انګور مو له زړښت څخه ژغوري

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

1,698

انګور یو له خوندورو مېوو څخه ده، چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې پيدا کېږي. ددې مېوې یوه ښه ځانګړنه دا ده، چې په بېلابېلو بڼو وده کوي او ګڼ شمېر اقسام لري. همدارنګه که انګور وچ کړای شي، نو ممیز ترې لاسته راځي. تاسو به په دې لیکنه د همدې خوندورې مېوې پر روغتيايي ګټو پوه شئ.

 

انګور

انګور چې په ځينو پښتون مېشتو ځايونو کې یې “کور” هم بولي، د افغانستان په ګڼو سیمو کې پيدا کېږي. د ښه خوند او بېلابېلو ډولونو له کبله ګڼ شمېر مينوال لري. د ويټامينونو او معدني موادو يوه ښه منبع ده. د لا ښه پېژندنې لپاره به یې پر غذايي ارزښت هم پوه شو.

 

غذايي ارزښت

په انګورو کې شته ويټامينونه عبارت دي له: ويټامين کا ـ K، ويټامين سي ـ C او ويټامين بي۶ ـ B6. ددې ترڅنګ فنول او پلي فنول هم د یادولو وړ دي. تیامین، ریبوفلاوین، نیاسین او فولات هم په کې موجود دي. له دې ټولو سره ـ سره انګور د پوتاشیم، کلسیم، مګنیزیم، فاسفر او سوډيم یوه بډایه منبع ده. انګور د رژيمي فایبر، سالم کاربوهايډرايټ، انتي اکسیدان او یوه اندازه پروټين درلودونکي دي.

لکه څنګه چې پوهېږو انګور هم لکه د نورو ټولو مېوو ګڼې روغتيايي ګټې لري. ځينې یې په دې ډول دي.

 

د زړښت مخنیوی کوي 

په دې مېوه کې شته فلانوئيدونه د آزادو راډيکالونو د خطر کچه په بې سارې توګه راټيټوي او يا یې په مطلق ډول مخنيوی کوي. په دې توګه د انسان د زړښت پروسه د انګورو په مرسته کمرنګه کېږي او انسان ژر نه زړېږي. نو که غواړئ ژر زاړه نه شئ (تر ډېره ځوان پاتې شئ) پخپل غذايي رژيم کې انګورو ته ځانګړی ځای ورکړئ.

 

هډوکي مو پیاوړي کوي

د انګورو له روغتيایي ګټو څخه یو هم د هډوکو پیاوړتیا ده. په دې مېوه کې موجود مس، اوسپنه او مګنېزیم ددې سبب کېږي، چې هډوکي مو غښتلي شي. همدارنګه څېړنو ښودلې ده، چې په مناسبه اندازه د انګورو خوړل د هډوکو د پوک کېدو مخنیوی هم کوي.

 

د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي 

انګور په بدن کې شته اکسید نیتریک ته ډېروالی ورکوالي او دا هغه مواد دي، چې د وینې د پنډ کېدو مخنيوی کوي. په دې توګه ستاسو د زړه روغتيا تضمینېږي. همدارنګه د بدو کلسترولونو (LLD) مخنيوی کوي. دا هغه کلسترونه دي، چې د انسان په بدن کې د رګونه د بندښت سبب کېږي. له دې سره ـ سره په انګورو کې شته انتي اکسيدانونه (resveratrol او quercetin) د آزادو راډیکالونو د بدو اغېزو مخنيوی کوي.

 

د قبضيت درملنه کوي

انګور د قبضيت په ختمولو کې خورا ګټور ثابتېږي. په دې مېوه کې موجود قند، سلولوز، اسیدونه او فایبر ټول هاضمۍ سیسټم د پیاوړتيا او هم د مدفوع سیسټم په ښه والي کې ګټور رول لوبوي. دا هم مه هېروئ، چې روغتیاپالان د اسهال په وخت کې له دې مېوې څخه ګټه اخیستنه ناسم کار بولي.

وروستيو ترسره شوو څېړنو ددې مېوې ګڼې نورې روغتيايي ګټې رابرسېره کړي دي، چې ځينې یې په دې ډول دي:

  • ـ په مېرمنو کې د سینې د سرطان مخنيوی کوي
  • ـ د ناهضمۍ ستونزه حلوي
  • ـ ستړيا کموي/ له منځه وړي
  • ـ د پښتورګو اختلالات کموي
  • ـ د کلسترول د سطحې توازن ساتي
  • ـ د باکتریا ضد خاصیت لري
  • ـ د آلزایمر خطر کموي
  • ـ د بدن ایمني سیسټم پیاوړی کوي
  • ـ تر یوه بریده د سرطان مخنیوی هم کوي

 

مه هېروئ!

که هر ډول مېوې خورئ، له خوړلو وړاندې یې په پاکوالي ځان ډاډه کړئ. انګور هم له خوړلو وړاندې په خالصو او يا هم مالګينو اوبو سره پرېمینځئ. که دې ټکي ته پام و نه کړئ، کېدای شي د ګټې پر ځای یې د ضرر او خطر کچه لوړه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.