له پاکستان وروسته؛ ایران هم له طالبانو سره نظامي مرستې شروع کړې

810

په ټولینزو رسینو کې لاس په لاس شوي ویډیو ښيي، چې  یو لوړ پوړی ایرانی چارواکی طالبانو ته« صیاد» په نوم د هغو وسلو د استعمال طریقه ورښيي، چې د لومړي ځل لپاره د سوریې په جګړه کې کارېدلې وې.

یاد چارواکی دغه راز طالبانو ته په افغانستان کې د جګړې امر کوي او د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکوي.

که څه هم تر دې وړاندې په هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې له طالبانو سره ایرانۍ وسلې نیول شوې وې؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د ایران حکومت طالبانو ته دا ډول وسلې ورکوي.

یو شمېر کارپوهان باور لري، چې وروسته له هغې، چې افغان حکومت د سلما او کمال خان بندونه جوړ کړل؛ نو ایران د وچکالي سره مخ شو او پر افغان خاوره کې یې د مستقیمې جګړې لپاره اماده ګي ونیوله.
نږدې یوه اوونۍ وړاندې هم د سلما بند پر ساتوونکو طالبانو د ایرانۍ ملېشو په ملتیا برید کړی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.