې هېوادونو سياسي جغرافيه ددې خاورينې كرې نیمه برخه په ځان كې رانغاړي.  روسیه، هند او برازیل هغه هېوادونه دي، چې ځمکنی مساحت یې نسبت نورو هېوادونو ته ډېر پراخ دی او په ورته وخت کې هغه هېوادونه، چې د خپلواکو ساحو د یوځای کېدو څخه رامنځته شوي، لکه د امریکا متحده ایالات، اسټرلیا، ارجنټیاین او کاناډا هم لويې جغرافې لري.

ج-  متراکم او متمرکز کلتوري نفوس: د پورتني فکټورونو ترڅنګ، ځینې فډرالي سياسي نظامونه له دې امله هم رامنځته شوي، چې له ډېر پخوا څخه يې په یوه برخه یا ایالت کې له یو او بل څخه متمرکزه یا متراکمه متضاد قومي، ژبني او یا مذهبي نفوس یا جمعیت درلود، لکه عراق، ایتوپیا، جنوبي افریقا، سېنکیټس او نویس، جنوبي سوډان، بلجیم، او پاکستان یې غوره بېلګې دي، خو له تاریخي پلوه ددې هېوادونو مختلفو ساحو ډول- ډول خپلواک حکومتونه درلودل.

د- د متعدده وړو جغرافیوي ساحو پایښت: په ورته مهال، ځینې داسې وړې جزیرې او ځمکنۍ ساحې هم شته، چې پرته له فډرالي نظام څخه يې شتون ترګواښ لاندې راځي یا حکومتولي او دولت داري ناشونې او یا ډېره کمرنګه کوي، چې ښه مثال یې مایکرونیشیا ده، چې له ۲۰۰۰ جزیزو څخه جوړ هېواد دی، خو نفوس یې د سل زرو په شاوخوا کې دی او سنټ کېټس او نویس له دوه لرې پرتو جزیزو څخه جوړ دی، چې له پنځوسو زرو  څخه کم نفوس لري.

ه– بهرنۍ لاسوهنې او فشارونه: لږ شمېر فډرال نظامونه له دې امله هم رامنځته شوي، چې د قدرت د وېش لپاره بهرني فشارونه د واحد نظام د کمزوري کولو او یا هم په دې تصور، چې ګواکې ولسواکۍ ته به لار پرانيستل شي او په پایله کې یې له یاد هېواد سره پارټنر شېب او ملګرتیا وغځېږي، چې جرمني او عراق یې ښې بېلګې دي. د ساري په توګه، كله چې جرمني په لمړۍ نړيواله جګړه كې ويجاړاو موافقین د جګړې فاتحان شول، جرمني فاتحینو پخپل منځ کې ووېشه او له څه ځنډ وروسته د فډرال طرحه رامخ ته شوه، چې البته جرمني له نړیوالو جګړو پخوا د خپلواکو ساحو په یوځای کېدو د فډرال نظام تجربه درلوده. په ورته مهال، د عراق د فډرال نظام طرحه هم د عراقیانو له لوري نه وه وړاندې شوې، خو په عراق کې کردستان د کرد قوم متراکمه ساحه ده، خو اوس د وخت په تېرېدو د عراق کردي فډرالېزم، چې يوازې کردي ساحو ډېر واکونه تر لاسه کړي، له ناکامۍ سره مخ دی، ان د عراق د تجزيې شونتیا یې لوړه کړې.

د فډرال نظام ذاتي نيمګرتیاوې

د یو هېواد عیني او ذهني شرایطو او حالتونو ته په پام، ولسواک فډرالېزم لکه نور ولسواکه نظامونو، په بریالیو ټولنو کې پايلې لرلي، لکه په سیاسي پروسو کې د ولسونو ونډه پراخول، د استبداد مخه نیول، مسوول دولت رامنځته کول او هم فردي حقوقو، ټولنیز عدالت او د قانون واکمنۍ ته مناسب فرصت برابرول، چې دا مثبتې ځانګړې په بسیط ولسواک نظام کې هم په لا ښه ډول د پلي کېدو وړ دي، خو د فډرال سیاسي نظام ذاتي نیمګرتیاوې ډېرې ګواښونکې دي، په ځانګړې توګه وروسته پاتې هېوادونو لپاره، چې ځینې یې په لاندې ډول د یادونې وړ دي:

الف- د فډرالي دولت د تجزيې شونتیا: د فډرالېزم اصلي فلسفه په افقي ډول د ملي حاکمیت او د قدرت وېش دی. کله چې ایالتونه خپل اساسی قوانین او خپلواکه اجرايیه، مقننه او قضایه قوه ولري، د وخت په تېرېدو یې واک او ځواک غښتلی کېږي، چې ورسره د تجزيې په لور مېلان زیاتوي، په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې د بهرنیو لاسوهنو سره مخامخ وي، دولت پخپلو پښو نه وي درېدلی او مرکزي واک یې کمرنګه وي. بېلګې یې یوګسلاویا، پاکستان او نور فډرال هېوادونه دي، ډېری یې تجزیه شوي او پاتې ځینې نور یې د تجزيې له ګواښ سره مخامخ دي. کله داسې هم شوي، چې مرکزي فډرال دولت او یا هم ځینې ایالتونه نسبت نورو ته ځواکمن وي او ځینو هغو ته لازم پام نه کېږي، چې په پایله کې یې فډرال ایالتونه د تجزيې په لور ګام پورته کوي، چې بېلګې یې ایتوپیا، سوډان او داسې نور هېوادونه دي. ددې ترڅنګ کله چې د یو هېواد عیني او ذهني شرایط له پرمختللو غربي فډرال نظامو توپیر لرونکي وي او یا هم د ملت او دولت جوړونې پوړونه یې نه وي وهلي هغه، چې غربي فډرال هېوادونه یې له پېړیو تجربه لري، د فډرال ایالتونو محلي هویت له هېوادني هویت څخه غښتلی کېږي، چې د هېواد تجزیه رامنځته کوي، چې عراق او نور هېوادونه له دې ننګونې سره مخ دي. کله چې ملي هویت له ایالتي هویت سره او یا ایالتي هویت له ملي هویت سره په ټکر کې راشي، دا د جګړې په لور ګام دی. کله دا ډېره شونې ده چې ځينې قومي ډلې په فډرالي ایالت کې ځان ته منابع او د واک اساس پیدا کړي، چې په دې حالت کې د بې ثباتۍ لړۍ پیلېږي، ځکه سیمه ییز ایالتونه ځان ته د سیاسي، اقتصادي او حتا نظامي ځواک رامنځته کوي، چې بیا د هویتي فشارونو په ترڅ کې، د ټوټه کېدو شونتیا لوړه ځي. په همدې ترتیب کله چې فډرال ایالتونه ځان ته د نور ډېر واک او ځواک په لټه کې شي، چې فډرالي خصلت دا حالت رامنځ ته کوي، مرکزي فډرال مجبورآ هوکړه نه کوي، نو فډرال ایالتونه په تجزیه لاس پورې کوي، دا حالت تقریباً په ټولو هغو فډرال دولتونو کې رامنځته شوی، چې ټوټه شوي. کله چې فډرال ایالتونه بغاوت وکړي، مرکزي حکومت اړ دی، چې پر وړاندې یې ګامونه پورته کړي، چې د جګړې او نا مطلوب برخليګ نه پرته بل څه نه شي زېږولی. دا وضعیت په هغو هېوادونو کې ډېر صدق کوي، چې فډرالېزم یې په عصبیت او له یو او بله د تنفر له وجې رامنځ ته کړی وي، د ولسواکۍ پروسې بنسټیزه نه وي او یا هم ښه ګاونډي هېوادونه ونه لري، ځکه چې غلیم ګاونډی له هر ممکن فرصت څخه د ګاونډې هېواد د وېجاړۍ طرحې په ذهن کې پالي، چې دا جیوپولټیک او سیاسي وضعیت زموږ په سیمه حاکم دی، ځکه خو ګاونډي او سیمه ییز هېوادونه تل یو او بل ته ګوته په ماشه دي. دې حالتونو ته په کتو، د فډرالېزم تیورستان په دې معتقد دي، چې تجزیه او فډرالېزم د یوې سکې دوه مخه دي، چېرې چې فډرال نظام وي، هلته د تجزیې شونتیا زیاته ده، ځکه فډرالېزم د تجزيې لپاره په ډېره ښه توګه بستر سازي کوي.

ب- د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنو شونتیا ډېرېږي: د فډرالي ایالتونو سیاسي خپلواکي او له قومي پلوه متمرکزه او متراکمه ساحو ته په کتو، د بهرنیو هېوادونو لاسوهنو ته زمینه مساعدېږي، په ځانګړې توګه هغه حالت کې چې ګاونډیان یې ناسم نیت ولري او یا له یو ایالت سره مذهبي، ژبنی یا قومي تړاو ولري، چې بېلګې یې قبرس، عراق، پاکستان او داسې نور هېوادونه دي. په وروسته پاتې او يا بې ځواکه دولتونو كې فډرال ايالتونه پرځای ددې، چې د مركزي دولت د قوانينو او پاليسيو پر بنسټ په ملي مسايلو كې چلندوكړي، بهرنيو هېوادونو ته د مستعمېرې په ډول كاركوي. کله چې په نیپال کې د مذهبي تړاوونو له مخې د هند لاسوهنې، په عراق کې د مذهبي تړاو پر بنسټ د ایران لاسوهنې او په قبرس کې د ترکې او یونان لاسوهنې د قومي تړاو پر بنسټ مطالعه کړو، پایله همدا ده چې دا ډول هېوادونه به نورو هېوادونو ته د سیاسي نفوذ حوزې ( Political Sphere ) رول لوبوي. د فډرالېزم هغه فلسفه چې ساحې واکمنې کړي، په فډرالي ایالتونو د نورو واکمنۍ  ته لار پرانیزي.

ج- د متجانسه ایالتونومنځ ته راتګ: کله چې د کلتوري ( قومي، ژبني او یا مذهبي ) انګېرنو او انګېزو پر بنسټ، د یو هېواد سیاسي نظام فډرال هغه ته واوړي، د قومي او ژبني متجانس یا یوشان والي (  Ethnic and Linguistic Homogenization ) ته هڅې زیاتېږي، لکه د بوسنیا او هرزګونېوویا، چې په ترڅ کې یې هویتي او قومي حذف رامنځته کېږي. د موضوع د روښانتیا په موخه، د هندوستان په اتراپردېش کې مسلمانان اقلیت دي، چې ډېر وخت ځورول کېږي او حتا عبادت ځایونه یې سوځول کېږي، یا متصور کړئ، چې د افغانستان اوزبک افغان مېشته سیمې یو فډرالي ایالت شي ( ددوی په خیال ترکستان )، هلته به لږه کي قومونه که تاجک، پښتون او یا نور قومونه استوګن وي، یا به دري ژبه د اوزبکي لپاره پرېږدي، یا به ګډې کولو ته اړ کېږي او یا به هم په بل ډول له فډرال ایالته څخه حذفېږي. د فډرالېزم هغه فلسفه چې د اقلیتونو له خوندیتوبه څخه بحث کوي، پخپله د اقلیتونو د حذف سبب کېږي.

د- افراطي قومپالنه: هغه هېوادونه چې د لسواکۍ پوړونه یې نه وي وهلي او مرکزي فډرال هویت یې کمرنګه وي او یا هم فډرالېزم د کلتوري عصبیتونو په سبب رامنځته شوی وي، فډرالېزم افراطي قومپالنې ته لار پرانیزي، چې په ترڅ کې یې هغه عصبیت لرونکي سیاسیون له قومي افراطیت څخه د یوې وسیلې په توګه ګټه پورته کوي، چې پایله یې غیر انساني اعمال دي او ټولنې ته پرته له بدمرغۍ نور څه نه لري. دلته فډرالېزم فردي ازادي او ولسواک ارزښتونه ګواښي او هویتي مسایل برجسته کوي، چې دا چاره د ولسواکۍ له روح سره ټکر دی.

ه- کلتوري جګړې: فډرالي ایالتونه د کلتوري فکټورونو او یا د جغرافې پربنسټ رامنځته کېږي، چې په هر حالت کې، ډېره شونتیا ده، چې په ایالتونو کې لږکي قومونه سره منظم شي او په ایالت کې د اکثریت قوم د برلاسي او نارواوو پر وړاندې په مبارزه لاس پورې کړي، ځکه چې ځان ګواښ لاندې وي. که چېرې دا اختلافات شدید شي، فډرال دولت له ناخوالو سره مخامخوي. دا شونتیا ځکه په فډرال نظامونو کې ډېره ده، چې فډرالي فلسفه په همدې مسایلو راڅرخي.

و- د ولسواکۍ پروړاندې خنډ: هویتي تضادونه او شخړې، چې عصبیت او جنګ جګړې له ځان سره لري، له لېبرال او ولسواکو ازرښتونو سره په ټکر کې دي، ځکه ولسواک نظامونه په فردي او ټولنیزو حقوقو څرخي نه په نژاد او قومپالنې. همدا نژاد پالنه وه، چې نړیوالې جګړې رامنځته شوې او بشریت یې له لویو ننګونو سره مخ کړی و. له دیني پلوه تقوا، له ملي پلوه ملي ګټو ته ژمنتیا او د ولسواکۍ له پلوه پرمختیايي اجنډا ده، چې سیاسیون سره تفکیک کېږي، خو په قومپالنه کې قومي تړاو تر هرڅه مهم وي، چې دا چاره د ولسواکۍ د پراختیا او بنسټیزه کېدو، قانون واکمنۍ او پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه رامنځته کوي.

ز- د مرکزي فډرال حکومت د قوانینو او پالسیو پر وړاندې خنډ: د فډرال دولتونو د اساسي قانون پر بنسټ، هر ایالت خپل اساسي قانون لري او کله چې د یوې ملي موضوع اړوند پرېکړه کېږي او یا هم قانون توشېح او تعدیلېږي، د ټولو ایالتونو هوکړه اړینه ده. د بېلګې په توګه، کله چې مرکزي دولت پرېکړه وکړي، چې په پېژند پاڼه کې دې ملي هویت تثبیت او ولیکل شي، ډېره شونتیا شته چې ایالتونه ورسره هوکړه ونه کړي، ځکه ایالتونه خپلو محلي هویتونو ته لمړيتوب او ارزښت ورکوي او یا مرکزي فډرال حکومت د یو هېواد پر وړاندې متقابل سیاست ته په کتو، یوه کړنلاره تر لاسه لاندې نیسي، خو که چېرې فډرال ایالت له هغه هېواد سره قومي، ژبنی او یا مذهبي تړاو ولري، د حکومت د کړنلارې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي، چې بېلګې یې په فډرال نظامونو کې کمې نه دي.

ح- د نړیوالو کنوېنسونو د الحاق خنډونه: د فډرالېزم پلویان داسې انګېرې، چې کله مرکزي فډرال حکومت پرېکړه وکړي، چې د یو نړیوال کنوېنسیون غړيتوب واخلي، دا شونتیا شته چې ځینې فډرال ایالتونه پخپل ایالت کې د کنوېنسیون د احکامو له پلي کولوڅخه ډډه وکړي او یا د مرکزي دولت دا پرېکړه وننګوي او یا هر ایالت خپل تفسیر وړاندې کړي، چې دا وضعیت په هغو حالاتو کې ډېر صدق کوي، چې د فډرال ایالتونو او د مرکزي فډرال ترمنځ تضادونه زیات وي، چې ډېری وروسته پاتې هېوادونه له دې حالت سره مخامخ کېدی شي.

ط- ناانډولتوب او بې عدالتي:  د نا انډولتوب شتون په مختلفو فډرالي ایالتونو کې هغه څه دي، چې د فېډرېشن نظریه یې تر پوښتنو لاندې راوستې. كله چې د قدرت، دولتي او يا غېر دولتي بنسټونو، طبيعي زېرمو  او انساني ظرفيتونو ترمنځ د يوه هېواد په بېلابېلوساحوكې تقارن موجود وي، بيا تر څه بريده فډرال ايالتونه پرمخ تللی شي او كه داسې نه وي او عدم تقارن موجود وي، نو بيا هلته ده چې يو هېواد دفډرال ايالتونو په موجوديت كې د بدمرغۍ په لورځي. د بېلګې په توګه، د پاکستان پنجاب ایالت پراخې اباده ځمکې لري او د خوړو په برخه کې نسبتآ په ځان بسیا دی، خو نور ایالتونه یې له داسې طبيعي نعمتونو بې برخې دي، چې دې چارې په مختلفو پړاوونو کې د ایالتونو ترمنځ واټنونه رامنځته کړي او بلوچستان طبیعي زېرمې لري، خو پنجاب یې پنجابیانو ته کاروي، چې دې چارې د بلوچستان د ازادۍ مزل لنډ کړی. د عراق کردستان سیمه له طبیعي پلوه غني ده، چې دې چارې حتا د عراق فډرالي نظام له ننګونې سره مخ کړی. ښه به وي چې د پرمختللو هېوادونو بېلګې هم وړاندې کړو. کله چې د امریکا متحده ایالاتو د واشنګټن فډرالي ایالت سړي سر کلنی عاید له میسیسیپي فډرالي ایالت سره پرتله کړو، حتا ۶۰ سلنه توپیر لري؛ په واشنګټن کې د سړي سر کلنی عاید ۶۰ زره امریکايي ډالر دی، خو په میسیسیپي کې ۲۵ زره امریکايي ډالر. په ورته وخت کې، په بلجیم کې یو ایالت یې د ټولې اروپا په کچه تر ټولو لوړعاید لري، خو بل ایالت یې د اروپا په کچه ټیټ ترین عاید. له کله چې بلجیم فډرال نظام غوره کړی، هر کال د ایالتونو ترمنځ د ناانډولتوب واټن په زیاتېدو دی، حتا د یو ایالت د سړي سر کلنی عاید ۷۰ زره یورو دی ، خو د بل هغه یې تر ۲۸ زره یورو.

ی- په اداري پروسو کې پېچلتیا: د فډرال ايالتونو خپلواکي او قانوني واکونه په مختلفو ايالتونوكې د متفاوته سیستمونو او پروسو د رامنځته تګ سبب کېږي. دا چاره د يو هېواد عامه وكړو ته ډېرې ستونزې زېږوي. د ساري په توګه، كه يوه کورنۍ له يوه ايالت څخه بل ايالت ته كډوالېږي، نو ماشومانويې چې د كوم نصاب پر بنسټ زده كړې كړې وي، هغه په بل ايالت كې نه وي. ددې پخواکې، د واکونو وېش، متفاوت سیستمونه او تقنیني او اداري سندونه ، د مركزي فډرال او ایالتونو ترمنځ څارنه او اړيكې او حساب وركونه هغه څه دي، چې عام ولس ته پرته له سرخوږي څخه بل څه نه په برخه کوي، په ځانګړې توګه په هغو ټولنو کې چې د لمړنیو زده کړو کچه یې ټیټه وي خو د فقر ګراف یې پورته.

په افغانستان کې د فډرال غوښتونکو ناسم اټکلونه ( فرضې ) او خیالي طرحه

په افغانستان کې قومي فډرال غوښتونکي په دې اند دي، چې سیاسي واک تل له پښتنو سره دی او د نورو قومونو د قومي هویت او ژبې د حذف په لټه کې و/دي او پښتنو سیاسي واکمنانو منابع په عادلانه توګه نه دي وېشلي او ټولنیز عدالت یې نه دی تامين کړی. ددوی په باور، د پښتنو د سیاسي واک د لمنځه وړو، دلږکیو قومي هویتونو د خوندیتوب، ملي مسلو د حلېدو او د ستم د له منځه وړوپه موخه، باید فډرال سیاسي نظام حاکم شي، ځکه چې فډرال سیاسي نظام د نړۍ په حاکمو سیاسي نظامونو کې غوره نظام دی او د افغانستان لپاره له فډرال سیاسي نظام څخه بل غوره انتخاب نشته. قومي فډرال غوښتونکي پدې ټينګاركوي، چې په بسیط ولسواک نظام كې د لږکیو (اقليتونو) حقوق نه وركول كېږي، نو همدا ده چې ملي وحدت نشي ټینګېدای، ځكه بايد فډرال ايالتونه منځ ته راشي، چې نه یوازې په کثرت کې وحدت رامنځ کېږي، بلكې لږ ه کي له خپلو حقونو څخه برخمن کېږي.

د قومي فډرال غوښتونکو لمړۍ هڅه داوه، چې ځان له ستم لاندې وپېژني، ترڅو د خپلو اجنډاو د  تحقق په پار، د قومي فډرالېزم هڅو ته د ځینو پام راواړوي، خو کله چې ځینې یې دې پایلې ته ورسېدل، چې په فډرال ایالتونو د افغان قومونو وېش ناشونی دی او افغانان له یو او بل سره اسلامي او افغاني وروولي لري او هم یې د سلګونو کلونو په ترڅ کې داسې ټولنیز جوړښت رامنځته کړی، چې د قومي نفاق هڅې په نطفه کې خنثا کوي، بیا یې د جغرافیه وي فډرالېزم ډنډورې پیل کړې، چې دې طرحو یې هم بازار و نه موند، بیا ځینو ارماني هغو یې د فډرالېزم لېبرال ماهیت بیانونه پیل کړل، چې تر ننه پورې په بهرنیو حلقو کې ځان لېبرال او سېکولر معرفي کوي او نړیوالو ته د فډرال تر چتر لاندې د یو بشرپاله ټولنې طرحې وړاندې کوي، ترڅو له دې لارې وشي کولی خپلې موخې ترلاسه کړي.

له شک پرته افغانستان وروسته پاتې او دودیز هېواد دی، چې په یو ډول نه یو ډول د هېواد په ټولو سیمو کې افغانان  ځورول شوي، در په دره شوي، رټل شوي او حتا د ژوند له لمړنیو اسانتیاو بې برخې او له سیاسي او اقتصادي ډګره لرې پاتې شوي. تر څه بریده سیاسي واک په بې عدالتۍ، فساد او ځان پالنې پرمخ تللی. له هغه ځایه چې افغانستان د مختلفو لاملونو په سبب یو ناکام او وروسته پاتې هېواد پاتې شوی، د ولسواکۍ، فردي ازادۍ، قانون واکمنۍ، عدالت او ښې حکومتولۍ پر ځای فقر، بېکارۍ، ناروغيو، زورواکۍ، جنګ سالارۍ او ځان پالنې واکمني کړې، چې په ترڅ کې یې افغان ورونه قومونه په یو نه یو ډول د ناهیلۍ، غوسې، او بغض ښکار شوي. هر افغان او افغان قوم فکر کوي، چې نسبت بل افغان ته یې په حق ډېر ظلم شوی.

د ټولو ناخوالو په شتون کې، په دې اند به کوم افغان پیدا نه شي، چې د بل افغان پر وړاندې دې د قومي، مذهبي یا ژبني انګېزو پر بنسټ وسله پورته کړې وي، د نوي افغانستان په  تاریخ کې داسې کوم معتبر سند نشته، چې دا ثابته کړي، چې  په افغانستان کې جګړې یا ناخوالو قومي، ژبنی او یا مذهبي رنګ درلود. هېڅ افغان په دې باور نه دی، چې افغانستان دې یوه متجانسه ټولنه شي او واړه هویتونه دې حذف او له منځه ولاړ شي او نه هم د نوي افغانستان په تاریخ کې داسې کومه پېښه شوې، خو هر کله چې کوم ځان یا بل پالونکي د نفاق هڅې کړي، د ولس له لوري منفور شوي. په تېر جمهوري نظام کې، چې لږ تر لږه یې د ولسواکۍ تمثيل کولو، ډېرو ته دا هیلې پیدا شوې، چې افغانستان به پرمخ ځي او د افغان ورونو قومونو د ډېرو ځوانانو سره دا فکر پیدا شوی و، چې یوه ورځ به د افغانستان جمهور ريیس کېږي، خو نظام چې نه له قومي اړخه وه او نه هم د بسیط متمرکز سیاسي نظام د پایلې له امله، نسکور شو، په ځانکړې توګه د ښځو او ځوانانو ټوکېدلې هیلې مړاوې او ورژېدې.

د قومي فډرال غوښتونکو اټکلونه او د حل خیالي لارې په لاندې درې سرلیکونو کې تر لا بحث لاندې نیسو:

الف- کلتوري ( قومي، ژبنی او مذهبي ): افغانستان نه مصنوعي هېواد دی او نه هم افغان ملت مصنوعي ملت دی، بلکې افغانستان او افغان ملت په طبیعي لحاظه له زرګونو کلونو راپدېخوا په دې جغرافیه کې ژوند کړی او د هر یرغلګر پر وړاندې یو موټی دی. د افغانستان ټولنیز، اقتصادي، تاریخي او دیني ارزښتونو، جوړښتونو او شرایطو افغان قومونه داسې سره پېیلي، چې ماتول او جلاکول یې ناشونې دي. افغان ملت یو مسلمان ملت دی او له قومي او مذهبي پلوه هم اکثریت لري او هم اقلیتونه، خو افغانستان، افغانیت او اسلامیت د اکثریت او اقلیت مفکورې په یو ملت او نه ټوټه کېدونکي دولت اړولي. که چېرې داسې نه وی، دا هېواد به په دومره سیالانو کې د نړۍ له نقشې څخه ډېر وړاندې محو شوی و.

دا چې قومي فډرال غوښتونکي د افغانستان تنوع ته کله د قومونو موزاییک او کله د قومونو کنجیه وايي، دې کې ستونزه نشته، خو دا چې دوی تل هڅه کوي، چې افغانستان نړیوالو ته د نړۍ په کچه یو ډېر متنوع هېواد وپېژني، ترڅو خپلې اجنډاوې پرمخ یوسي، د شک خبره ده. د اکثریت پښتون افغان وروسته په ترتیب تاجک، هزاره اود اوزبک افغانانو سلنې له کلتوري پلوه او په سیاسي دګر کې د بحث وړ دي. په ټوله کې له پښتو او دري ژبو وروسته اوزبکي د هېواد لویه ژبه ده او نورې ژبې ، لکه نورستاني، پشه یي،بلوڅي، پامیري او داسې نورې خوږې ژبې هم د افغانستان د کلتوري ښکلا برخې دي، خو ددې خوږوژبوحتا یو ویونکی هم په نظر نه راځي، چې د ژبې د خونديتوب په موخه د فډرال کاذبه هڅه پیل کړي.

د ملت کلاسیک تعریف په خپل ځای نه دی پاتې، چې ژبه یې بنسټیزه ځانګړنه وه، بلکې د عصر له غوښتنو سره سم، هره هغه ټولګه، چې په یوه جغرافیه کې ژوند کوي، ګډ تاریخ، وطن، برخليک او ټولنیزارزښتونه ولري، درد او خوښي یې شریکې وي، ملت ګڼل کېږي، لکه افغان ملت چې په یوه کښتۍ کې ناست دی، که کښتۍ ډوبه شوې، ټول ډوب شوي او که کښتۍ ساحل ته وتې، ټولو د ارامۍ ساه اخیستې. د بېلګې په توګه، کله چې د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې افغانستان د ولسواکۍ، د قانون د واکمنۍ او پرمختګ خاپوړې پیل کړې، د هېواد په ټولو قومونو او مذاهبو کې مثبته وینه په حرکت راغله، خو له کله چې حالات بدل شول، ټول یو ډول درد احساسوي. که چېرې یو ملت په ژبه منحصر وی، اوس به ټول عرب هېوادونه یو دولت وی او ټول انګلیسي ژبي هېوادونه بل دولت، خو دا د نړۍ واقعیت نه دی او نه هم د سوکاله ټولنې راز دی. ملتونه يوازې په ژبو نه دي جوړ شوي، بلکې ډېری ملتونه ولسواکو او هېواد پالنې ارزښتونو ته ژمنتیا او تحقق د خپلو ملتونو اساسي ځانګړتیاوې په ګوته کوي، لکه انګلستان او د امریکا متحده ایالات چېرې چې يوازې قومي، ژبني او مذهبي هویتونه د بحث وړ ندي بلکې فردي ازادي او مسوول حکومت لرل یې هویت جوړوي. له شک پرته د هویتونو په رسمیت پېژندل او درناوی یې لازمي امر دی، خو په هویتونو افراطي ټینګار عصبیت دی، چې نه په دین کې ځای لري او نه هم په لېبرال سیاسي اېډیالوژۍ او بشري حقونو کې.

کله چې موږ د مختلفو هویتونو خبر کوو، جنسیتي، ښاري او کلیوالي، کمونېستي، لېبرال، اسلامي، سېکولرستي، نېشنلستي او سنتي قبیلوي هویتونه هم له پامه نه شي غورځېدي. د بېلګې په توګه: کله چې د قومونو په هویتي مشاجرو بحثونه روان وي، ډېری افغانانو ته دا بحثونه له اسلامي، افغاني او انساني ارزښتونو سره په ټکر راځي او نفع کوي یې. په ورته وخت کې کله چې د ولسواکۍ خبرې کېږي، ډېری قبیلوي او سنتي سیاسیونو او محافظه کاروته دا هڅې غربي ارزښتونه ښکاري او پر وړاندې یې حساس دي او کله چې یو افغان ملت پال ته دا نورې اېډیالوژۍ وړاندې کېږي، بهرنۍ توطيې یې ګڼي.

په جبري ډول له قومونو ملتونه جوړول او یا د وړو قومونو ژبې له منځه وړل او د اکثریت قوم ژبنیز هژموني رامنځته کول، تاریخ ته سپارل شوي. یوویشتمه پېړۍ د ولسواکۍ، بشري حقونو او د فردي ازادیو پېړۍ ده. قومي حذف او د قومونو هویتي ادغام نه په انسانیت کې شته، نه په اسلام کې او نه هم د افغانانو کار دی، خو که د تاریخ پاڼې واړول شي، ډېری پرمختللو او ولسواکو هېوادونو د دولت او ملت جوړونې په مختلفو پړاونو کې قومي ادغام کړی او یو واحد ملي هویت یې رامنځته کړی. په نورو ډېری هېوادونو کې د ادغام پروسې پیل شوي او حتا اوس هم د نړۍ لوی سیاستپوهان پرمختللو ولسواکو هېوادونو ته د ادغام وړاندیزونه کوي، خو له نېکه مرغه افغانستان له دې چارې په امن دی.  د غربي پرمختللو او ولسواکو دولتونو رامنځته تګ  له مختلفو پړاوونو څخه تېر شوی. لومړی دولت  رامنځته شوی، بیا ملي ټولنه رامنځته شوې، اقتصادي هلې ځلې او بیا ولسواکۍ او بشري حقونو سر راپورته کړی. حتا د شلمې پېړۍ تر نیمايي ډېری غربي دولتونو کې نژادي او جنسیتي توپیرونه او تعصبونه موجود وو. د افغانستان په معاصر تاریخ کې داسې کومه بېلګه نشته، چې حکومتونو دې قومونه د قومي انګېزې له امله په سیستماتیک ډول قتل عام کړې وي او یا یې له داسې جبر څخه کار اخیستی وي، چې غیر پښتانه افغان قومونه یې د پښتو ژبې زده کړې او د خپلې مورنۍ ژبې پرېښودو ته اړ شوي وي. له نېکه مرغه  په افغان ټولنه کې داسې هېڅ کومه بېلګه نشته، چې ولسونه دې لکه د ځینې نورو ټولنو د ولسونو په څېر  له یو او بل څخه واټن ولري.

په افغانستان کې د قومونو حذف او د حذف ابزار، چې ټول وژنه، جبري تبعيد یا ادغام دی، هېڅکله  پلي شوي نه دي او نه هم ژبنی او قومي هژموني واکمنولو نښې شته او یا دا چې قومونه په داسې ساحو وېشل شوي وي، چې د حذف زمنیه یې مساعده شوې وي. د امیر عبدالرحمن خان موضوع د قوم نه وه بلکې د واک پر سر او د ملک الطوایفي له منځه وړل و، چې په ترڅ کې یې کله منارونه په هزاره جاتو، زابل، مومندو، شینوارو او کندهار کې رامنځته کړل. تاسو د حبیب الله کلکاني وضعیت وګورئ، د غزني سلېمانخېلو د کلکاني مرستې ته دانګلي، خو بل لور ته په زرګونه هزاره ګان د امان الله خان ملاتړ او مرستې ته چمتو شوي. که چېرې نادر خان کلکاني ادعام کړی، د امان الله خان ريښې یې هم ویستي، ترڅو خپل ځواک او واک تلپاتې کړي. دا باید هم په یاد وساتو، که چېرې د اوسنیو سیاستونو بنسټ تاریخي پېښې وګرځي، ټول به د ټولو دښمنان وي او هم به د نړۍ کوم دوست هېواد پیدا نه شي، ځکه خو له تېر درس اخیستنه او د راتلونکي روښانه بنسټ ایښودنه ده، چې د نړۍ د پرمختللو ملتونو د سیاست کرښې ټاکي. که موږ سل یا دوه سوه کاله وړاندې پېښې په پام کې نیسو او د هغو پر بنسټ په ننني عصر کې د فډرال لاملونه څېړو، له واقعیت، منطق او له اوسنیو شرایطو او له روښانه راتلونکي تېښته ده.

پښتنو او یا د واک پښتنو صاحبانو نه یوازې دا، چې د دري د حذف کوښښونه یې نه دي کړي، بلکې دري یې پاللې، نازولې او عامه کړې ده، خو کله چې پښتون پخپله مورنۍ ژبه لیک لوست کړی، په تعصب یا د نورو ژبو په حذف تورن شوی. ځینې قومي فډرال غوښتوکي به په دې اند وي، چې دري ژبه یا ددوی په اصطلاح فارسي د ټول هېواد او د ټولې سیمې ژبه ده، حتا د درې فارسي ژبو ( ایران، افغانستان او تاجکستان ) هېوادونو پروګرامونه هم پیل شوي وو او د افغانستان ژبې په ځانګړې توګه اوزبکي او نورې ژبې یې تل له پامه غورځولي. د افغانستان پښتنو شاهانو تل دري د دربار ژبه ساتلې او حکومتونو د دفتر او رسمیاتو ژبې په توګه یې پاللې. که چېرې د افغانستان ډېری پوهنتونو ته سر ور ښکاره کړئ، درسونه او لکچرونه به یې په دري ژبه وي او حتا ډېرو پښتنو پوهانو او لیکوالانو د دري ژبې په غني کېدو کې رغنده رول لوبولی. ان داسې حالت هم راغلی چې پښتانه افغانان لکه اوزبک افغانان پښتنو ته پښتو ژبه غوړاي، څرنګه چې اوزبک افغانان یې اوزبکانو ته غواړي، خو د ژبې د محرومیت زمزمې هغه ډېرې کوي، چې ژبه یې هم رسمي ده او هم اداري، خو په دې حالت قناعت نکوي، بلکې ژبنی تعصب د وسلې په توګه کاروي ، ترڅو فډرالېزم ته لار پرانیزي، خو دا له یاده باسي، چې کله اوزبک افغانان په اوزبکي خوږه ژبه او پښتانه افغانان په پښتو لیک لوست وکړي او پخپله کاري ساحه کې یې وکاروي، په خوږې دري ژبې به فضا ډېره تنګه شي. ددې ګواښونو د مخنیوي او د وړو ژبو د پاللو او وده ورکولو په پار، یوازې بسیط ولسواک نظام کولی شي، د بشري حقوقو د اصولو په چوکاټ کې د افغانستان ټولې ژبې چې د هېواد کلتوري ښکلا ده، وپالي او وده ورته ورکړي.

د افغانستان د ۱۳۰۱ لمړني اساسي قانون نه تر ۱۳۸۲ کال اساسي قانون پورې، داسې کوم سند نشته چې دري ژبه په کې له پامه غورځول شوې وي، خو اوزبکي او داسې نورو مروجو ژبو ته د حالاتو په پام کې نیول سره، لازم تدابیر نه دي نیول شوي، خو دا موضوع د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون، چې تقریباً ټول منلی و، د قومونو او ژبو تعدد او رنګارنګي یې په رسمیت پېژندلې او د ژبو په وده یې حکومت مکلف کړی و، خو له هغه ځایه چې وضعیت عادي نه و او جنګ جګړې، د زورواکو واکمني، ضعیفه حکومتولۍ، فساد او د حکومتي مشرانو غیر هېوادنيو کړنو حالت ته مثبت بدلون ور نه کړ، د هېواد ژبو ته هم لازم کار ونه شو.

ترکومه چې د مذهب خبر ده، تقریبآ ټول افغانان سُني یا شعیه مسلمانان دي. په شاهي نظامونو، کمونيستي رژیم او په جمهوریتونو کې د سُني او شعیه ترمنځ کرښې راکښل د بحث موضوع نه وه او ددې دورو چارواکي هم کوم سخت دریځه ملایان نه ول، بلکې د مذهبي سختدریځۍ پر وړاندې یې قدم پورته کړی. کله چې موږ د ولسواک نظام تجربې پیل کړې، د افغانستان دواړه مذهبونه په رسمیت وپېژندل شول او په قانوني او ولسي ډول هېڅ ډول تعصب د شعیه پروړاندې ندی ترسره شوی. که چېرې موږ د ولسواکۍ تجربه پخه کړې وی، تنوع ته به هم ورځ تر بلې درناوی ډېر شوی وی. کومې ترورېستي پېښې چې په دې وروستیو کې د شعیه افغانانو پر وړاندې تر سره شوي، نه له بسیط نظام سره تړلې دي او نه هم کوم قوم یا ژبې سره بلکې له بهره راغلي دیني افراطیان او ترورېستان دي، چې له بده مرغه د مذهب جګړه نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه او نړۍ کې په وحشیانه ډول پر مخ بیايي.

کله چې په افغانستان کې د قومي او ژبني حذف ادعا بې بنسټه ثابتېږي، بیا دا ادعا کېږي چې افغانستان جعلي هېواد دی، افغان مصنوعي او تحمیلي هویت دی او د افغانتسان تاریخ په جعل ولاړ دی؛ که چېرې فډرال رامنځته کېږي، د افغانستان نوم، افغان هویت او د افغانستان تاریخ به د تل په څېر نه مني، دا وضعیت به افغانستان کوم لور ته بیايي؟  ښکاره ده چې داسې کړنې نه د فډرال په تیوریکې شته او نه هم د کوم فډرال نظام په تجربو کې داسې پېښې شوي، چې فډرال ددې په پار رامنځته کړي، چې د وطن ټول اساسات او ویاړونه او هویتونه له منځه یوسي. په نړیوال کلي کې ژوند کول، ددې اړتیا پېښوي، چې یو هېواد نړیوالو ته خپل هویت ور وپېژني، خو دا هېڅکله په دې مانا نه ده، چې قومي هویتونه دې حذف شوې وي. که یو هندو ته هندی یا هندوستاني ویل کېږي، دا د هند د لسګونو قومونو او دینونو د هویت د حذف کوښښ نه دی، بلکې په نړیوال سټېج کې د هندوستان د هویت پېژندنه ده. په همدې ترتیب که د تاجکستان هېواد وکړو ته د تاجک اطلاق کېږي، دا د اوزبک او نورو قومونو حذف نه دی او کله چې د انګلستان په پاسپورټ کې برېټېش لیکل کېږي، دا د لسګونو قومونو، ژبو او دینونو حذف نه دی بلکې په نړیوال سټېج کې د انګلستان پېژندنه او د انګلیس دولت او ملت د پایښت او پرمختګ یو له بنسټیزو اساساتو څخه شمېرل کېږي. کله چې د افغانستان پېژندپاڼې ته کتنه وشي، په ښکاره د دیني، قومي او ملي هویت ذکر راغلی. له پېړیو راپدېخوا افغان ملي هویت پېژندل شوی او عام شوی او هم نړیوال د افغانستان وګړو ته افغان وايي. د افغانستان د یووالي، پایښت او پرمختک په موخه افغان او مسلمان هویت د ملت په لوړ ارزښت بدل شوی، چې د هېواد په ساتنه او پالنه کې یې رغنده رول لوبولی ، ځکه خو ددې هېواد اوسېدونکي افغانان و، افغانان دي او افغانان به وي.

اساساً د فډرال غوښتوکو کلتوري فرضې په عقدو او عصبیت ولاړې دي، کله چې عصبیت وي، هلته تعقل ډېر ځای نه لري، بلکې احساسات، کرکې او د ویجاړۍ په لور خوځښتونه رامنځته کېږي. د افغانستان ستونزه هویتي نه ده بلکې بې کاري، فقر، بې عدالتي، د قانون نه واکمني، استبداد، زورواکي، فساد، بده حکومتولي، د بهرنیو لاسوهنې او افراطیت د افغان ملت اساسي ستونزې دي. د بېلګې په توګه، کله چې له مهاجر افغان نه پوښتنه وشي، چې ولې دې وطن پرېښود؟ یو به هم دا ونه وايي چې ژبه او قومي هویت مې تر ګواښ لاندې و او له قومي حذف سره مخامخ وم، بلکې دا به ضرور ووايي، چې بې کاري، استبداد، افراطیت، نا امنۍ، جګړو، د مسوول او مشروع حکومت  نه شتون او بې عدالتیو مهاجرت ته اړ کړم.

ب- سیاسي ( دولتي ) واک: په ټوله کې سیاسي واک په زور، مصلحت یا هم د ولسواکه پروسو په رڼا کې ترلاسه کېږي. کله چې ولسواک نظام نه وي، حتمي ده هر هغه څوک د واک په ګدۍ کېني، چې نور یې ځواکمن وګڼي او یا هم په زور نور تابع کړي، خو که ولسواکي واکمنه وي، په مطلوب حالت کې دولس رایه ده چې یو څوک مسوول، حساب ورکوونکی، قانون نافذوونکی او د ولس د خیر او فلاح خوښوونکی د ټاکل شوې مودې لپاره ټاکي.

کله چې لوی احمد شاه بابا (رح) د افغانستان بنسټ کېښود، د وخت او د امپراتوریو ذاتي خصلت ته په کتو، قدرت ارثي بڼه خپله کړه، افغانستان ته کم چانس برابر شو، چې ولسواکي تمرین کړي، خو غازي امان الله خان هېواد ته د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، د اقتصادي پرمختګ، قانون واکمنۍ او ټولنیز بدلون ته ملا وتړله، حتا د بهرنیو چارو وزیز یې محمد ولي خان دروازي له بدخشانه وټاکه، خو حالاتو اجازه ورنکړه، چې د ښېرازۍ څپرکی بشپړ کړي. د شاهي او ارثي نظامونو خصلت دادی، چې یا به د خپلې کورنۍ غړي په لوړو دولتي منصبونو ټاکي او یا به هم هغه افراد چې شاهي کورنۍ او د شاهي نظام تداوم ته ژمن او وفادار وي. دا  د وخت د نظامونو او حالاتو غوښتنه وه، چې روانه وه، خو که چېرې شاه پښتون هم و، خو له کلتوري پلوه غیر پښتنو افغانانو ته یې نسبتاً ډېر خدمت کړی او له ټولنیز او اقتصادي پلوه لکه د افغانستان ټولې سیمې، د پښتنو افغانانو سیمې هم وروسته پاتې او محرومه پاتې شوي یا ساتل شوي.  داسې کوم ثبوت نشته، چې د قومي انګېرنو پر بنسټ دې پښتون افغان ټاکل شوی وي او یا هم غیر پښتون افغان دې رټل شوی وي. د شاهي ارثي واکمنۍ وروسته، اېډیالوژیکې سیالۍ پیل شوې او زورورد بل په خوښه د واک په ګدۍ کېناست. دا ښکاره ده چې هېڅ زورور د هېڅ قوم، ژبې یا مذهب استازي توب ندی کړی او نه هم د ولس له لوري ټاکل شوي وو.دا د غیر ولسواکو او غیر قانون مندو نظامونو پایله ده، چې د افغان ولس غږ یې په سیاسي واک کې نه دی اورېدلی، دا نه د بسیط نظام او نه هم د فډرال سیاسي نظام د نه شتون له امله چاره وه او نه ده.

کله چې افغانستان د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې د ولسواکۍ مشق او تمرین پیل کړ، ډېر هیله بخښونکي ګامونه پورته شول، چې د ولسواکۍ او د قانون د واکمنۍ په پراخېدو او بنسټیزه کېدوپرمهال، یو نورستاني، یو پشته یي او یا یو بلوچ به هم وکولی شي چې ولسمشر یا صدراعظم شي. له بده مرغه دا لړۍ پرې شوه، هیلې – هیلې پاتې شوې. په دې پړاو کې، لږکیو افغان قومونو ته په سیاست او حکومت کې تر لوړې کچې ځای ورکړل شو؛ د ولسمشر مرستیالان، وزیران، سفیران، والیان، ښاروالان او رییسان شول او په کوم ولایت کې، چې یو ځانګړی افغان قوم متراکمه دی، والي او نور مسوولین به حتماً له هماغه افغان قوم څخه و. که فرضاً افغانستان فډرالي وي، د فډرال ایالت د اکثریت قوم وګړی به مسوول ټاکل کېږي. کله چې د مرکزي فډرال خبر وي، بیا به هم له سیاسي اکثریت څخه ولسمشر، صدر اعظم او نور مسولوین ټاکل کېږي، چې دا چاره د لږکي قوم د قومي سیاست وال هغه هیله هېڅکله نه پوره کوي، چې فرد اول مملکت شي، خو که چېرې هر افغان وګړی ملي سیاست وکړي، فردي ازادۍ او ولسواکۍ ته کار وکړي او ځان د افغانستان په کچه محبوب کړي، لرې نه ده چې فرد اول مملکت شي. د افغانستان په تاریخ کې موږ تر یووېشتمې پېړۍ ولسواک بسیط نظام نه دی تجربه کړی، بلکې له ۲۰۰۱ میلادي کال راپدېخوا تر ۲۰۲۱ کال پورې د بسیط ولسواک نظام هڅې پیل شوې، چې نیمه ریاستي حالت یې درلود. که متصور کړو، چې هر ولسمشر د ولس په رایه بل ته د قدرت لېږد منلی، اساسي قانون پلی کېدی او د دولت درې ګونې قواوې، مدني ټولنې، خصوصي سکټور او ولس هر یو پخپله برخه کې خپل رول لوبولی وی، لکه نور باثباته ولسواک بسیط نظامونه، نن به په افغانستان اوسنی وضعیت حاکم نه وی.

روان او اوسنی وضعیت یو استثنايي حالت دی. طالبان په طالباني او یو ډول وطني ذهنیت په افغانستان واکمن شوي، طالبانو هېڅکله د یو ځانګړي قوم استازيتوب نه دی کړی او قومي مسایلو ته په هېڅ ډول معتقد نه دي، که چېرې داسې وی او یوازې پښتانه طالبان وی، اوس به یې په تېرو څلوېښتو کلونو کې په لومړي ځل يه ټول هېواد سراسري واکمني نه شوی کولی. ایا طالبانو هغه څه چې په سپین بولدک کې وکړل، په بامیان یا پجنشېر کې یې کړي؟ طالبان چې کوم قیودات وضع کوي، په ټولو افغانانو یې وضع کوي، حتا پښتانه لا ډېر تر سختو اوامرو لاندې راولي. د طالبانو واکمني د بسیط ولسواک نظام استازيتوب نه کوي، بلکې یو ډول اسلامي نظام دی، چې طالبان یې پخپل تفسیر او په ځانګړي ډول پرمخ بیايي. شته ځینې فډرال غوښتونکي قومي سیاستوال، چې د خپل قوم د هرې مفکورې کس ورته اتل برېښي. که نن د طالبانو لوی درستیز د طالبانو نظام پر وړاندې یوه خبره وکړي، حتا لېبرال او سېکولر قومي فډرال غوښتوونکي به یې د اتلولۍ زمزمې پیل کړي.

ج- سیاسي نظام: افغانستان پخپل نوي درې سوه کلن تاریخ کې له ۱۷۴۸ میلادي کال راپدېخوا ډول ډول غیر ولسواک نظامونه تجربه کړي: امپراتوري ( ۱۸۴۷ – ۱۸۰۰ )، امپراتوري ذوال ( ۱۸۰۰- ۱۸۸۰ )، مطلقه شاهي ( ۱۸۸۰ – ۱۹۱۹ )، خپلواکي او مشروطه شاهي ( ۱۹۱۹ – ۱۹۲۸ )، انارشي ( ۱۹۲۹ )، مشروطه شاهي ( ۱۹۳۰ – ۱۹۷۳ )، غیر ولسواکه جمهوري ( ۱۹۷۳- ۱۹۷۸ ) کمونېستي او استبدادي ( ۱۹۷۸- ۱۹۹۲ ) انارشي او قوماندان سالاري ( ۱۹۹۲- ۱۹۹۶ ) ملايي تیوکراسي ( ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ )،ولسواکه ریاستي ( ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ ) او ۲۰۲۱ – تر دې دمه ( طالبانو اسلامي امارت ).

دا چې د نظام د بڼې او یا د قومونو د تضاد له امله د افغانستان نظامونه پرځېدلي، مستدله او عقلاني نظر ندی. د نظامونو پرځېدو بحث ډېرې موضوعګانې په ځان کې رانغاړي، خو دلته به دومره ووایو، چې د هېواد  سُنتي کلتور، فیوډالي او ملک الطوایفي ځانګړتیا، د بهرنیو لاسوهنې، د نړیوالو اېډیالوژیکې سیالۍ، سیاسي مشرانو ځان پالنې او د ځینو وفاداري نورو هېوادونو ته نسبت افغانستان ته، ددې لامل شوې، چې ځواکمن دولت ونه لرو او د نظامونو د پرځېدو باعث شي. ظاهراً د غازي امان الله خان خپلواک او مترقي حکومت له دننه یا له بهره د اغېزناکو ملایانو ډنډورو ړنګ کړ، د حبیب الله کلکاني حکومت د نوموړي د نا اهلۍ او د افغانستان د بربادۍ د مخنیوي په موخه ړنګ شو، شاهي نظام د شاه د کورنیو غړو د جمهوریت په نوم ړنګ کړ، داود خاني جمهوریت کمونېستي افکارو او اېډیالوجۍ ړنګ کړ او کمونېستي نظام اسلامي کورنیو یا له بهره اغېزمنو اسلامي افکارو ډلو ټپلو او په همدې ترتیب د مجاهدینو ډلو له منځه تګ په طالباني فکر شوی او جمهوري نظام هم په قومي انګېزه نه دی ړنګ شوی. د تېر شل کلن جمهوري نظام د ړنګېدو لاملونه ډېر دي، خو د نړۍ همکارو قدرتونو پرېکړې، د ځینې هېوادونو لاسوهنو، د نظام د چارواکو غفلت او فساد، د قانون واکمنۍ او ولسواکۍ ته نه ژمنتیا، محلي زورواکو او د افغاني ټولنې  دودیزوسنتونو د نظام په پرځېدو کې لوی لاس درلود.

د افغانستان وروسته پاتې والی او درد د فډرالېزم د نه شتون له امله نه دی او نه هم د بسیط نظام د واکمنۍ له امله، بلکې نور ډېر لاملونه دي، چې افغانستان یې بد وضعیت کې ساتلی. دا د هر هېواپال او ویښ افغان هیله ده، چې افغانستان خپلواک، پرمختللی، ولسواک او قانونمن وویني. روڼ اندي او ولسواکۍ پلوه افغانان د یو داسې پرمختللي، قانونمن او ولسواک افغانستان تصویر له ځان سره لري، چېرې چې د بشري حقوقو درناوی وي، د متنوع هویتونو ساتنه او پالنه وي، د ملي هویت ارزښت او اهمیت وي او د افغانستان خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمني خوندي وي او د یو اغېز ناکه دولت په توګه په نړیوال نظم کې رغنده رول ولوبوي. افغانانو د افغانستان بقا، په سیمه کې د بې نظمۍ څخه د مخنیوي او د کلتوري جګړو او د هېواد د تجزيې څخه د مخنیوي په موخه، تل بسیط نظام منلی، خو لکه څرنګه چې اړینه وه، ولسواکي په افغاني ټولنه او سیاست کې مناسب ځای نه دی موندلی، چې دا جلا بحث ته اړتیا لري، چې ایا دا د دودیزو سنتونو او اسلامي ارزښتونو له وجې ده او که نور لاملونه هم لري.

دا انګېرنه چې بسیط ولسواک نظام سیاسي قدرت په افرادو پورې منحصر کوي او له سیاسي واک څخه د ناوړې ګټنې زمینه مساعدوي، پوچه ده. لومړی، که چېرې بسیط نظام دا چارې رامنځ ته کولې، اوس به فرانسه، انګلستان، حتا ایران او په لسګونو نورو بسیط ولسواکو او حتا غیر ولسواکو نظامونو کې افراد د تاریخ برخې وی، نه نظامونه او پرمختګونه. دویم، که چېرې بسیط ولسواک نظام د سیاسیونو د ناوړه ګټو سرچینه وی، فډرال غوښتونکي دې د هغو ټولو هېوادونو د سیاسیونو ناوړه  بېلګې وړاندې کړي، چې دوی یې په ملاتړ ویاړي، لکه ایران، ترکیه، تاجکستان، فرانسه، اوزبکستان او داسې نور. درېیم، کله چې بسیط ولسواک نظام کې مسولین د ولس په رایه د ولس له لوري د یوې ځانګړې مودې لپاره ټاکل کېږي، څنګه کولی شي، چې سیاسي واک منحصر او متداوم کړي؟ که چېرې دا هڅې وشي، یعنې ولسواکي او د قانون واکمني نفې شوې او ولس هم بې حسه شوی، ددې حالت تصور هم په فډرال نظام کې کېدی شي او هم په بسیط کې، لکه روسیه او ترکیه، چې یو یې فډرالي دی او بل یې بسیط دی. اساساً مطلقه شاهي، استبدادي، تیوکراسي او کمونېستي نظامونه سیاسي واک په افرادو او ډلو منحصر کوي، چې په ترڅ کې یې د هر ډول ناوړه ګټو تصویر مجسم کېدی شي، لکه روسیه، سعودي عربستان، پاکستان او شمالي کوریا. پاکستان فډرالي دی، خو د هېواد سیاست او منابع د پوځي جنرالانو په لاس کې دي نه د قومي لږکیو او یا فډرالي ایالتونو، روسیه فډرالي نظام دی، خو د ولادمیر پوتین خبره نظام دی، عربستان بسیط نظام دی خو د محمد بن سلمان خبر هم دین دی او هم سیاست، شمالي کوریا بسیط نظام دی خو کیم جون اونګ هم قانون جوړونکی، تطبیق کوونکی او هم قضاوت کوونکی دی. اساساً چېرې چې ولسواکي، قانون واکمني، فردي ازادي او عدالت نه وي، هلته که هر نظام په هره بڼه راشي، سیستم او نظام به افراد نه چلوي، بلکې افراد به سیستم او نظام چلوي.

د قومي فډرال غوښتونکو بنسټیزه ستونزه داده، چې ولسواک فډرال ارزښتونه له مورثي مطلقه شاهي، کمونېستي انارشۍ او یا هم د اخوانیانو له سیاسي اسلام سره پرتله کوي چې افغانستان کې تېر شوي او تمه کوي، چې دې نظامونو باید بشرپاله ارزښتونه تامین کړي وی! د فډرال نظامونو پرتله له مطلقه یا مشروطه شاهی، د اخوانیانو اسلامي نظام او یا کمونېستي سره غیر منصفانه قضاوت دی. په داسې حال کې چې مختلفو هېوادونو د خپلو لېبرال، کمونېستي، دیني، سُنتي او نېشنلستي ارزښتونو او غوښتونو د ښه پلي کېدو په موخه، په ډول ډول سیاسي چوکاټونو فکر کړی او پلي کړې یې دي، ترڅو وطنونه او ملتونه د هغو په ډانچه کې د خپلو هېلو د پوره کېدو په موخه پر مخ ولاړشي، چې اوس هم دا ارزښتونه او غوښتنې د سیاسي افرادو او ټولنو د مبارزو اساس ټاکي. هغه ټولنې چې د اوږد مهالې یا دایمي هوساینې په لټه کې دي، ولسواکي یې منلې او د ولسواکو اصولو په چوکاټ کې خپل ژوند ته یې دوام وربخلی. ډېرو هېوادونو ولسواک ارزښتونه په بسیط نظام کې پالي او لږ شمېر د ځانګړو حالاتو په رڼا کې فډرال نظام یې لازم ګڼلی. اساساً، موږ د نوي افغانستان په مختلفو تاریخي پړاوونو کې نظامونه لرل، خو ولسواک نظامونه مو نه لرل. که چېرې موږ په رېښتینې معنا بسیط ولسواک نظام درلودی او یا مو تجربه کړی وی، پایله یې د قومونو او ولسونو نارضایتي وی، بیا پوښتنې راولاړېدی شوی.

اساساً ولسواک، قانونمند او عادل نظامونه د خپلو وګړو حقوقو ته درناوی کوي، که دا بسیط وي او که فډرال. پاکستان فډرال نظام لري او ترکیه بسیط نظام. ایا پاکستان کې د لږکیو حقوق په سمه توګه پام کې نیول کېږي او که په ترکیه کې؟ ایا په هندوستان کې لږکي خوشاله دي او که په نیوزلانډ کې؟ ددې ترڅنګ، په هر حالت کې دا صدق نه کوي چې فډرالېزم د وړو قومونو قومي او ژبنی هویت پراخوي. که چېرې داسې وای، د پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې به پښتو او بلوڅي ژبې په رسمیاتو کې ګډې وی، په هند کې به انګلیسي او هندې تردې کچې عام والی نه موند. ولسواکي یعنې د خلکو حکومت د خلکو له لوري او د خلکو لپاره، چې دا اساسات په ډېری ولسواکو نظامونو کې تحقق موندی شي، که ظاهري بڼه او نوم یې هرڅه وي. هند د نسبي خپلواکو ساحو څخه د انګلستان په ملاتړ رامنځ ته شوی او دا د مهاتما ګاندي د عدم تشدد او د جواهر لال نهرو او د ګانګرس حزب سېکولره او ولسواکه اېډیالوژي او پالیسۍ وې، چې د هند له پاشل کېدو یې تر څه بریده مخنیوی کړی، خو اوس کتل کېږي، چي د بهارت د خلکو ګوند د مودي په مشرۍ د هندوېزم د تاریخي مدنیت د ژوندي کولو پالیسي پرمخ وړي او په وروستیو کې د بابري مسجد نړېدل او پرځای یې د رام مندر جوړل به د ټولو په یاد وي.

د فډرالېزم فلسفې ته په کتو، د افغانستان واقعیتونو او عیني او ذهني شرایطو په پام کې نیولو او د نړۍ د سیاسي نظامونو او دولتونو تجربو او د سیاسي نظامونو ښېګڼو او نیمګړتیاو پر بنسټ، د قومي فډرال غوښتونو اټکلونه او طرحې یا خیالي او غیر عملي دي او یا هم د تجزې له ارمان سره ملې دي. فډرال غوښتونکي د اذهانو د تېر اېستلو او یا د ځان له تاریخي پلوه د مظلوم واقع کېدو په تبلیغ د فډرالېزم غوښتنې کوي، چې ځینې یې مستقیم د بغض او تنفر په اساس د فډرالېزم پایله، چې تجزیه ده څرګندوي، او ځینې هغه ارماني یې بیا ځان ولسواک او لېبرال راپېژني او د فډرالېزم په چوکاټ کې د ازادۍ، برابرۍ او د ترقۍ او تعالی بیانونه کوي، چې ممکن د ځینو نیتونه صاف وي او د یوې خیالي ټولنې رومانټیک تصویر یې په ذهن کې ترسیم کړی وي، خو ډېری هغه یې په ظاهراً دا ډول بیانونه کوي، خو رفتار، اعمال او افکار یې غیر ولسواک او غیر هېوادني دي. د بېلګې په توګه، ځینې هغه قومي فډرال غوښتونکي چې له هېواده بهر په ټولنیزو رسنیو کې  د سیاست میدان ګرم ساتي، ظاهرآځان لېبرال او سېکولر معرفي کوي، خو شفیع دیوانه چې په شهیدانو به یې ګډا کولې ( رقص مرده ) اتل ګڼي، ځینې یې بهرنیو مستبدو اخوندانو ته قصیدې لیکي او ځینې یې حبیب الله کلکاني چې د ټولو بشري حقوقو خلاف کړنې یې کولې، اتل بولي او د نورو افغان قومونو روڼد اندو او هېواد پالو ته د فاشست، قبیله ګرا او ترورېست اصطلاحګانې کاروي!

له فډرالېزم څخه دقومي فډرال غوښتونکو ناسمې انګېرنې او شننې

که د نړۍ تاریخ ته وکتل شي، ملتونو ډول- ډول ټولنې په مختلفو تاریخي پړاوونو کې تجربه کړي. بشري ټولنې خپل مزل له لومړنۍ یا طبیعي ټولنې پیل کړی، ملک الطوایفي، فيوډالي او د پانګه والۍ له تجربو وروسته،  ملي ولسواکو دولتونو ته لار پرانېستل شوې. د پرمختللو فډرال دولتونو مطالعه موږ ته دا را په ګوته کوي، چې حتا د خپلواکو سیاسي واحدونو د انضمام سره -سره، د فډرال سیاسي نظامو پوخوالي پېړیو وخت نېولی، لکه د امریکې متحده ایالات چې د فډرال سیاسي نظام بشپړتیا یې دوه پېړۍ وخت نیولی، په داسې حال کې چې د خپل وخت د ملت-دولت جوړونې له ابزارو یې کار اخیستی. په هره پېړۍ کې د ملت جوړونې ابزار توپیر کوي. په اتلسمه او نولسمه پېړیو کې ملت جوړونه په جبر، زور او حذف شوې، خو په یویشتمه پېړۍ کې چې د نړیوالتوب، نړیوالو ادارو، ولسواکیو، ټولنیزې مېډیا او د مصنوعي ځیرکتیا دور دی، هر فرد ځان ته حق ورکوي، چې خپل غږ او ځای ولري او هېڅ حکومت نه شي کولی چې دا غږ غلی کړي، مګر داچې ځان ولس او نړۍ سره مقابل کړي لکه د طالبانو حکومت.

ظاهراً فډرال غوښتونکي قومي سیاستوال داسې انګېري، چې د فډرالېزم بنسټیزه موخه د قومي او مذهبي هویت په رسمیت پېژندل او د عدالت او برابرۍ تضمین دی، ځکه خو فډرالېزم اهمیت په نړۍ کې ورځ تر بلې زیاتېږي او له سیاسي پلوه شلمه پېړۍ د فډرالیزم پېړۍ وه. دوی داسې فکر کوي، چې فډرال سیاسي نظامونه په نړۍ کې بریالي نظامونه دي او د فډرالېزم په منلو ولسواکي، د قانون واکمني او د قومونو پرمختګ تضمین کېږي او د قدرت انحصار له منځه وړي، ځکه چې د  نړۍ پرمختللي دولتونه فډرال سیاسي نظامونه لري، لکه د آمریکا متحده ایالات، سویس او استرلیا. ددوی په باور، په فډرال غوښتنه کې د افغانستان قومي فډرال غوښتونکي يوازې نه دي، بلکې ځینې د نورو هېوادونو شنونکي او سیاسیون د افغانستان لپاره فډرالېزم غوره ګڼي. قومي فډرال غوښتونکي استدلال کوي، چې فډرالېزم يوازې د خپلواکو ایالتونو له انضمام ( یوځای کېدو ) څخه نه رامنځ ته کېږي، بلکې د مرکزي دولت له انقسام ( په مختلفو ایالتونو له وېش ) څخه هم رامنځ ته کېږي.

ښه به وي چې د قومي فډرال غوښتونکو د پورته انګېرنو او شننو شننه وکړو، چې رښتیا هم هغه څه چې دوی یې وايي، په نړۍ کې عملاً ځای لري او که نه؟

دقومي فډرال غوښتونکو دا انګېرنه، چې شلمه پېړۍ د فډرالېزم پېړۍ وه، په واقعیت نه ده ولاړه او هم له عملي او تیوریکي اړخه ناسم برداشت او قضاوت دی. اساساً شلمه پېړۍ د خپلواکۍ او ولسواکۍ پېړۍ وه. د ولسواکۍ په درېیمه څپه کې چې د ۱۹۷۰ څخه یې تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې وغځېده، د ولسواکو هېوادونو شمېر له ۳۵ څخه ۱۱۰ ته پورته شو، چې د عمومي ټاکنو له لارې یې د واک د لېږد او ترلاسه کولو هوکړه وه، خو حتا د ټولې شلمې پېړۍ په ترڅ کې يوازې څو محدود هېوادونه، چې ډېری یې له خپلواکو سیاسي واحدونو تشکیل شوي و، په ځانګړې جغرافیه کې یې قومي تراکم شتون درلود یاجغرافیه وي مساحت یې ډېر لوی و، فډرال سیاسي نظامونه د دولت له بنسټ ایښودنې سره سم غوره کړل، چې ډېری یې له ناکامۍ سره مخ شول.

د بسیطو نظامونو میلان فډرالېزم ته یا دا چې بسیط ولسواک نظامونه فډرال ته اوختي وي له واقعیت سره واټن لري. داچې فډرالېزم د واحدې جغرافې له انقسام څخه هم رامنځ ته کېږي، له تیوریکې پلوه جالب بحث دی، خو په عمل کې یا شتون نه لري او یا هم شتون یې ټوټه کېدونکې او د ناکامۍ پایلې له ځان سره لري. په بله وینادا چې فډرالېزم يوازې د خپلواکو ساحو له انضمام څخه نه رامنځ ته کېږي، د فډرال نظام اساسي فلسفه، چې د خپلواکو ایالاتونو په انضمام سرخي، نه شي ننګولی. د نړۍ داسې پرمختللی او ولسواک فډرال دولت نشته،چې د خپلواکو ساحو له انضمام څخه پرته رامنځ ته شوی او یا بریالی شوی وي. تر دې دمه هېڅ داسې کوم واحد هېواد نشته، چې  له پېړیو موجودیت وروسته، په اصطلاح د قومونو د ځواکمنتیا یا د سیاسي ساختار ډېموکراټ کولو په موخه یې فډرالېزم رامنځ ته کړی وي، خو داسې ډېر هېوادونه شته چې په نړیوال کلي کې د اغېزناک نقش لوبولو په پار او د ولسونو د هوسا ژوند په خاطر یې سیاسي او اقتصادي لېبرال ارزښتونه منلي او ټیکاو ته یې کار کوي، مګر داچې دا پروسې د کوم پاپولست ښکار شي، چې د ځان په خاطر هر څه تر ګواښ لاندې راولي، لکه نرندرا مودي، رجیب طیب اردوغان، ډونالډ ټرمپ، پوټین او داسې نور.

ښه به وي چې د نیپال او عراق بېلګې په څه تفصیل ولیکو، ځکه چې ددې غیر واحده ټولنو بسیط نظامونه وروسته له ډېر اړو دوړ څخه فډرال ته اوختي. د نيپال ټولنه او سیاست له کلونو را پدېخوا فیوډالي یا د ځمکه وال خصلت لري. ترڅو فیوډالي نظام له منځه یوسې، په ۱۹۹۶ کال کې ماوېستي غورځنګ رامنځ ته شو او د مرکزي فیوډالي نظام پر وړاندې یې وسله واله مبارزه پیل کړه. د لس کلنې جګړې غځېدا د نيپال حکومت او ماوېستان ستړي کړل، پایله دا شوه چې فډرالي نظام به رامنځ ته کېږي، ترڅو د نیپال فیوډالي د پای ټکی ومومي، خو د وخت په تېرېدو بیاهم فيوډالان په واک کې پاتې  شول، مرکزي واک یې وغځوه یا یې ایالتونو ته لازمه واکونه ور نه کړل او یا یې هم خپل افراد ځای پر ځای کړل، ترڅو د Patronageاو Rent Seeking څخه په ګټنې د سیاسي واک تداوم ډاډمن کړي، ځکه خو ځینې سیاسي شنونکي نیپال ته د Feudal Federalism   سیاسي نظام اصلاح کاروي. بل پلو کله چې د امریکا متحده ایالتونو په عراق خپل واک راوست، په ۲۰۰۵ کال کې یې کردي فډرالېزم ورته رامنځ ته کړ، چې په ترڅ کې یې يوازې کردستان ډېر واکونه ترلاسه کړل، چې اوس د یو خپلواک دولت په لور هڅې کوي. د عراق کردستان به خپله خپلواکي اعلانوي، ځکه خو یې رېفرنډم وکړ او غوث اکثریت د کردستان د خپلواکۍ رایه وکاروله، خو د وخت د اړتیاو پر بنسټ، د نړۍ په نه رسمیت پېژندل او په سیمه کې د نورو کړکېچونو د مخنیوي په پار، د کردستان د خپلواکۍ پروسه وځنډېده. په عراق کې نه ولسواکي ټینګه شوه او نه اقتصاد وغوړېد، بلکې د عراق د تجزيې ګواښ زنګ ووهل شو، ځکه د عراق مرکزي حکومت ځینې داسې کړنې لاس لاندې ونیولې، چې ترڅو مرکزیت ځواکمن او کردي فډرال واکونه کمزوره شي، ترڅو ځواکمن مرکزي نظام ته لار بېرته هواره کړي او د عراق د تجزيې مخه ونیسي. په یو څو نورو فډرال هېوادونو به تم شو. له تاریخي پلوه ا رجنټاین مختلفي خپلواکه جغرافې لرلې، چې ډېر وخت یې پخپلو منځونو کې خونړۍ جګړې کړي. کله یې چې له هسپانیا خپلواکي ترلاسه کړه، د ارجنټاین مختلفو خپلواکه ساحو په کنفډراسیون هوکړې ته ورسېدل، ترڅو فډرال سیستم ته لار هواره شوه. په لاتینې امریکا کې په لمړي ځل ونزوېلا په کال ۱۸۱۱ کې فېډرېشن رامنځ ته کړ، خو د وخت په تېرېدو په ځانګړې توګه په یويشتمې پېړۍ کې د ونزوېلا فډرالېزم رنګ بایلود او یو متمرکزه نسبتاً استبدادي حکومت چارې پر مخ وړي. بل لور ته د برازیل امپراطورۍ ډېر ځواکمن مرکز رامنځ ته کړی و او ټولې چارې له مرکزه پرمخ تللې، خو د نظامي کودتا په ترڅ کې چې امپراطو یې وپرځوله، برازیل په ۱۸۹۱ اساسي قانون په ترڅ کې فډرال دولت رامنځ ته کړ.د مکسیکو امپراتوري ډول – ډول جغرافیه وي ساحې رامنځ ته کړې وې ترڅو یې لازم مدیریت وکړي، خو چې کله امپراتوري سقوط شوه، سمدلاسه یې فډرال سیستم غوره کړ، ځکه چې امپراتورۍ فډرالي خصلت رامنځ ته کړی و. که ددې ټولو هېوادونو حالات په غور وڅېړل شي، یو یې هم له بسیط یا له ولسواکه بسیط سیستم څخه فډرال ته نه دي اړول شوي.

دا انګېرنه هم کوم ځانګړی بنسټ نه لري، چې فډرال کثیر القومي هېوادونو ته مناسب دی ځکه، چې په بسیط ولسواک نظام كې د لږکیو (اقليتونو) حقوق نه وركول كېږي، نو همدا ده چې ملي یووالی نشي ټینګېدی، ځكه بايد فدرال ايالتونه منځته راشي، چې نه یوازې په کثرت کې وحدت رامنځ کېږي، بلكې لږکي دخپلو حقونو څخه برخمن کېږي. د بېلګې په توګه، د اروپايي ټولنې۱۳ هېوادونه غیر متجانسې ټولنې لري، خو یوازې یو هېواد چې هغه بلجیم دی فډرال نظام لري، که چېرې دا خیالات سم وی، ولې ټوله اروپايي ټولنه فډرال نه مني، خو بل پلوه جرمني او اوتریش چې متجانسې ټولنې دي، فډرال نظام یې غوره کړی. د فډرالېزم دا اصل چې د اقلیتونو د حقوقو په بهترینه توګه تامینونکی دی، په عمل کې سم ندی ثابت شوی، چې پاکستان، هندوستان او روسیه یې ښې بېلګې دي. ایا په پاکستان کې د پښتنو، بلوڅو او هندوانو حقوق تضمین شوي؟ هېڅکله نه، بلکې ډېری یې له لومړني انساني حق څخه، چې ژوند دی، محروم دي. ټولیزه ارزونه داده، چې په فډرالي نظامونو کې د اقلیتونو حقوق ترپښتو لاندې کېږي او کله چې په فدرال ایالت کې کلتوري اقلیتونه موجود وي، د جګړې زېری له ځان سره لري. بل پلو، په نړۍ کې یوازې ۱۴ سلنه هېوادونه متجانسې ټولنې دي، چې دې امر يوازې د هغو د ملت جوړنې پروسه اسانه کړې، خو پاتې نورو غیر متجانسو ټولنو فډرال ته کومه بهانه نه ده رامنځ ته کړې، که چېرې داسې وی، اوس به د نړۍ ټول هېوادونه فډرالي وی، چې د ډېرو په تجزې سره به د هېوادونو شمېر سلهاوو ته پورته شوی وی. د څو ثانیو لپاره به فکر وکړو چې فډرال واقعاً د اقلیتونو قومي، ژبني او مذهبي حقوق خوندي کوي او د شلمې پېړۍ دا پورته هېوادونو د همدې موخې د تحقق لپاره فډرال سیاسي نظامونه غوره کړي، ولې په بلوچستان او د پښتونخوا پښتنو ته قومي او هم ژبني حقوق خوندي نه دي؟ ولې په هند کې د مسلمانانو وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي؟ ولې د روسي مسلمانان د طبیعت قانون ته پرېښودل شوي؟ ولې پرمختللو غربي فډرال ټولنو کې یوازې د اکثریت ژبې په ټولو زده کېږي؟ افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې بېلابېل قومونه او ژبې او په یو دین کې دوه مذهبه هم لري. په داسې حال کې چې د نورو ډېرو هېوادونو غیر متجانس والی دیني هم دی. خو بیا هم یو بسیط دولت لري او د دولتونو د پیاوړتیا پروسې یې روانې کړي.

که چېرې فډرالي نظام یوازینی ولسواک نظام وی، فرانسه چې د ولسواکۍ او د بشري حقوقو د انقلاب مرکز بلل کېږي، فډرالي نظام به یې غوره کړی او یا هم په فرانسته کې به ولسواکي نه وه واکمنه. ولسواکي یعنې د خلکو حکومت د خلکو له لوري او د خلکو لپاره، چې دا اساساًت په ډېری ولسواکو نظامونو کې تحقق موندی شي، که په هر ظاهري شکل پوښل شوی سیاسي نظام  ولري. فډرالېزم منحیث د تیوري د ولسواکو نظامونو یو یو ډول دی، خو دا ادعا چې فډرالېزم ولسواکي تضمینوي، یو ناسم برداشت دی. د بېلګې په توګه، هغه هېوادونه چې فډرال نظامونه لري، ۱۱ هغه یې د غیر ولسواکو هېوادونو په کټګورۍ کې راځي، البته ځینې به یې انتخاباتي ولسواکي ولري، خو د ولسواکۍ اساسي فلسفه او ارزښتونه یې له پامه غورځولي، لکه روسیه، پاکستان، وېنزوېلا او داسې نور. د روسي فډرالي سیستم ستالین رامنځ ته کړ، چې د تاریخ یو له ظالمو دکتاتورانو څخه دی او د مرکزي کمونېستي سیستم یو له اصلي څېرو څخه چې نه یې فډرال ارزښتونه پېژندل او نه هم قومي او دیني هویتونه.  له شک پرته چې د افغانستان له لومړي اساسي قانون څخه تر د ۱۳۸۲ اساسي قانون پورې د بسیط نظام بحث کړی او حکومتونه یې پر بنسټ پر مخ تللي، خو موږ ولسواک نظام نه درلود. د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل په ۲۰۰۴ کال ټاکنې شوي، د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې ولسواکي په کاغذ موجوده وه او د مشق او تمرین هڅې یې شوي، خو د هېواد عیني او ذهني شرایطو، بهرنیو لاسوهنو او جګړې ددې مجال رامنځ ته نه کړ، چې د ولسواکۍ د بنسټیزه کېدو پروسه پرمخ ولاړه شي. که چېرې موږ ولسواک او د قانون نظام درلودی،  ولسواک بسیط حکومت پایله نه وه ورکړې بیا ولس پخپله خپله رایه د رېفرنډم له لاري څرګندوله، خو موږ تر دې دمه ولسواکي نه ده ازمایښت کړې، ترڅو ولس ته مسوول او ځواب ویونکی حکومت او مقننه قوه ولرو.

دا ادعا چې فډرالېزم د قدرت انحصار له منځه وړي، لکه د نورو انګېرنو په څېر هڅې یوه خیالي اند دی. که چېرې داسې وی په روسیه، پاکستان او نورو فډرال دولتونو کې به اوسنی وضعیت واکمن نه وی. د رژیمونو ډول دی چې د سیاسي انحصار او ولس سره د سیاسي واک د سرچینې ډول روښانه کوي، لکه لېبرال ډيموكراټ، سوسيال ډيموكرات، مشروطه شاهي، مطلقه شاهي، ديكتاتوري، مجموع ټولواكي، تيوكراتيك اقتداري، قبيلوي اقتداري او كمونيستي اقتداري او هم ددولت سيستمونو پورې تړلې وي چې ايا په يوه هېواد كې رياستي، پارلماني او كه داسې نور سيستمونه دي. مثلاً پاكستان فډرالي سياسي نظام لري، خو ولې د جنرال پروېز مشرف په دوره كې پاكستانيانو د سختې ديكتاتورۍ لاندې شپې او ورځې تېرې كړې او تر دې دمه سیاست د پوځ په واک کې دی او هم داسې اټکل کېږي، چې پوټین به تر خپل مرګه د روسې مشري کوي.له شک پرته، چې د امپراتوریو، کمونېزم، مطلقه شاهي نظامونو، استبدادي حکومتونو او سُنتي او دودیزو سیاسي چوکاټونو زمانه نده، بلکې د عصر د بشري ټولنې مقتضی ازادي، خپلواکي، ولسواکي او د قانون واکمني ده، چې دې ارزښتونو او غوښتنو د نړۍ په ډېرو غیر فډرال نظامونو مخصوصاً په بسیط ولسواک نظامونو کې په ښه ډول تحقق موندلی.

لکه څرنګه چې د قومي فډرال غوښتونکو پورته انګېرنې او شننې تر ډېره خیالي دي، په همدې ډول، که چېرې یوازې فډرال نظامونو موډرنېزم راوستی یا د ټولنې خیر او فلاح یې ډاډمنه ولی، اوس به ټول ولسواک او موډرن دولتونه  فډرالي وی. هغه ټولنې چې د موډرنېزم بنسټ اېښودونکي دي، لکه فرانسه او انګلستان تر دې دمه فډرال نظامونه نه لري، انګلستان شاهي پارلماني نظام لرونکی دی او فرانسه د ریاستي نظام پیاوړی بسیط دولت لري. فډرال په ټوله نړۍ کې یو معمول امر نه دی، چې افغانان دې ترې محروم وي، او نه هم فډرال د ولسواکۍ تضمین کوي او نه هم د پرمختګ لازمي اسباب جوړي، بلکې فډرال یو ځانګړی مجبوریت دی، چې ډېری وخت د تمې خلاف پایلې لري. تردې دمه نه له منطقي او نه هم له تجربي اړخه دا ثابته شوې، چې يوازې فډرالېزم یوه ټولنه له سنتي مرحلې څخه موډرن وضعیت ته اړوي، هغه ادعا چې )ارماني ( قومي فډرال غوښتونکي یې مطرح کوي. داسې هم شوي، چې ډېرې ټولنې له ولسواک نظام پرته مډرنې شوي، لکه روسیه، چین، سېنګاپور او داسې نور…

 بل لور ته ظاهراً ځینې قومي فډرال غوښتونکو د افلاتون او د توماس مور ارماني نړۍ  ترسيم کړې، چې په فډرال ایالتونو کې به واک له ښکلو او سپېڅلو خلکو سره وي، قومي فډرال غوښتونکي به د ګاندهي، نېلسن ماڼدېلا اوجېفرسن په څېر خپلې ټولنې رهبري کوي، ازادي په وي، اقتصادي پرمختګ به وي، عمري عدالت به ټینګ وي او د ځمکې پر سر به جنتي فضا حاکمه وي. دا انګېرنه چې فډرال سیاسي نظام د ښې حکومتوالۍ، له فساد سره د مبارزې، قانون واکمنۍ، ولس ته حساب ورکونه، د حکومت اغېزمنتوب، ولسواکۍ، انساني ازادۍ، بشري پراختیا، د وګړو عایداتي برابرۍ او د بشري حقونو په ټینګښت کې نسبت بسیط ولسواک نظام ته مثبت ثابتېدای شي، تجربي او مستند استدلا نه دی. ښه به وي، چې په دې برخه کې د منل شوو شاخصونو او انډېکسونو پر بنسټ، لس غوره هېوادونو په لاندې ډول پرتله وکړو، چې په ترتیب د نړۍ د ټولو هېوادونو په کچه، له لمړي تر لسم مقام لري:

ښه حکومتوالي: له سویس پرته چې دویم ځای لري، نور ټول ۹  واړه هېوادونه، لکه اېستونیا، ناروي، ډنمارک، سویډن، ایرلانډ، لاکزمبورګ، نیدرلانډ، فنلانډ او نیوزلانډ هېوادونه د فډرال سیاسي نظام په چوکاټ کې دې مرحلې ته نه دي رسېدلي.

د فساد ټیټه کچه: يوازې  سویس او المان په ترتیب په اووم او نهم مقام کې ځای لري او اته نور هېوادونه، چې بسیط سیاسي نظامونه لري، لکه ډنمارک، فنلنډ، نیوزلانډ، ناروې، سېنګاپور، نیدر لانډ، سویډن او لاکزمبورګ د فساد کچه یې ټیټه ساتلې.

د قانون واکمني: يوازې  سویس او اوتریش په ترتیب په اووم او لسم مقام کې ځای لري او اته نور هېوادونه چې بسیط سیاسي نظامونه لري، لکه فنلنډ، ډنمارک، سېنګاپور، لاکزمبورګ، ناروې، سن مارینو، نیوزلانډ او  لېکټېنسټاین د قانون په واکمنۍ کې د هېوادونو د لست په لوړ ځای کې دي.

د ولس غږ اورېدنه او حساب ورکونه: په دې برخه کې سویس درېیم او کاناډا لسم ځای لري او نور په ترتیب بسیط نظامونه دي، چې ولس ته د حساب ورکونې په برخه کې لوړ مقام لري، لکه نیوزلانډ، فنلانډ، ډنمارک، لکزمبورګ، نیدرلانډ، سویډن او ایرلنډ.

د حکومت اغېزمنتوب: د حکومت اغېزمنتوب کې يوازې سویس درېیم ځای لري او دا پاتې نور ۹ هېوادونه په ترتیب، سېنګاپور، موناکو، ډنمارک، ناروې، لاکزمبورګ، سنمارینو، فنلانډ، جاپان او هانګانګ د حکومتونو اغېزمنتوب کې لوړ ځای لري.

خوشالي: د نړۍ په لسو خوشاله ترینه هېوادونو کې يوازې سویس اتم ځای نیولی او نور پاتې نهه هېوادونه په ترتیب تر اتمه او لسم ځای لري، خو دا ټول نهه هېوادونه فډرالي نظامونه نه لري.

ولسواکي: په لسو بهترینه ولسواکو نظامونو کې يوازې استرلیا او کاناډا په نهم او لسم مقام کې ځای لري، بلکې نور اته بسیط ولسواک نظامونه لري، خو بهترینه ولسواکي تمثیلوي، لکه ناروې، نیوزلانډ، فنلانډو سویډن،ایس لانډ،ډنمارک، ایرلانډ او تایوان.

انساني ازادي: هغه لس هېوادونه چې نسبت نورو ټولو هېوادونو ته د انساني ازادي کچه یې لوړه ده، له سویس پرته نور ټول ۹ هغه یې بسیط سیاسي نظامونه لري.

بشري پراختیا: بشري پراختیا چې د هېوادونو پرمختګ په ښه توګه منعکسه کوي، له سویس، استرلیا او المان پرته دا نور اووه هېوادنه غیر فډرال نظامونه لري، خو بشري پراختیا یې ډېره لوړه ده.

د عاید واټن: هغه لس هېوادونه چې د وګړو ترمنځ یې د عاید ترمنځ ډېر واټن نشته، يوازې متحد عربي امارت په دې ډله کې راځی او پاتې نور ۹ یې هغه نظامونه لري، چې فډرال نه دي.

د بشري حقونو ټینګښت: هغه لس هېوادونه چې نسبت نورو هېوادونو ته بشري حقوقونو ته ډېر درناوی لري، کاناډا، سویس او استرلیا په ترتیب په شپږم، نهم او لسم مقام کې دي، خو نور ټول له لمړي تر شپږمه او اتم او نهم نمره لرونکي هېوادونه بسیط سیاسي نظامونه لري.

د پورته شاخصونو ترڅنګ، د کلتوري رنګارنګۍ مسله هم باید یاده کړو. هغه لس هېوادونه چې دیني او مذهبي تنوع یې د نړۍ په کچه لوړ حد لري، له هندوستان او متحده عربي اماراتو پرته، پاتې نور ټول یې بسیط سیاسي نظامونه لري، لکه لبنان، اندونېزیا، پاپونیوګیني، بحرین، ایران، اردن، مصر او اسرایل او داسې نور ډېر هېوادونه، چې خپل پایښت او پرمختګ په غیرفډرال نظام کې ویني. ددې ترڅنګ، هغه هېوادونه چې د قومي شخړو شاهدان دي، لکه میانمار، بورنډي، ایران، ترکیه، ګانا او داسې نورو له فډرال نظام څخه ځکه ډډه کوي، ترڅو د ټوټه کېډو مخه ونیسي. له نېکه مرغه افغانستان هېڅ وخت د قومي شخړو شاهد نه دی او قومي شخړې د افغانان ترمنځ تل مردودې او د افغاني ارزښتونو، انساني کراماتو او اسلامي احکامو خلاف کرکجن عمل او چلندګڼل کېږي، ځکه خو هغه کسان چې د افغانستان بدمرغۍ ته د قومي شخړو رنګ ورکوي، افغانانو بې واکه او بې ځواکه کړي، چې په دې مسله به بله برخه کې نوره رڼا هم واچوو.

کله چې قومي فډرال غوښتونکي د فډرالېزم ځانګړتیاوې او د قوت ټکي بیانوي، د امریکا متحده ایالاتو، استرلیا او د سویس بېلګې وړاندې کوي،  خو هېڅکله ددې بیان نه کوي، چې ددې هېوادونو د فډرالي کېدو لاملونه او پروسې کومې وې، ددې هېوادونو سیاسي پروسې، ملت – دولت جوړونه له کومو پوړونو تېره شوي او څه ډول رهبرانو یې دا پروسې رهبري کړي او د کومو موخو په پار. د امرېکې، سویس او استرلیا د فډرالي نظامونو بېلګې د بریالیو بېلګو په توګه یا اشتباه یا په غرض ده. د بېلګې په توګه، ایا موږ کولی شو، چې ابراهم لینکولن له عبدالطیف پدرام، ګاونډی کاناډا یې له ګاونډې پاکستان او ایران، د ایالتونو انضمام یې له واحد افغانستان او د ولسونو وېښتیا او موخې یې د افغانستان له عیني او ذهني شرایطو سره پرتله کړو؟ کله چې دا کار نه شي کېدی، ولې یې د فډرال نظام کاپي د افغانستان لپاره لازمه بولئ؟هېڅ فډرال نظام د هغو موخو په پار نه دی رامنځته شوی، کوم چې قومي فډرال غوښتونکي یې ظاهرآ په لټه کې دي. د نورو هېوادونو فډرال غوښتونکو په هېڅ صورت د افغانستان فډرال غوښتونکو سره د پرتلې وړ نه دي، ځکه دا قومي فډرال غوښتونکي د هېواد له هویت او موجودیت سره ستونزه لري، له نورو هېوادونو سره ځان له قومي، ژبني او مذهبي پلوه تړلي ګڼي، له افغان قومونو، تاریخ او جغرافې څخه ځان پردی ګڼي او ډېری وخت یې د تجزې او بې روي قومي هویتونو مبارزې د لوی ګواښښ زنګ ټنګوي.

که چېرې قومي فډرال غوښتونکي د افغانستان سیاسي او ټولنیزو حالاتو ته په غور پام وکړي، د ډېرو په اند،شونې ده چې نظر یې د فډرالېزم خلاف تغیر و مومي، ځکه چې پخپله ځان ګردآب ته غورځوي. چا چې د فډرال غوښتنې کړي، یا له فډرالېزم او افغانستان څخه سم معلومات نه لري او یا هم کومه پروژه پلې کوي. بل لورته پخپله ځینې قومي فډرال غوښتونکي دا مني، چې فډرالېزم له فساد، بې عدالتۍ او د ولسواک نظم له منځه تللو څخه مصون نه دی. ځینې یې فډرال هغو هېوادونو ته مناسب ګڼي، چې لویه جغرافیه ولري او یا متراکمه قومي یا دیني ډلې ولري او په ورته وخت کې دا مني، چې فډرالېزم په هغه حالاتو کې ناکامه طرحه ده، چې د سیاسي ډلو ترمنځ درنښت، قانون ته درناوی او هېوادیني هویت ته حس نه وي. خو ددې ټولو با وجود کوښښ کوي، چې هغه اجنډاوې پلې کړي، او په دې هم ښه پوهېږي، چې د فغانستان د فډرال پایله څه ده؟

د نړیوالتوپ په درشل کې، هېوادونه هڅې کوي، چې له ملي واکمنۍ څخه یې کمی وکړي، او له ملتونو پورته سازمانونو ته واک ورکړي، ترڅو یې ملي ګټې لا خوندي شي، خو قومي فډرال غوښتوکي دا وړه جغرافیه په نورو خپلواکو جغرافیو وېشي پداسې حال کې چې د لېبرال او د نړیوالتوب بحثونه ظاهراً له ټولو همدی ډېر مطرح کوي. دا دور د نولسمې یا د شلمې پېړۍ زمان نه دی، چې دولتونه هرڅه وغواړي هغه وکړي، بلکې د ټولو دولتونو کلاسیک حاکمیت نه دی پاتې، د نړیوالتوب څپو ملتونه او دولتونه سره تړلي او دولتونه نه شي کولی چې د خپلو ولسونو انساني کرامات او بشري حقوق تر پښتو لاندې کړي، که چېرې د کلاسیکې واکمنۍ او مستبدانه کړنې غوره کړې، منزوي کېږي.

واقعیت دادی چې بنسټیز فډرال ارزښتونه پرته له پرمختللو او ولسواکو غربي نظامونو، د نړۍ په هېڅ فډرال دولت کې بازار نه لري، د ډېری هغو هېوادونو چې فډرال نظام لري، يوازې چوکاټ یې فډرالي دی، حتا ولسواک هم نه دي او دا لړۍ په همداسې وي، ځکه چې دا ددې هېوادونو د ټولنو او سیاستونو رېښتینې څېرې دي، مګر داچې په بنسټيزه توګه مثبت سیاسي بدلون رامنځ ته کړي.هغه پرمختللي هېوادونه، چې نظامي ځواک، اقتصادي ځواک، سیاسي اغیز، ولسواکي او د قانون حاکمیت له ځواکمن مرکزي دولت او هېوادوال او ملت پال سیاسیون او ویښ او واحد ملت ولري، د هر ډول ولسواک نظام سیاسي چوکاټ کې بریالی مزل وهلی شي او کولی شي، چې فډرال چوکاټ غوره او په اغېزمنه توګه پرمخ ولاړ شي، لکه برتانیه، فرانسه او حتا چین او په همدې ترتیب نور هېوادونه. کتابي فډرالېزم او د پرمختللو غربي هېوادونو پرمختللي فډرال نظامونه، چې نه د تجزې له ګواښ سره مخامخ دي او نه هم کومه جدي ملي مسله پر مخ لري، پرتله له وروسته پاتې هېوادونو فډرال نظامونو سره، چې له عصبیت، افراطي قوم پالنې او کرکې څخه ډک دي، علمي بنسټ او منطقي دلیل نه لري.

ولې فډرال غوښتنه؟

کله چېرې د قومي فډرال غوښتونکو، باورونه، اعمال او چلند وینو، لاندې پایلې ترلاسه کولی شو:

لومړی، په هېواد کې وروستیو څلوېښت کلونو ناخوالو، د بهرنیو لاسوهنو او د نړیوالو قدرتونو ترمنځ سیالیو، ځینو ته سیاسي اجنډا په لاس ورغلې، ترڅو افغانستان د نورو د نفوذ حوزه او یا هم بل پرې واک ( Suzerain) حاکم کړي. دا قومي سیاسیون ددې هېوادونو د اجنډاو په تطبیق کې مخلص ښکاري او هڅې یې کړي او لا یې کوي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي. د بېلګې په توګه، جنرال عبدالرشید دوستم او محمد کریم خلیلي چې له ایرانه او له تاشکنده یې حتا د هزارستان او ترکستان نقشې او طرحې له ځان سره راوړې وې، خو طرې یې په پاڼو کې پاتې شوې.

دويم، دا ډله قومي سیاستوال په پوره خبرتیا  او اګاهي د قومي عصبیت او کرکې پر بنسټ د فډرال د رامنځته تګ په فکر دي، خپلو موخو ته د رسېدو په موخه له فډرالېزم منحیث د وسیلې ګټه پورته کوي. د افغانستان د فډرال خوبونه محقق کېدی نه شي، خو قومي سیاستوال په دې ډول خپلې عقدې سړوي. د بېلګې په توګه، عبد اللطیف پدرام په نوم یو بېلتونپال تل هڅه کوي، چې په افغانستان کې قومي جنګونو ته لمن ووهي او له دې لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.

درېیم، ځینې قومي انګېزه لرونکي ځوانان په ناپوهۍ او د معلوماتو د نشتون له امله فډرالېزم په خیالي او رومانټیک ډول مطرح کوي، په دې فکر چې د فډرالېزم په پلي کېدا به افغانستان، لکه د امریکا متحده ایالات، سویس او یا د اسټرلیا په څېر شي. که چېرې دا ډله ژوره مطالعه وکړي او نورو ته د سون توکي نه شي،له ټولو به سرسخت د افغانستان د فډرال کېدو مخالفین وي. د بېلګې په توګه، احمد مسعود چې د احمد شاه مسعود زوی دی، د سویس ماډل فډرالېزم غواړي، خو پلار مرحوم یې په ښکاره ویلي، چې فډرالېزم یعنې د افغانستان تجزیه. دا ځوان ممکن د قدرت په هووسي خوبونو کې ډوب وي او یا هم تعصبي او قومي انګېزې یې پورته تللې وي، چې حتا د خپل پلار خبر نه مني، خو د پلار په نوم او نښان ټول امتیازونه ځان ته منحصر بولي.ځینې هغه یې غواړي د خپل قلم ننداره وړاندې کړي او په ذهن کې خیالي نړۍ یې ځانه ته ترسیم کړې او د سیاسي واک پېښې کوي. دا کټګورۍ په لاندې ډول د فډرال ایالتونو رامنځ ته کول غواړي. له دې یې د عقدو او عدالت برداشت هم کېدی شي:

هرات، فراه، غور، بادغیس او نیمروز د خراسان ایالت

بلخ، میمنه، سرپل، جوزجان او سمنګان شمال ایالت

بدخشان، تخار، کندز او بغلان تخارستان ایالت

وردګ، لوګر،کابل،کاپیسا،پنجشېر او پروان د کابلستان ایالت

کندهار، هلمند، پکتیا، ازرګان او غزني پښتون مېشته سیمه د پشتون زمین ایالت

پکتیکا، ننګرهار، خوست، کونړ، نورستان او لغمان پشتون حدود ایالت

غزني، ارزګان او بامیان غرجستان ایالت

څلورم، ډېری یې په ځان کې دا اهلیت نه ویني چې وشي کولی د مرکزي حکومت واګي په ولسواکه توګه ترلاسه کړي. له ناهیلۍ محلاتو ته پناه وړي ګویا، چې محلاتو کې به تل ددوی حکومت وي. ښه به داوي چې ځان کې اهلیت او پراخه سینه پیدا کړي، او له ټولو افغانانو سره په ګډه، د یو انسان محوره ولسواک نظام په رامنځ ته کېدو کې رول ولوبوي او د مرکزي حکومت چارې دې تر لاسه کړي.د بېلګې په توګه، رمضان بشردوست د هېواد په هره برخه کې پلویان لري او که چېرې په تېر نظام کې فساد او په ټاکنو کې لاس وهنې نه وی او یو ولسواک محور ورته کمپاني مبارزه پیاوړې کړې وی، ممکن د رایو له نظره په لوړ موقف کې وی.

پينځم، ځینې د ځان پالنې په هوسو نو کې غرق دي. کله چې په واک کې وي، فډرالېزم او حتا پارلماني نظام په کلکه ردوي، خو کله یې چې واک نه وي، له احمد شاه بابا (رح) تر دې دمه په نظامونو نیوکې پیل کړي. د بېلګې په توګه، کله چې سرور دانش د ولسمشر لومړی مرستیال و په کلکه یې فډرالېزم ردوه او حتا پخپل کتاب حقوق اساسي افغانستان کې په مشرح توګه فډرالېزم رد کړی او د بسیط ولسواک نظام ننګه یې کړې، خو اوس په فډرالېزم کتاب لیکي.

شپږم، ځینې جګړه ماران او د جګړې میراث خوران، په دې اند دي که چېرې فډرالېزم رامنځ ته شي، ددوی ملک الطوایفي به ټینکه شي او په محلې کچې به خپله میراثي شاهي ټینګه کړي، له مرکزه به په تېښته وي او د قانون واکمنۍ او د بشري حقوقو له احکامو به په امان وي، لکه جنرال مالک، چې د بشري حقونو ناقض او د ډېرو افغانانو قاتل دی، چې باید انتقالي عدالت پرې پلی شي.

اووم، لږ شمېر هعه مفسد او لوټمار جګړه ماران دي، چې د قدرت حرص یې ورځ تر بلې زیاتېږي. په ولسواک ریاستي نظام کې یې قناعت ونه شو، تل په دې هڅه کې و چې څرنګه فرد اول ممکلت شي، خو چې کله پوی شول، چې فرد اول مملکت اخلاص او د ولس رایه غواړي، نورو لارو چارو باندې یې لاس پورې کړی، ترڅو دداسې یوې جغرافې مشري وکړي، چې درې ګونه قواوې لکه اجرايیه، مقننه او قضایه ولري او قوانین توشېح کړی شي.

د ټولو فډرال غوښتنونکو ګډ ټکي دادی چې له بده مرغه د عصبیت او تعصب په ناروغۍ اخته دي، ټول له افغان هویت او له افغانستانه متنفره دي، ټول غواړي، چې مرکزي هسته له منځه ولاړه شي او متراکمه ډلې ټپلې واک وچلوي او په دې ترتیب د افغانستان ناخوالو او حتا تجزيې ته زمینه سازي وکړي. جالبه داده چې ځینې یې له یو لوري قومي فډرالېزم ناشونی ګڼي،خو د قومي او مذهبي هویت د خونديتوب په موخه د فډرالېزم ارمان په ذهنونو کې متصور کوي!؟ د قومي فډرال غوښتونکو د تجزې اجنډاوې او له افغانستانه د کرکې بېلګې کمې نه دي. په دې وروستیو کې قومي فډرال غوښتونکي نجیب بارور نومي شاعر په ډېره سپین سترګۍ پنجشیر ولایت د ایران برخه ګڼي او په ډېر ویاړ د ایراني اخوندانو ترمنځ وايي چې زه د ایران له پنجشېر ولایت څخه یم! جالبه لا دا چې یو لور ته د سېکولرۍ او لېبرال ارزښتونو دعوې کوي، خو بل لور ایراني مستبدو اخوندانو ته قصیدې وايي! د قومي فډرال غوښتونکو فېسبوکي زمزمه کونکي ددې شرم په دفاع کې وايي چې ولې افغانان د لر او بر یو افغان خبره کوي؟ کله چې افغانان دا نعرې وهي، موږ هم دا کار کولی شو! خو دا له یاده باسي چې افغانان که د یو افغان خبره کوي، مرکز یې کابل ګڼي او جلا شوې برخه له ځان سره یوځای کول غواړي، نه داسې چې افغانستان د بل هېواد برخه وګڼي او نورو ته یې حواله کړي.

ځینې قومي فډرال غوښتونکو لېبرال فډرال نظریات د نړیوالو د پام را اړولو او د اذهانو د تېر اېستو په پار مطرح کوي. کله چې د لېبرال ارزښتونو، قانون واکمنۍ، ټولنیز عدالت او پرمختګ موضوع یو لور وي، او ددوی قومي عصبیت او تنفر بل لورشي، بیا یې دریځ په ښه ډول راښکاره شي. د بېلګې په توګه، غازي امان الله خان چې د خپلواکۍ، ولسواکۍ او د پرمختګ باني ګڼل کېږي، خو قومي فډرال غوښتونکي حبیب الله کلکاني، چې د هیلو او هوسا ژوند مشال یې خاموش او د جهل او تیرو څپرکی یې پرانېست، له دې امله اتل ګڼي، چې اماني یا ددوی په باور د پښتنو واکمني یې ړنګه کړې.

ولې افغانان تل فډرالېزم نه مني؟

نه فډرال سیاسي نظام ذاتآ بهتر دی او نه هم د افغانستان شرایط او حالات د سویس، استرالیا او یا د امریکا د متحده ایالتو په څېر دي. په اسلامي او دودیزو هېوادونو کې حتا ولسواکي په ډېره ګرانه ریښه نیسي، او شته داسې اسلامي پوهان، چې ولسواکي له دین سره په ټکر کې ګڼي او هغه دودیز مشران یې بیا غیر عیني هڅې بولي.

تاجک افغانان د هېواد په مختلفو برخو کې خواره واره پراته دي او په همدې ترتیب پښتانه افغانان هم د شرق، جنوب، غرب او مرکز ترڅنګ په شمال او شمالشرق کې له اوزبکواو تا جکو افغانانو سره ژوند کوي. د اسلام ترڅنګ چې افغان قومونه یې سره نښلولي، غیر متراکم قومي او ژبني وضعیت، ټولنیز مشترکات، ګډ تاریخ، یو ډول سرنوشت او له پېړیو راهیسې یو هېواد درلودل، هغه فکټورونه دي، چې افغانان یې یو موټی ساتلي او د هر یرغلګر پر وړاندې یې له ملت، هېواد او له ملي نوامیسو په ګډه دفاع کړې. د سیاست پوهانو او ټولنپانو په اند، ټولنیز نظم په پلان شوي شکل منځ ته نه راځي او نه هم دوام مومي، بلکې تاریخي تجربې، ارزښتونه او مشترکات دي، چې د یوې ټولنې په نظام مندۍ کې رول لوبوي، چې دې ته خود جوشه نظم وايي داسې نه ده، چې د قوانینو او فرامینو پر بنسټ رامنځ ته شي. د افغاني ټولنې نظم او ساختار هم د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ نه دی رامنځته شوی، بلکې د سلګونه کلونو پایله ده، چې قومونه یې سره په نه شکېدونکي ډول پییلي. په داسې یو واحد هېواد کې د فډرالېزم مطرح کول افغاني او هېوادنۍ انګېزه نه لري. ښه به وي چې په هېواد کې د خیالي فډرال طرحې شننه په لاندې ډول وکړو:

الف- د قوم پالنې رد د انسانیت، اسلامیت او افغانیت له پلوه: لکه څرنګه چې افغانان د یو ملت برخې دي، د افغان قومونو ترمنځ تعصب له اسلامي پلوه حرام، د انسانیت پر بنسټ ناوړه عمل او د افغانیت په اساس تل مردود دی. د افغانستان قومي او ژبني هویتونه هم له عملي پلوه او هم د قانوني احکامو پر بنسټ، تر بل هر وروسته پاتې ملته ډېر خوندي دي او هر کله چې په دې برخه کې ناخوالې راټوکېږي، مرکزي حکومت کولی شي، چې په مشروع ډول یې حل کړي. که چېرې د هېواد عیني وضعیت ته وکتل شي، دري ژبه حتا له پښتو ډېر ویونکي لري او په ځینو پښتنو سیمو کې دري ویل کېږي، خو د دري ژبو سیمو کې پښتو رسمیاتو کې نشته او ډېری کم غیر پښتانه افغانان پښتو وايي، خو برعکس ډېری پښتانه افغانان دري ویلی شي. اوزبکي ژبه باید په هغو سیمو کې چې اوزبک اوسېدونکي لري رسمیت ولري او اوزبکان وشي کولی ازبکي ووايي او وې لیکي.  د افغانستان  ۲۰۰۴ اساسي قانون پربنسټ، چې نسبي لېبرال او ولسواک ارزښتونه یې منعکسه کول، دولت مصمم و، چې ټولو افغانانو ته يوشان موقع مساعده كړي او ټول هېوادوال د قانون پر وړاندې له مساوي حقونو برخمن او د قانون پر وړاندې ټول ځواب ویونکي و. د بېلګې په توګه:

  • څلورمه ماده: په افغانستان كې ملي واکمني په ملت پورې اړه لري، چې يې په مستقيم ډول خپله يايې د خپلو استازو له لارې عملي كوي، د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه عبارت دی، چې د افغانستان تابعيت ولري، د افغان كلمه د افغان ملت پر هر فرد اطلاق كېږي.
  • شپږمه ماده: دولت د ټولنيز عدالت، د انساني كرامت په ساتلو، د بشر حقونو په ملاتړ ، د اولس واكۍ په تحقق، د ملي وحدت په تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخوكې د متوازنې پراختيا پربنسټ د يوې هوسا او پرمختللۍ ټولنې په جوړولو مكلف دی.
  • شپاړسمه ماده: د پښتو، دري، اوزبكي، بلوڅي، تركمني، پشه يي، نورستاني هزاره يي او په هېواد كي د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري ددولت رسمي ژبې دي، خو دولت د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او پلي كوي، د رسنيو او د راډيو تلوېزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو خپلواكه دي.
  • دوه ويشتمه ماده: د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر ډول تبعيض او امتياز منع دی، د افغانستان اتباع د قانون پر وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري.
  • د همدې اساس قانون د حکم پر بنسټ، شعیه مذهب هم رسمي و او شعیه افغانان یې د احکامو تابع و.

که موږ د پورتنۍ برخې سمه شننه وکړو، هېڅ اسې کوم دلیل نه پاتې کېږي، چې  فډرال نظام حتا د بحث وړ وګرځي.

ب- له پېړیو واحد افغانستان: افغانستان نوی رامنځته شوی یا له ټوټو جوړ هېواد نه دی، چې فډرالي شي او خپل طبیعي وحدت، چې له سلګونو کلونو را روان دی، په لوی لاس وپاشي او د نړۍ له نقشې څخه د ورکېدو لار یې پرانېستل شي. د افغانستان د جغرافيايي وحدت بريا او نېكمرغي پدې كې ده، چې له نېكه مرغه د افغان دولت د بنسټ ايښودوڅخه وړاندې داسې دولتونو یا خپلواکو سیاسي واحدونو شتون نه درلود، چې ځواكمن وي او د یوې ګډې هوکړې له مخې سره یو ځای شوي وي، داسې هم نه دي شوي، چې ددې جغرافې اوسېدونکي ګډ ارزښتونه او نورمونه له سېنټرې پېټل ځواک سره نه درلودل او یا هم د افغانستان بنسټ ايښودنه د نورو خپلواكو ساحو په زور نيونه شوې وي. كله چې لوی احمد شاه بابا(رح) د نوي افغانستان بنسټ په ۱۷۴۷ كال په کندهار كې كېښود، پدې خاوره كې د مېشته ورونو قومونو استازي موجود وو. د ساري په توګه، د احمد شاه بابا (رح)  پټګي باندي صابرشاه كابلي د غنمو وږی كېښود او اوزبک افغانانو د لوی احمد شاه بابا د ځواکونو غوښنه برخه جوړوله،چې دې كار په هماغه وخت كې د ملي غوښتنو او یووالي څرګندونه كوله. كه چېرې د افغانستان نفوس او مساحت د امريكا متحده ایالتونو ترکچې وی، د دولت بنسټ ايښودنه د ۱۳ خپلواکو ساحو د یوځای کېدو پایله وی او وروسته ۳۷ نور ایالتونه په رضا یا د ځواک په کارونې یوځای شوي وی او هغه ډول ټولنیز او سیاسي شرایط یې در لودی، شونې وه چې افغانستان په هماغه وخت کې، لکه د امریکا متحده ایالات فډرالي نظام غوره کړی وی. افغانستان نوی رامنځته شوی دولت نه دی، چې د دولت په سیاسي چوکاټ پر سر شخړو ته یې کار ویلی وي؟ افغانستان د دوه قطبي متراکمه کلتوري هویت جغرافیه هم نه ده لکه بلجیم او نه هم د لوی احمد شاه بابا امپراتوري ټینګه ده، چې په نړېډو به یې له وړاندې موجود محل پالنه شتون ولري، چې په فډرال غور وشي، بلکې افغانستان له پيړیو دا پدېخوا واحده جغرافیه لري، چې قومونه یې سره اخوت رامنځته کړی، ځکه خو هېڅ منطقي استدلال ددې ایجاب نه کوي، چې د عصبیت لرونکو په خوله دې فډرالي شي.

ج- مناسبه جغرافیه او اغېزناک مدیریت: لویه جغرافیه د فډرال نظامونو د رامنځته تګ یو له بنسټیزو فکټورونو څخه شمېرل کېږي. د افغانستان جغرافیه وي مساحت ۸۰۰۰۰۰ كيلو متره مربع دی او اټكل كېږي، چې پدې مساحت كې ۳۵ میلونه وكړي اوسېږي. له دې څخه دا جوتېږي، چې دا مساحت او د وګړو شمېره د هغو دولتونو په پرتله څوبرابره كم دی، چې فډرال سياسي نظامونه یې د لوی جغرافې له وجې رامنځ ته شوي. د بېلګې په توګه، هندوستان ۲۸ ایالتونه لري، چې يوازې په اوتراپرادېش ایالت کې یې شاوخوا ۲۰۰ میلونه وګړي ژوند کوي یا د روسې مساحت او جغرافیه که وکتل شي، حتا د نړۍ له څوارلس هېوادونو سره ګډه ځمکنۍ او سمندري پولې لري او د اسیا او اروپا له مختلفو برخو سره نښتې ده. کله چې د افغانستان جغرافیه تر هغې کچې نه ده، چې حکومت او د مرکزي حکومت کنټرول له ستونزو سره مخ کړي، د فډرال مطرح کول د فډرال د رامنځ ته تګ له اصولو سره ټکر دی. بل لور ته د کوچنۍ جغرافې ساتنه ده.کله چې د کوچنیو هېوادونو فډرالي ایالتونه یا جزیرې، تاریخ، د فډرال موخې او ځانګړنې یې وکتل شي، روښانه به شي چې دې هېوادونو له فډرال پرته بله لار نه درلوده. ځینې کوچني او کم نفوس لرونکي فډرال دولتونه له دې امله رامنځ ته شوي، چې خپلواکو ساحو نه شو کولی په يوازېتوب له خپل پاېښت او شتون ډاده اوسي، نو دا برخې متحده شوې، چې نسبي ځواکمن مرکزي قوت رامنځ ته کړي، چې خپله بقا خوندي کړي، لکه مایرکونېشیا چې له ۲۰۰۰ جزیرو څخه جوړ هېواد دی. افغانستان نه تر هغې کچې لوی دی لکه کاناډا او استرلیا، چې بسیط نظام ته یې مدیریت ستونزمن شي او نه هم لکه مایکرونېشیا او سنکېټس او نویسله جزیرو جوړ کوچنی دی، چې د کوچنیوالي له امله ښاماران یې له ستوني تېر کړي. په ډېرو دې هېوادونو کې پخپله خوښه د خپلواکو ساحو یو ځای کېدو، بهرني فشارونو او د ټولنې عینې او ذهني شرایطو هم د فډرال نظام په رامنځ ته تګ کې خپل نقش لوبولی، خو یو یې هم داسې نه دی، چې بسیط سیاسي نظام یې د ځینو په فرمایش فډرال هغه ته اړولی وي.

د- قومي او ژبنی غیرتراکم اوغرمتمرکزیت: قومي فډرلېزم د جنون حالت دی، چې تحقق یې د بالیووډ په فلمونو او یا د یو قومي فډرال غوښتونکي په خوبونو کې شونی دی. افغان ملت له مختلفو قومونو جوړ لوی ملت دی. افغان قومونه په ځانګړې توګه تاجک افغانان د هېواد په مختلفو برخو کې خواره واره پراته دي او پښتانه هم د هېواد د ټولو سمتونو په ګډون په شمال او شمال ختیځ کې غوښنه برخه جوړي. له قومي او ژبني پلوه افغانان داسې سره پېيل شوي، چې کله نا کله یې د قومي هویت تفکیک ګران شي. د بېلګې په توګه، د هېواد په شمال ختیځ کې چې کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو ته نظر وشي، د افغان هزاره، تاجکو، پښتنو، اوزبکو، عربو، ایماقو او داسې د نورو افغان قومونو ګډ لوی کور دی او حتا کله نا کله دا ستونزمنه شي، چې په کندز کې کوم قوم اکثریت جوړي او په همدې ترتیب مزار، کابل او نور ولایتونه.بل لور ته که چېرې قومي فډرالېزم جنون وي، جغرافیه وي فډرالېزم یې حد دی. کله چې قومي فډرال غوښتونکو پام شو، چې په افغانستان کې قومي فډرالېزم، چې ددوی د فډرال غوښتنې بنسټیزه فلسفه جوړوي، ناشونی دی، په وروستیو کې د جغرافيې پربنسټ د فډرال ایالتونو په لټه کې دي، چې دا هڅه هم بې پایلې ده. د بېلګې په توګه،په کندز کې د هېواد د ټولو قومونو وګړي ژوند کوي. کله چې فرضآ فډرالي ایالت شي، اکثریت قوم به واک تر لاسه کړي، او د لږکیو حقوق به تر پښو لاندې کيږي او هم اکثریت کوښښ کوي، چې نور قومونه له خپل قوم سره مدغم، حذف یا ډله ییز کورني مهاجرت ته یې اړ کړي، چې دا حالت د قومونو ترمنځ د جګړې اعلان دی،  قتل او قتال به په هره کوڅه کې روان وي. پر همدې بنسټ، افغانانو دا درک کړې، چې دا ډول طرې چې د یو ملت په وجود د چړو ګزارونه کوي، په نطفه کې خنثی کړي.له وړو ژبو او قومونو سره تعصیب په فډرالي نظامونو کې طبیعي خبر ده، چې دا حالت به د جګړو او پاشل کېدو اساس وي.

ه- بهرنۍ لاسوهنې: ډېره مهمه داده چې د هر هېواد جيوپوليټيك سياسي جغرافې موقعيت په يوه هېواد باندي منفي او مثبتې اغېزې لرلی شي، خو له بده مرغه د افغانستان دا ارزښتمن اقتصادي او سياسي موقعيت افغانستان ته تل بد مرغۍ له ځان سره لري، همدا ده چې افغانستان تل د نورو هېوادونو د ېرغل لاندې راغلی دی او هم كه له سياسي، نظامي او اقتصادي پلوه غښتلو هېوادونو غوښتي، چې په نورو هېوادونو قبضه وكړي، لمړی يې په افغانستان منګولې ټينګې كړې دي او بيا يې د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د ځان رسولو كوښښونه كړې دي. د بېلګې په توګه، سكندر مقدوني له ميلاد څخه ۳۳۱ كاله وړاندې د افغانستان له لارې په هند رهي شو، ورپسې ګوډ تېمور په ۱۳۹۸او بيا بابر په ۱۵۲۶ ميلادي كلونوكې د افغانستان له لارې هندوستان ته ځانونه رسولي دي. په همدې ترتيب، نادر افشار په ۱۷۳۸ ميلادي كال كې له همدې لارې هندوستان ته ننوت. د ۱۸۱۳ څخه تر ۱۹۰۷ چې د انګلیسانو او تزاري روسیې تر منځ لویه لوبه ( Great Game ) روان و، افغانستان څخه يې حایل ساحه ( Buffer State) جوړ كړی و او همدا شان كله، چې د ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۹۱ دغربي بلاك په راس كې يې امريكا متحده ایالات او كمونست بلاك په راس كې يې روسيه تر منځ سوړ جنګ ( Cold War ) روان و ، د زور ازمایلو ډګر يې افغانستان و. ددې ټولو ترڅنګ، افغانستان د مستقيمو يرغلونو لاندې هم راغلی، درې ځله د انګلیسانو له لوري  په ۱۸۳۸، ۱۸۷۹ او په ۱۹۱۹ ميلادي كلونوكې، دوه ځله د كمونيستي روسې له لوري په ۱۹۲۹ او ۱۹۷۹ ميلادي كلونوكې، د شلمې پېړۍ په اواخروكې د پاكستان، عربستان، ازبكستان او ايران د غير مستقيم يرغل لاندې راغلی او بالاخره نړیواله ټولنه د امریکا کتحده ایالاتو په مشرۍ ، ددوۍ په وینا دترورېزم د جرړو د له منځه وړلو په پار په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې افغانستان ته راننوتله. دغو ټولو مستقيمو او غېر مستقيمو يرغلونو ته افغان ولس په كلكه  اسلامي، افغاني ،هېوادپالنې او ملت پالنې عقيدې او احساس ماتې ورکړې، خو په فډرالېزم کې سیمه او قوم پالنه پرمخ ځي او د هېواد پالنې او ملت پالنې احساس کمزوری کېږې، چې په دې حالت کې د نورو لاسوهنې او یرغلونه  به عادي وي او پر وړاندې به یې د مقاومت هم څرک نه وي. ددې ترڅنګ، ایا کوم افغان به په دې فکر وي، چې په ځانګړې توګه ګاونډیان نه غواړي په افغانستان کې لاسوهنې وکړي او دا هم نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ حوزه( Political Sphere  ) وګڼي؟اوس هم قومي فډرال غوښتونکي د ځینو بهرنیو وګړو او سازمانونو په ډېر ویاړ یادونه کوي، چې افغانستان کې فډرالي نظام غواړي، خو دا نه روښانه وي، چې د څه لپاره؟ بهرنیانو په ځانګړې توګه نژدې او لري ګاونډیانو د افغانستان په څلوېښت کلن ناورین کې خپلې شومې موخې په یو ډول نه یو ډول بربنډې کړي او ډېری یې په دې لټه کې دي، چې څنګه افغانستان د نړۍ له نقشې پاک کړي او یا یې د نفوذ حوزه او تابع دولت کړي، چې دا موخه په فډرال افغانستان کې په اسانۍ ترلاسه کېږي، چې دا چاره به نړیوالو ته لوی سرخوږی او افغان ولس د بدمرغۍ ګندې ته ور ټېل وهي، چې پورته کېدل به یې ناشونې وي. کله چې تجزیه او بهرنۍ لاسوهنې د فډرالېزم له ځانګړتیاو او پایلو څخه وي، نو څنګه افغانان کولی شي، چې دا هېواد دداسې ښامارانو په خوله کې ورکړي او ټول افغان قومونه په تل پاتې ناورین کې ور وغورځوي؟

و- د فډرال غوښتونکو غیر هېوادیني افکار او اعمال او قومي عصبیت او د تجزيې ارمان: هغه قومي سیاستوال، چې د فډرال طرحې وړاندې کوي، په دې تورن دي، چې د قومي، ژبني یا مذهبي تړاو پر بنسټ، اړوند بهرنیو دولتونو ته ډېره وفاداري څرګندوي. لکه ځینې اوزبکستان، ترکمنستان او ترکې ته ډېر ژمن دي، ځینې ترکې ته او ځینې نور هغه یې تاجکستان او ایران ته ډېر نژدې والی ښايي، خو جالبه داده چې پورتنې هېوادونه یو یې هم فډرال سیاسي نظامونه نه لري، پداسې حال کې چې ځینې یې مختلف لوی قومونه په یوه جغرافیه وي ساحه کې متمرکز هم لري، لکه ایران او ترکیه. په ورته وخت کې، قومي فډرال غوښتونکي په ډېر جنون او عصبیت او له نورو قومونو په ځانګړې توګه له پښتنو په کرکه فډرالېزم مطرح کوي. ځکه افغانان په دې اند دي، چې که دا ډول عصبیت لرونکو ته فډرال ایالت رامنځ ته شي، دوی به هېڅکله د هېواد ګټې په پام کې ونه نیسي او نه به هم د مرکزي حکومت تابعیت وکړي، چې ځینو خپلې موخې له وړاندې څرګندې کړي. د بېلګي په توګه، افغانستان جعلي هېواد ګڼل، د تجزې غږ پورته کول او د افغانستان بنسټ ایښودونکي او د خپلواکۍ اتل ته غیر اخلاقي او غیر انساني کلمات کارول. د هرفډرال غوښتونکي محصل د تیسس سرلیک به د قومونو ترمنځ په شخړه، له افغانستان سره حساسیت او په تاریخ له تمسخره ډک وي. کله چې دا سیاسیون په کوم نړیوال پروګرام کې ګډون کوي، ته به وا چې دوی هېڅ د افغانستان وګړي نه دي. له هرې مهمې ملي مسئلې سره به ددوی حساسیت او ضدیت وي. ددوی عصبیت او کرکې ته په کتو افغانان متوجې شوي، که چېرې د افغانستان سیاسي واک دوی ترلاسه کړي یا ددوی په خوښه سیاسي نظام تنظیم شي، افغانستان به منحیث د یو هېواد نه وي پاتې. په نړۍ کې به هېڅ  داسې دولت پیدا نشي چې فډرال غوښتونکي یې د هېواد له ملي هویت او تاریخي ویاړونو او ارزښتونو سره په تضاد فډرال نظام یې رامنځ ته کړی وی. ایا د هند د فډرال نظام غوښتونکو او بنسټ ایښونکي د خپل هېوا خپلواکي نه مني؟ د خپلواکۍ اتلان نه مني، هندي ژبې سره یې عصبیت درلود؟ خو کله چې قومي فډرال غوښتونکي مطالعه کړې، تل یې امان الله خان چې د هېواد د خپلواکۍ، روشنګرۍ او د قانون د واکمنۍ له امله نه يوازې په افغانستان کې بلکې په نړۍ کې شهرت لري، ښکنځي! احمد شاه بابا(رح) چې د هېواد بنسټ ایښودونکی دی، ورته جنګ سالارې کبیر وايي! ایا داسې کوم هېواد به وي چې خپل بنسټ ایښودونکي او د خپلواکۍ باني وکنځي؟ مګر د هغو له لوري چې نور هغه هېواد خپل و نه ګڼي او د تجزې خیالات ورسره پیداشي. فرض کړئ چې افغانستان فډرالي سیاسي نظام چوکاټ ومانه، ایا دا قومي فډرال غوښتونکي به د افغانستان نوم سره کرکه او حساسیت له منځه یوسې؟ ایا دوی به ځانونه افغانان و ګڼي؟ ایا د افغانستان تاریخي واقعیتونو او ارزښتونو ته به درناوی وکړي؟ ایا د افغانستان درې رنګه بیرغ او یا بل په هوکړې ټاکونکی بیرغ چې افغاني او غیر خراساني وي، ومني؟ که چېرې په رایو پښتون ولسمشر یا صدراعظم وټاکل شي، دوی به یې و مني؟ ایا افغانۍ کرنسي به و مني؟ ایا د قومونو او ژبو ترمنځ د وروولۍ جوړښت به و مني؟ واضح ده چې ځواب منفي دی. کله چې ځواب منفي وي، څنګه شونې ده چې د هېواد نامطلوب وضعیت په بحراني هغه واړول شي؟

زد تجزيې مخنیوی: کوم فډرال نظامونه چې تجزیه شوي، له افغانستانه ښه وضعیت کې و چې باید تجزیه شوي نه وی، خو بیا هم تجزیه شول. که چېرې حتاهند او روسيې ځواکمنه اردو او قوي مرکزي نظام نه درلودی، په همدې کلونو کې به یې ډېر ایالتونه خپلواک شوي و. که چېرې د هند په لمړیو کې مودي مشر وی، وضعیت به بدل وی.د قومي فډرال غوښتونکو د هېواد د تجزيې موخې د پېریانو جګړې نه دي، چې انسانانو ته نه ښکاري، بلکې د قومي فډرال غوښتونکو دریځ، لیکل، بیان، رفتار او افکار د افغانستان په تجزیه سرخي. دا به ډېره له عقلانیت لرې خبر وي، چې وویل شي، چې قومي فډرال غوښتونکي تجزیه غوښتونکي نه دي. د بېلګې په توګه، قومي فډرال غوښتونکو تل دا ویلي، چې که ښه همشهریان نه شو، نو ښه ګاونډیان کېدی شو، د تجزې سروې یې په لار اچولې او حتا افغانستان یو جعلي هېواد ګني.که په خیال کې متصور کړئ، چې افغانستان فډرال نظام خپل کړي، له عصبیت او له کرکې ډک فډرال غوښتوکي، چې له وړاندې د تجزيې زمزمې کوي، ایا مرکزي فډرال دولت ته به یې وفاداري زیاته وي او که محلي هویت ته، ایا د مرکزي دولت افغاني هویت به ومني؟ ځینې فډرال غوښتونکي، چې ظاهراً د ارماني نړۍ په موخه د فډرال خیال یې رامنځته کړی، استدال کوي، چې موږ نسبت نورو هېوادوالو ته د هېواد په اتحاد لا ارادت لرو، خو دا له یاده باسي، چې همدا ښاغلي د دوشنبې، تهران او تاشکند سره حتا په بسیط متمرکز نظام کې هغه اړیکې پاللي، چې په نورو هېوادونو کې یې بېلګې نه دي لیدل شوي.ددې ترڅنګ ځینې هغه استخباراتي سازمانونه او بهرنۍ کړۍ چې افغانستان ته ښه نیت نه لري، له بېلابېلو چانسونوڅخه په ګټنې یې د فډرال طرحې وړاندې کړي او قومي فډرال غوښتونکو له لوري بدرګه شوي، چې دا په ماهیت کې د تجزيې تمایلات لري او نورو ته د لاسوهنې زمینه برابرول دي.

ح- حاکم او عیني وضعیت: لوی احمد شاه بابا(رح) په ۱۷۴۷ ميلادي كال كې د ملي ټولنې  يعنی د نوي افغانستان بنسټ  كېښود او ملك الطوايفي يې له منځه يوړه، خو كله چې لوی احمد شاه بابا په حق ورسېد، ملك الطوايفي بيا تر څه بریده حاكمه شوه، ترڅو چې امیر عبدالرحمن خان سیمې بېرته د مرکز تابع کړې، خو كله چې د ازادۍ او پرمختګ د لارې لوی رهبر غازي امان الله خان په مدبرانه او شجاعانه رهبرۍ افغانستان خپله بشپړه خپلواكي واخيسته، بيا له هغه مهاله تر ۱۹۷۹ كلونو پورې افغانستان څه ناڅه د ثبات او  پرمختګ پوړونه ووهل، خو له بده مرغه د شوري  سرو لښكرو مستقيم يرغل څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د کمونېزم او  اسلام په نوم یو ډول انارشي او سستبدادي حاکمه وه. د ټولو څخه بدې پايلې يې داوې چې ملي ټولنه متزلزله شوه ، ددولت سيستمونه ړنګ شول، جنګ سالاران او محلي مليشې رامنځته شوې، بهرنۍ لاسوهنې معمول شوې او د ځینو سیاسیونو ژمنتیا نورو هېوادونو ته د سیاسي کلتور برخه وګرځېده. کله چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په مرسته، د ولسواک،  مشروع او  هوسا ملت – دولت په لور په ۲۰۰۱ کال کې قدم پورته کړ، بهرنیو مخصوصآ د ګاونډیو لاسوهنو، جګړو، د قانون نه واکنۍ، د ولسواکه ارزښتونو له پامه غورځولو، پاپولستي او غیر ملي سیاستونو، محلي زورواکیو او د ځواکمن مرکزیت د نه شتون له امله له بده مرغه شل کلن مزل پای ته ورسېد او له ۲۰۲۱ کال تر دې دمه وضعیت، چې په ځانګړې توګه افغان لوڼو، ښځو او ولسواکۍ ته د ژمنو افغانانو لپاره په دوزخ اوختی، د پټېدو نه دی. کله چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، جاپان ماته خوري او له ډېرو بد مرغیو سره مخامخ کېږي، خو ولې د دېرشو کلونو په ترڅ کې ځان یو له اقتصادي ځواکونو شمېري او د مارشال پلان ۱۳ میلیارده امریکايي ډالر ټوله غربي اروپا په پښتو درولی شي، خو موږ ته په شلو کلونو کې د ۱۰۰ میلیارده ډالرو مرستې نه بسنه کوي او نه هم د کوم ځانګړي پرمختګ زیری راکوي. ځینې ادعال کوي، چې د طالبانو نظام د فډرالېزم رامنځ تګ ته ښه فرصت برابر کړی. په داسې حال کې چې هېواد یوځای کول او د مرکز امر په ټول هېواد کې پلی کول، طالبان خپله لویه لاسته راوړنه په ګوته کوي. په دې برخه کې هرډول کوښښ د طالبانو د لا ځواکمنتیا لامل کېدی شي. د طالبانو ځینو مخالفینو د فډرالي نظام طرح تدوین کړي او په دې تمه دي، چې د طالبانو له پرځېدو سره سم به، په دې کار لاس پورې کوي. هرڅومره چې د طالبانو مخالفین د کرکې او تجزې خبرې کوي، تر همغې کچې د طالبانو دریځ او په ولس کې محبوبیت پراخېږي. فډرالېزم محلي زورواکانو ته سیاسي مشروعیت ورکوي، د بهرنیو لاسوهنې بنسټیزه کوي او له مرکزه تېښتنه معمول امر ګرځوي، ځکه فډرالېزم افغانانو ته سیاسي زهر او ځان پاله قومي سیاسیونو او کمین کې ناست بهرنیو ته طلايي تحفه ده.

ط- قومونو او مذهبونو ترمنځ وسله واله شخړې: قومي فډرال غوښتونکو ډېرې هڅې کړي، چې افعانستان کې د نفاق زڼي وکري او د افغانستان ناخوالو ته د قومي تضادونو او د قومي او مذهبي هویت د حذف نوم ورکړي، ترڅو د افغانانو ترمنځ شخړې رامنځته کړي او هم نړیوالو ته ځان مظلوم وروپېژني، خو په دې کار کې بریالي شوي نه دي. د بېلګې په توګه، په وروستي ځل عبداللطیف پدرام په نوم یو شخص چې د طالبانو په ضد د مقاومت ډلې غړی و، د ډلې په مشرانو فشار راوړه، ترڅو له طالبانو سره جګړه قومي اعلان کړي، خو له جبهې ووېستل شو. دا په داسې حال چې خپله ددې ډلې مشر هم نه په افغانستان کې ډېر اوسېدلی او نه هم د افغانستان بیرغ، سرود او تاریخ ته یې درنښت درلود او حتا د خپل پلار احمد شاه مسعود له لارې منحرف شوی، ځکه تل یې د سویس فډرال ماډل د پلي کېدو خوبونه بیان کړي. عبداللطیف پدرام چې د نفاق او قومي شخړو سرسخت پلوی دی، ولس له ځانه لرې کړی او هم د مقاوت ډله چې د سویس ماډل خوبونه ویني، ورځ تر بلې یې پاڼه رژېږي. کله چې د ایران په مرسته کریم خلیلي او د اوزبکستان او روسې په مرسته جنرال عبدالرسید دوستم د فډرالېزم طرحې او حتا د خپلواکو اوزبک او هزاره هېوادونو نقشې هم جوړې کړې وې، د ولسونو له لوري رد شول او دا کار یې خیانت او د ټولې سیمې د بې ثباتۍ د پیل لامل وبلل شو، پخپلو خوبو نو کې ویده پاتې شول. د تاریخ په اوږدو کې قومي شخړې نه دي شوي، خو په فډرالي کېدو کې به قومي شخړې او قتل و قتال تاریخي بڼه خپله کړي. تل عبدالطیف پدرام ویلي، چې که چېرې فډرال ایالتونه رامنځ ته شي او مرکزې حکومت وغواړي ملي پیسې چاپ کړي، ملي سرود ولري او یا د افغانستان تاریخ، او ملي احساس او ګډ ارزښتونو ته کوښښ وکړي، دا به د جګړې اعلان وي، او افغانستان کې به د بالکان تجربه تکرارېږي او کلي په کلي او کوڅه په کوڅه به جګړې وي او په دې اند دی چې هر فډرالي ایالت به خپل سرود، بیرغ او ارزښتونه پالي. کله چې د فډرالېزم سرسخت پلوی، دا عقیده ولري، ایا اوس هم داسې څوک به وي، چې فډرالېزم قومي جګړه او تجزیه و نه بولي؟ هغه جنګ جګړې، چې په ۹۰ یمو کلونو کې شوي، هغه د ډلو ترمنځ د خپلو کټو یا د بهرنیو اجنډاو د پلي کېدو جګړې وې. حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د پښتنو او تاجکو ګډ احزاب دي او که چېرې دا قومي جګړې وی، قومونو به سره یو او بل وژلي وی، خو نه داسې نه وه، دا د جګړه مارو جګړې وې. د افغانستان ستونزه قومي نه ده، بلکې بې عدالتي او وارد شوې افراطي سیاسي ایډیالوژۍ وې، چې د قانونمند، لسواک او پایداره نظام مخه یې نیولې.اساساً، د افغانستان شمال د قومونو مووزایک دی، ځکه اوزبېک، هزاره، عرب، ګجر، ایماق، قزلباش، پښتون او تاجک هلته مېشت دي، چې خیالي فډرالېزم به په ځآنګړې توګه د هېواد شمال په قومي حذف او جګړو بدل کړي، چې دا حالت هېڅ افغان ته د منلو نه دی، ځکه فډرالېزم او فدرال غوښتونکي تل محکوموي.

ی- د افغانانو کرکه له فډرالېزم څخه: افغانان چې له فډرال نظام څخه کرکه لري، له دې امله نه ده، چې فډرالېزم د پښتنو واکمني ګواښي، بلکې فډرالېزم افغانستان او افغات ملت ګواښي. که چېرې موخه د کمونېستانو، اخوانیانو او شاهانو واک وي، ددې نظامونو مسولینو د پښتنو استازیتوب نه دی کړی.  شاهي کورنۍ خپله قومي ژبه نه وه زده او ترڅنګ یې ډېری پښتون مېشتې سیمې ډېرې وروسته پاتي او لکه د هېواد نورې سیمې د ژوند له لمړنیو اسانتیاو بې برخې دي.  که وويل شي چې افغانانو په ځانګړې توګه پښتنو افغانانو د فډرالېزم مخالفت د خپل اقتصاد په موخه کړی، دا د عصبیت او له کرکې څخه منشا اخلي، ځګه په فډرال ایالتونو کې له ټولو سخت هزاره افغانان له اقتصادي پلوه ځپل کېږي. يوازې پښنانه نه بلکې غوث اکثریت افغانان فډرالېزم نه مني، چې ښه بېلګه یې احمد شاه مسعود و چې په کلکه یې د فډرالېزم مخالفت کړی. کله چې د مجاهدینو ترمنځ د ډلو ټپلو جکړې روانې وي، عبدالعلي مزاري د فډرال نظام غوښتنه وکړه، چې په هغه وخت کې له بي بي سي سره د مرکې په ترڅ کې احمد شاه مسعود په کلکه رد کړه او فډرالي نظام یې د تجزې په لور ګام وباله. د مجاهدینو په دوران کې او هم په تېر جمهوریت کې سیاسي واک تر ډېره تاجکو افغانانو سره و، خو تاجکو افغان مشرانو هېڅکله د فډرال غوښتنې نه دي کړي بلکې تل یې رد کړي او دا یې د تجزې غوښتنې ګڼلي. ځینې هزاره او اوزبېک جنګپالو قوماندانانو له لوري چې د فډرالېزم غوښتنې شوي، هېڅکله د هزاره او اوزبېک قوم استازي توب نه شي کولی، که چېرې داسې نه وی، اوس به دا مشران د بهرنیو هېوادونو پر ځای په ولس کې وی او د ولس مشري به یې کوله. کله چې عبدالطیف پدرام د فډرال غوښتنې جرئت کوي، بیا د تاجکو افغانانو له لوري له صحنې څنډې ته کېږي، چې ښه بېلګه یې د ۲۰۰۴ کال ولسمشریزې ټاکنې دي. کله چې عبداللطیف پدرام د فډرال له طرحې سره ځان نوماند کړ، يوازې دوه سلنه رایه یې په څه هنر تر لاسه کړه او چې کله احمد مسعود د فډرال غوښتنې کوي، بیا ولس یې پخپل ولایت کې لس ورځې هم نه شي ساتلی، خو پلار یې د مرګ تر ورځې په خپل ولس کې اوسېدو.افغانان ځکه له فډرال نظامه لرې ځي، چې دا د هېواد او ملت د ټوټه کېدو او بدمرغۍ پیلامه ګڼي. کله چې یو ملت د یو نظام مخالف وي او بلکې ډېر حساسیت ورسره ولري، څنګه شونې ده، چې هلته دې د فډرال بحث مطرح شي او یا دې خریدار ولري؟

ک- د افغانستان د سیاسي جریانونو له لوري د فډرالېزم رد: له څو قومي فډرال غوښتونکو پرته، د افغانستان د ټولو افکارو سیاسیون فډرالېزم په کلکه ردوي. لومړۍ کټګورۍ اسلامپاله اخوانیان او په څه توپیر طالبان دي، چې فډرالېزم او تجزیه د یوې سېکې دوه مخه ګڼي، په کلکه یې ردوي او د هېواد ستونزو ته د حل لار د اسلام او شریعت په پلي کېدا کې ويني او د افغانانو ترمنځ په اسلامي وروولي باور لري او له دې لارې واحد اسلامي افغانستان غواړي، خو چې له کوم اسلامي سیاسي او اقتصادي ماډل څخه ګټه پورته کوي، لا ډېره روښانه نه ده، ځکه په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده. دویمه ډله سُنتي سیاسیون دي، چې د سُنتي اسلام او افغاني دودونو په رڼا کې واحد او بسیط افغانستان غواړي او تاریخي او ملي ویاړونو او ارزښتونو د پاللو ترڅنګ یو ډول محافظه کاره سیاسي رفتار کوي.  درېیمه کټګوۍ په ولسواکۍ باورمند رونډ اندي دي، چې د ولسواکو ازرښتونو په رڼا کې او د اصیلو اسلامي او مثبتو افغاني ارزښتونو پر بنسټ، یو پرمختللی، قانونمند، عادل او ولسواک بسیط نظام غواړي، ترڅو ټول افغانان د قانون پر وړاندې مساوي حقوق او وجایب ولري او هم له نړۍ سره په ښه تعامل مخکې ولاړ شي. پورته درې واړه کټګورۍ فډرالېزم په کلکه ردوي او فډرال غوښتونکي مشکوکې څېرې معرفي کوي.

ل- د ولسواکو نظامونو پر وړاندې ننګونې: په ټوله کې د ولس سیاسي اګاهي اړینه ده، خو اسلامي برداشتونه، سنتي دودونه، فقر، بې کاري او بې سوادي هغه عوامل دي، چې د جمهوري نظام پر وړاندې یې جدي خنډونه را مخ ته کړل ، ځکه خو ورځ تر بلې ولسواکۍ خپل رنګ بایلود. که د افغانستان د ۲۰۰۵ کال د ولسي جرګې ټاکنې د ولسي جرګې له وروستیو ټاکننو سره پرتله کړئ او یا د ۲۰۰۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۹ کال ټاکنو سره پر شي، د ولسواکۍ مسیر به ښه روښانه شي. دا چې څنګه ولسواکۍ ته بستر سازي وشي، جلا بحث دی، چې په مناسب وخت کې به پرې شننه وشي. هغه ارمان پاله فډرال غوښتونکي چې سېکولر او لېبرال فډرالېزم تصورات په ذهن کې پالي، ایا د خپلو مشرانو له میراثي او فډرال ضد سیاستونو خبر دي او که نه؟د بېلګې په توګه، د قومي فډرال غوښتونکو ګوندي  مشران حتا پخپل ګوند کې په دوه لسیزو کې ګوندي ټاکنې نه دي کړي، خو ځان به د فډرال ولسواکو ارزښتونو او ولسونو ته په سیاست کې د ګډون مدافعین معرفي کوي، خو په ملي کنګرې حزب کې له عبدالطیف پدرام پرته بل څوک نشته چې حتا دوه لسیزې وروسته د ګوند مشري په غاړه واخلي؟په همدې ډول نور قومي فډرال غوښتونکي که هغه جنرال عبدالرشید دوستم دی او که احمد مسعود، له میراثي سیاست څخه په بل څه باور نه لري، خو د فډرالېزم خیالي هڅې به کوي او نړیوالو ته به ځان لېبرال، سېکولر او په سیاسي پروسو کې د ولس په ګډون به بحثونه کوي. ددوی خیالي فډرالي ایالتونو کې به هم سیاسي قدرت میراثي وي او ولس به د تل په څېر له سیاسته لرې وي، ځکه خو هېوادپال افغانان دا څېرې او د فډرالېزم ماهیت ته په کتو، د تل لپاره فډرالېزم مردود ګڼي.

پایله

قومي سیاستوال د قومي، ژبني او مذهبي هویت د حذف او له سیاسي واکه د لرې پاتې کېدو په بهانو، فډرال نظام مطرح کوي او د امریکا متحده ایالاتو، سویس او استرلیا بېلګې د بریالیو فډرال سیاسي نظامونو په توګه وړاندې کوي، خو اټکلونه یې تل ناسم او فډرالي طرحه یې خیالي او مغرضانه ده، ځکه  د افغان ملت له لوري تل دا ډول مغرضانه طرحې رد شوي.

اساساً هر سیاسي نظام خپلې ښې ګڼې او نیمګرتیاوې لري، خو فډرال سیاسي نظام ډېر متنازع او په پاراډوکسي نظریاتو سرخي، ځکه خو مخصوصآ وروسته پاتې هېوادونو ته سیاسي زهر دی.  تر ډېره هغه فډرال نظامونه، چې د خپلواکو جغرافیه وي ساحو له یوځای کېدو څخه رامنځ ته شوي او پخپله خوښه یې مرکزي فډرال ځواک رامنځ ته کړی، ترڅو خپل پرمختګ او پایښت خوندي کړي او یا هم هغه هېوادونه چې جغرافیه وي مساحت یې ډېر لوی دی، چې له یو مرکز څخه یې حکومتوالي ننګونکې وه، د فډرال سیاسي نظام په چوکاټ کې بریالي شوي، لکه سویس، استرلیا او د امریکا متحده ایالات. ددې هېوادونو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز تاریخ او حالاتو ته په کتو، پرته له فډرال نظام څخه که هر بل ولسواک نظام یې غوره کړی وی، بیا به هم بریالي و، خو ډېری نور فډرال نظامونه ټوټه ( تجزیه ) شوي یا د پاشل کېدو په درشل کې دي، خو په ټوله کې هغه ملتونه او دولتونه بریالي دي، چې ولسواک او قانونمند نظام او د مشروع ځواک د کارونې وړتیا او ولسونه یې د هېواد پالنې حس ولري. ویښو ملتونو د خپلو هېوادونو عینې او ذهني شرایطو ته په کتو، ځان ته د نظام بڼه ټاکلې.

د فډرالېزم ذاتي نیمګړتیاو، د وروسته پاتې هېوادونو فډرالي تجربو، د ابر ځواکو دولتونو بې بندو باره سیالیو، د افغانستان جغرافیه وي موقعیت او د افغان ټولنې عیني او ذهني شرایطو ته په کتو، فډرال نظام هېڅ افغان ته د منلو نه دی، خو فډرال غوښتونکي د ځانګړو غرضونو په موخه هغه طرحې وړاندې کوي، چې افغانستان ته له بد مرغۍ پرته کوم بل زېری نه لري. قومي فډرال غوښتونکي د افغانستان له نوم، تاریخ، ملي هویت، ملي کرنسۍ، ملي شخصیتونو او حتا ملي سرود او بیرغ سره سخت حساسیت لري او ددې ارزښتونو د له منځه وړو په موخه تر هر بریده مخکې ځي. د دوی د سیاستونو پر بنسټ، که چېرې فډرالي ایالتونه رامنځته شي، د افغانستان پورته هویتي او ارزښتي مسایل به ردوي، پخپلو سیمو کې به واړه قومونه حذفه وي، د خراسان زمین ترانې به وايي، محلي قوماندانانو ته به د اتلولۍ القاب کاروي، د سیمو نومونه به د محلي قوماندانانو په نوم کوي، جګړه مار او قومي فډرال غوښتونکي به سیاسي واک میراثي کوي، د ملاتړو هېوادونو اجنډا به په ښه توګه پلې کوي او تل به له نورو افغان قومونو او له مرکزي حکومت سره په تضاد اخته وي او ورپسې به له مرکزي فډرال څخه  د خپلواکۍ او یا به له ګاونډیو هېوادونو سره د ادغام هڅې وي.

له فډرالېزم سره د افغانانو حساسیت په سیاسي واک کې د کوم ځانګړي قوم د پاتې کېدو او یا هم د ځانګړې ډلې د واک د غځېدو په موخه نه دی، ځکه خو هغه سیاسیون او سیاست پوهان، چې د فډرالېزم سرسخت مخالفین دي، د طالبانو په حکومت کې شتون نه لري او نه یې هم په جمهوریت کې کوم سیاسي واک درلود، بلکې موخه د افغان ملت او د هېواد د پایښت او پرمختګ او د افغان ورونو قومونو نجات دی. د فډرالېزم نظرې او طرحې، چې ظاهرآ د ځینوقومي سیاستوالو او له بهره د هڅول شوو څېرو له لوري، په ارماني او یا له بغضه په ډکه توګه  د هېواد د ستونزو د حل په پار وړاندې کېږي، ستونزې لا پیچیده کوي او په بحران کې بحرانونه زېږوي. فډرالېزم هغه ملي موخې او ارزښتونه، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د هغوی د ساتلو او پاللو لپاره سر ښندنې کړي، له خاورو سره خاورې کوي. له همدې امله، افغانان داسې پلان شوې دسیسې او سیاسي خوبونه په کلکه ردوي او طراحانو او زمزمه کوونکوته یې ارماني تجزیه غوښتونکي او ځان پاله نفاق اچونکي وايي.

ددې ټپي او ناروغ  ملت درملنه په زهرو نه کېږي، بلکې د لوړو انساني، اصیلو اسلامي او مثبتو افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د انسان محوره ولسواکۍ، قانون واکمنۍ، ښه حکومتوالۍ، عدالت او د ښځینه او نارینه فردي ازادۍ دارو غواړي، چې ټپونه یې ورغول شي او د هوسا او سوکاله ژوند ساه واخلي، چې په دې برخه کې د نړیوالو مالي او تخنیکي مرستې او سیاسي ملاتړ مثبت ثابتېدی شي. له هغه ځایه چې ولسواکي او د مشروع نظام درلودل د ویښو ملتونو لپاره هم هدف دی او هم وسیله ده، باید په بسیط سیاسي نظام کې د غیر متراکمه ولسواکه نیمه ریاستي یا ولسواکه پارلماني او قانون من دولت په لټه کې شو. د انسان محوره ولسواک نظام په چوکاټ کې، حکومت باید د پاېښتي ملي ګټو د خوندي توب تر څنګ، ولسواکۍ، ازادۍ، قانون مندۍ او په سیاسي پروسو کې د ولس ګډون ته لمړي توب ورکړي، ترڅو د هر افغان  قومي، ژبنی او مذهبي هویت خوندي او داسې هېلې وټوکوي، چې یو هزاره، بلوچ، نورستانی او پشه یي افغان وشي کولی د هېواد ولسمشر یا صدراعظم شي او هم په نړیوال کلي کې د سوله ییز ژوند هیلې را ژوندی شي.

نېټه: اپرېل ۲۰۲۴

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.