د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د غزې په جګړه کې د بایډن د سیاستونو په اعتراض کې استعفا وکړه

68

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د غزې په جګړه کې د بایډن د سیاستونو په اعتراض کې استعفا وکړه

العربیهږنت لیکي چې په عربي ژبه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هاله غریط په غزې تړانګه کې د جوبایډن د ادارې د سیاستونو په اعتراض کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

هاله غریط  په ټولنیزه رسنۍ “لینکډین” کې لیکلي چې د بهرنیو چارو په وزارت کې له ۱۸ کلونو کار کولو وروسته یې په غزه کې د امریکا د سیاستونو په وړاندې په اعتراض کې استعفا وکړه. هغه تاکید وکړ چې د بایډن د ادارې له سیاستونو سره د هغه مخالفت یوازې له واشنګټن څخه تل ابیب ته د وسلو د لېږلو سبب نه دی او هغه په ​​غزې تړانګه کښې د امریکې د ډیپلوماسۍ خلاف دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي او پوځي چارو د پخواني رییس جوش پاول او په دغه وزارت کې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او کار د دفتر د پخواني رییس انیل شالین په ګډون یو شمېر امریکايي ډیپلوماتانو له خپلو دندو د غزې په تړانګه کښې د امریکې د سیاستونو په خلاف استعفاوې کړې دي.

دا استعفاګانې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د داخلي شخړو او د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت له سلو زیاتو کارکوونکو د مکتوب له خپرېدو وروسته شوې دي چې د بایډن د ادارې د سیاستونو پر ضد یې مظاهرې وکړې. د دې لیک لاسلیک کونکو د بایډن اداره د غزې د جګړې په اړه د غلطو معلوماتو په خپرولو او اسراییلو په جنګي جرمونو تورنه کړې او ویلي یې دي چې د متحده ایالاتو ولسمشر په غزه کې د “نسل وژنې” په ترسره کولو کې ښکیل دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.