خدایه! ختم کړه نور جنګ افغانستان کې

سعود بنګښ

950
خدایه! ختم کړه نور جنګ افغانستان کې
امن جـوړ کړه پـه هـر رنګ افغانستان کې
خـدایـه! نــورې د ټـوپکو خـولې کږې کړه
تــه پــر وار د، نی و چنګ افغانستان کې
چـې بـربنډه ک و ن ه تښتي پــه تورخم
خدایه! پاتې کړه تـرې لنګ افغانستان کې
هــر وګړی يې بــاچــا دی هم وزيـــــر دی
تعجب دی، پـــــه ملنګ افـغـانستان کې
چـې ملا د ډار پــنــجــره کې راتــه ګوري
او زه جام ته ورکړم کړنګ افغانستان کې
چې زیب ګل*، او زه نشه، نشه زنګېږو
او هادي* راشي ړنک، ړنګ افغانستان کې
یــوه مسته بـــاده نـــوشــه چې قیام* تــه
شـــراب ورکړي پـــه پــالنګ افغانستان کې
زیبه*!زه او ته به ناست یو مست مدهوشه
خپل مـیـن لالا* تــــر څنګ افغـانستان کې
مــا تــه لــوی افغانستان ښکاري سعوده!
ولې، ولې پـــه دې ړنګ افغانستا ن کې؟
سعود بنګښ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.