بلوچ جنگیالیو د یو افسر په ګډون ۶ پاکستاني پوځیان وژلي

454

 بلوچ بېلتونپالې ډلې تېره شپه په پنجګور ولسوالي کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی، چې په پایله کې یې ۶ تنه وژلي.

د یادې ډلې ویاند بیبګر بلوچ رسینو ته ویلي، چې تېره شپه د دوی جنګیالیو د پنجګور ولسوالي په «بالګتر سهاکي» سیمه کې نږدې نیم سات د پاکستان له پوځیانو سره جګړه کړې، چې په نتیجه کې یې یو پاکستانی پوځي افسر او ۵ نور پوځیان وژلي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې چین او پاکستان د بلوچ نسل وژنې هڅه کوي؛ خو دوی به د یادو هېوادونو دا پلان شنډوي او دمګړۍ یې دپاکستاني حکومت پر وړاندې خپلې جګړې تېزې کړې.
باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ جنګیالیو خپلې جګړې تېزې کړې او هره ورځ د ۱۰ په شاوخوا کې پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.