پر یوه بدبخته مځکه، بدبخت وګړي

امان عطا

830
پر یوه بدبخته مځکه، بدبخت وګړي
هر بهرنی راځي د ډېرو پر اوږو سپرېږي، نڅېږي، او د خپلو ناولو ګټو لپاره ډېر هم نڅوي…
دلته يو د هاغه بل وينې بهوي.. هغوی چې وینې بهوي، وياړي او د وينو بهول خپل حق او روا ګڼي… او ان د خدای پر دين یې ورتپي..
د هر چا چې وسله په لاس ده، دلته هم د زور څښتن دی او هم د واک.. نه يې څوک پوښتلی شي او نه هم څوک څه ورته ویلی..
دلته وژل دي، زور کارول دي، وحشت دی، ډار او وېره خپرول…
ټول د پردیو ګټو لپاره او د خپلو وګړو پر وینو او جسدونو لوبېږي او نڅېږي….
پړاو په پړاو لوبې او لوبغاړي بدلېږي…
نژدې شل کاله مخکې…
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یوولسمې سره لکه د نن دا لوبه پيل شوې وي… اوکتوبر و، بيا نومبر… څه د پاسه يوه میاشت B52 بمونه وغورځول، او کروز توغندي وويشتل شول، ټانکونه يو ځل بيا له نويو څېرو سره کابل ته ننوتل…
د ډرامې د يو پړاو پای او بل يې ورسره پيل شو…
خو د دې ناوريني پردۍ پالې لوبې کيسې پيل له پخوا و….
۷ کاله ترې مخکې هم دوبی و…
قاهره کې د الازهر پوهنتون ليليه کې وو..
د ۱۹۹۴ کال د دوبي رخصتۍ وې يو چا سفر کاوه، سفرونه هم زده کوونکو لپاره اسانه نه وي، نو چا به چې کاوه بلا يې کوله…
ډېر يې مخه ښې ته ورتلل… موږ هم…
دی د ودانۍ درېيم پوړ کې و، د لومړي پوړ زينو کې بره ختلو..
د يوه نه مې تر غوږو شول “مبارک باشد پيروزي های کابل”…
هغه مهال نو کابل کې جنګونه وو او ويجاړۍ….
ده د يوې ډلې پر وړاندې د بلې د پرمختګ مبارکي ويله…
د هغې ډلې چې دی يې خواخوږی يا ورسره تړلی و…..
دوه کال وروسته ترې بيا د غوبل دې ناوريني کيسې څپرکۍ اوښتی و…
بيا د دوبي پای ورځې وې…
په ټاکلي ډول د ۱۹۹۶ کال سپتمبر و…
بلې ډلې پر کابل وردانګلي وو…
ځينې تښتېدلي او ځينې نور راځوړند شوي وو…
بيا مو هم د الازهر ليليه کې کتل…
د تښتېدليو پلويان خواشيني…
خو د ځينو نورو ترمنځ بيا يو تر بل غېږې وې او د مبارکۍ او خنداګانو تبادلې، د خپل غلیم پر مرګ او وژلو خوشالۍ…
دا بدبخته مځکه ده… بدختي لکه دلته هېڅ پای نه لري…
دلته جګړه په توده وینه روانه ده…
د پرديو ناولې لوبه د ډېرو لپاره په ړندو سترګو، کڼو غوږونو سپېڅلې ښکاري…
د هغوی چې وينې بهولو ته تږي دي، خوند ترې اخلي، زړونه يې کاڼي شوي… له کاڼي هم سخت… کاڼي خو دومره ښه وي، ځینې يې چوي، د اوبو او ژوند لپاره چينې جوړوي…
د دې ناولې پردۍ جګړې لوبغاړو بيا نه پر ښځو او نه ماشومانو، نه سپين ږيرو او نه سپين سرو څه زړونه سوځي…
خو د يو پړاو وژونکي چې ستړي شي، د ځینو سر يې خلاص شي… خپل وحشت ته يې پام شي…
بيا د نورو وینه توده شوې وي او د نورو لپاره يې د جګړې مورچل همداسې تود ساتي…
څلور لسيزې… په پنځو اوړي.. خو د غمیزې کوم پای څرک نه لګي…
هيله يوازې لوی خدای ته ده، چې دا ځورېدلی کړېدلی وګړی نور وژغوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.