افغانستان ته د نغدو پېسو د ليږد پلان

526

په داسې حال کې چې ځيني افغانان د خوړو رانیولو له پاره د کور د توکو پلورلو ته مجبور دي، داسې يوه پلان ته چمتووالی نيول کیږي چې د طالبانو حکومت د تمويلولو پرته نغدې پېسې نېغ په نېغه اړمنو افغانانو ته ورسوي.

رويټرز خبري آژانس ته رسيدلو داخلي پاليسۍ محرمو اسنادو په حواله افغانستان ته د نغدو پېسو د انتقال پلان په داسې حال کې تر کار لاندې دی چې د دغه هيواد اقتصاد د پېسو د کمښت له کبله د پاشل کیدو له ګواښ سره مخامخ دی خو چارواکي لا په دې اړه مشورې کوي چې آيا غربي قدرتونه به وکولی شي د دې په بدل کې په طالبانو خپلې غوښتنې ومني.

دغه نغدې پېسې چې د وچکالۍ او سياسي تحولاتو له کبله د رامنځته کيدونکي بشري بحران مخنيوی یې موخه ده، کيدای شي د امريکايي ډالرو په صورت کې د افغانستان بانکونو ته ورسيږي او هلته د همدې بانکونو له لارې چې د طالبانو له خوا یې اجازه ورکړل شوي وي خو هغوی پکې دخيل نه وي، بې وزلو ته ورسيږي.

د دوو لوړ پوړو چارواکو په حواله د روان بحران د مخنيوي په موخه د نغدو پېسو د ليږد پر پلان سربيره بسپنه ورکوونکي غواړي چې د «اضافي – بشري مرستو» يو صندوق هم رامنځته کړي چې پر مټ به یې معاشونه ورکول کیږي او د ښوونځيو او روغتونو چارې به روانې وي.

يو شمير افغانانو د خپل کور د توکو په پلور لاس پورې کړی دی څو وکولی شي د خوراکي توکو بيه پرې کړي. د امريکايي ځواکونو له وتلو او يو شمير بسپنه ورکوونکو له خوا د مرستو دريدو سره افغانستان له هغو پېسو محروم شوی چې د نړيوال بانک په حواله یې د دغه هيواد ۷۵ سلنه عامه مصارف پوره کول.

Afghanistan | Bildergalerie | Truppenabzugافغانان د لوږې له جدي خطر سره مخ دي

د لویدېځ نادوده تګلاره هغه مشکل انتخاب منعکسوي چې ورسره مخ دي. له يوې خوا لويدېځ اوس هم ژمن دی چې تر دوو لسیزو جګړو وروسته مرسته وکړي او د مهاجرتونو مخه ونيسي، خو له بلې خوا نه غواړي طالبانو ته پېسې ورکړی چې په اګست مياشت کې یې افغانستان ولکه کړ او تر اوسه یې د خپلې تیرې دورې سره داسې کوم د پام وړ بدلون له ځانه نه دی ښوولی.

نغدې پېسې

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې ۱۴ میليونه افغانان له لوږې سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام د افغانستان د برخې مشرې ماري – ايلن مک ګروارتي ويلي چې د پېسو کمښت په ته کتو سره ښایي د افغانستان اقتصاد ډېر ژر وپاشل شي.

هغې زياته کړې: «ډېري میندې او پلرونه خپله خواړه نه خوري څو یې اولادونه د خوړو له پاره يو څه ولري.»

په دې وروستيو کې لويديځو دېپلوماتانو او چارواکو د نغدو پېسو د ليږد د يوه سسټم د رامنځته کولو له پاره هلې ځلې پيل کړي دي.

په دې اړه معلومات لرونکي يوه چارواکي ويلي دي چې د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام په دې وروستيو کې لس میلیونه افغانۍ د سيمه ایزو بانکونو له لارې ويشلي دي او په نزدې راتلونکي کې به نورې پېسې هم وويشل شي.

دغه چارواکي زياته کړه چې له پاکستان څخه د ډالرو په شکل د ډېرو نغدو پېسو ليږ هم يوه هڅه ده.

يو لوړپوړي ديپلومات وويل چې افغانستان ته د نغدو پېسو د داخلولو دوې نورې لارې هم د طرحه ریزې په پړاو کې دي. د لومړي پلان له مخې به د خوراک نړيوال پروګرام پېسې وليږدوی او نېغ په نېغه به یې خلکو ته د خوراکي توکو د رانیولو له پاره ورکړي. دا هغه څه دي چې دغه اداره یې اوس په کوچنۍ کچه ترسره کوي.

د دیپلومات په حواله دويم پلان دادی چې بانکونو ته رسيدلې پېسې به د ملګرو ملتونو د ملکيت په توګه ساتل کيږي. له دې  پيسو څخه به د ملګرو ملتونو د ادارو د عملې او همدا راز د غير دولتي موسسو د کارکوونکو معاشات ورکول کیږي.

Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul

د اروپايي ټولنې يوه لوړپوړي چارواکي وويل: «که د [افغانستان] اقتصاد وپاشل شي نو د پایلو بيه به یې موږ پرې کوو.» هغه زياته کړه: «هيڅوک نه غواړي د طالبانو په رسميت پيژندلو کې دې بيړه وشي خو موږ اوس اړ يو خبرې او چلن ورسره وکړو. اوس دا خبره مطرح نه ده چې آیا خبرې ورسره وکړو او که نه بلکې دا چې څنګه لاره ورسره غوره کړو.»

نهه ميليارده ډالر د فشار د آلې په توګه

د دوو سرچينو په حواله په يوه جلا هڅه کې، اروپايي ټولنه، بريتانيا او امریکا متحده ایالت د يوه نړيوال صندوق پر رامنځته کولو بحث کوي چې له طالبانو سره پر معاملې پرته، سيمه ایز خدمات تمويل کړي.

طالبانو په سملاسي توګه هغې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی چې د نغدو پېسو د ليږد د پلان په اړه د تبصرې له پاره ترې شوې وه.

د امريکا د خزانې وزارت له خوا ويل شوي ول چې د خپلواکو نړيوالو سازمانونو او غير دولتي موسسو له لارې به د بشري مرستو اجازه ورکړي. په کابل کې اوسنی حکومت د تکیه کولو له پاره ډېر څه نه لري. د افغانستان نهه ميليارده ډالره شتمنۍ کنګل دي او د هيواد په مرکزي بانک کې موجودې زياتره زېرمې مصرف شوي دي.

د افغانستان د مرکزي بانک يوه پخواني چارواکي شاه محرابي وويل: «که چېرې دغه شتمنۍ کنګل پاته شي نو افغان سوداګر به د محصولاتو د واردولو پر وخت د بيې پرې کولو توان ونه لري، بانکونه به سقوط شي او خوراکي توکي به قحط شي.»

رويټرز ته تيره میاشت د يوه رسيدلي سند په حواله آلماني او فرانسوي چارواکي پر دې غور کوي چې د پيسو اړم پر طالبانو باندي د فشار اچولو په توګه وکاروي. چارواکي په دې اړه په يوه دوه مخیز رپوت کې ويلي: «هيوادونه به وکولی شي د طالبانو په رسميت پيژندل د هغوی له خوا د شرطونو په پوره کولو پورې وتړي.»

په دې تړاو زياته شوې: «اقتصاد او تجارت هغه قوي آلې دي چې موږ يې د فشار اچولو په برخه کې لرو.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.