حسین حقاني: پاکستان د طالبانو همیشنی ملاتړی دی

478

 پاکستان له طالبانو سره همېشنۍ دوستي لري او د دوی له لارې یې په افغانستان کې خپلو موخو ته کار روان کړی.

امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې نور هېوادونه په موقت ډول د یوې ځانګړې موخې لپاره له طالبانو سره اړیکې لري؛ خو پاکستان بیا له یادې ډلې همېشنۍ اړیکې لري او د د دوی له لارې په افغانستان کې هر ډول اهداف تر لاسه کوي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې ترهغه وخته سوله نه راځي؛ ترڅو نړیوال پر پاکستان فشار رانه وړي.

د حقاني په خبره، که نړیوال په افغانستان کې سوله غواړي؛ نو اول دې د طالبانو او پاکستان ترمنځ دوستي او په یاد هېواد کې د طالبانو روزنځایونه له منځه یوسي.

باید یاده شي، چې حقاني تر دې وړاندې هم ویلي و، چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر مټ نیابتي جګړه روانه کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.