د ایران دولتي ورځپاڼه: د ایران مرستې خلکو ته نه بلکې طالبانو ته رسیږي

688

یوې ایرانۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې د اطلاعاتو له مخې د ایران مرستې طالبان ترلاسه کوي او په خپله خوښه یې مصرفوي. دغې ورځپاڼې طالبان یوه «ترهګره ډله» بللې او په ځانګړې توګه پر هزاره ګانو باندې د دې ډلې پر ظلم یې انتقاد کړی دی.

د ایران حکومت ته نږدې ورځپاڼې د شنبې ورځې (د اکتوبر میاشتې ۹ نیټه) په ګڼه کې د طالبانو افراطي ډله د افغانستان د عام خلکو له پاره د ایران له بشردوستانه مرستو څخه په ناوړه استفادې تورنه کړې ده.

د داخلي بحرانونو په کلونو کې په ځانګړي توګه د طالبانو د پرمختګ او واک ته تر رسیدو وروسته د دغه هیواد وګړي د خپلو اړتیا د پوره کولو له پاره د بهرنیو هیوادونو او بنسټونو له خوا مرستو ته اړتیا لري.

د تسنیم خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د ایران د بشري مرستو پنځمه بسته چې ۵۰ ټنه وزن لري او خوراکي توکي، درمل، کمپلې، د اکسیجن بالونونه او د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ نور توکي په کې شامل دي، د کابل هوایي ډګر ته رسیدلي دي.

اکثریت خلک د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي

د دې رپوټ پر بنسټ په تیرو ورځو کې څلور نورې محمولې هم د ځمکې او هوا له لارې افغانستان ته لیږل شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان د ارزونې له مخې په اوس وخت کې یوازې نږدې پنځه سلنه افغانان د ورځې درې وخته با کیفیته خوړو ته لاسرسی لري.

ایرانۍ ورځپاڼې له دغو مرستو څخه د استفادې د څرنګوالي په هکله لیکلي دي: «موجوده اطلاعات ښيې چې د ایران مرستې چې د طالبانو ترهګره ډله یې ترلاسه کوي د همدې ډلې په خوښه او په ځانګړي مواردو کې د دوی د نظر مطابق مصرفیږي او واقعي اړمنو ته نه رسیږي.»

یادې ورځپاڼې افسوس څرګند کړی دی چې: «پر افغانستان د طالبانو د ترهګرې ډلې تسلط او هغه ستونزې چې خلکو ته یې رامنځته کړي دي، له خلکو څخه یې د عادي ژوند زمينه سلب کړې ده.»

په دې رپوټ کې د طالبانو ډله تورنه شوې ده چې له لیرې پرتو کلیو اوسیدونکي او په ځانګړي توګه هزاره لږکۍ یې له خپلو کورونو، ملکیتونو او زراعتي ځمکو څخه شړلي دي. د دې رپوټ پر بنسټ له دې اقدام سره یو شمیر له دغو کورنیو څخه اوس بی کوره شوي او داسې دښتو ته تللي دي چې هیڅ ډول امکانات په کې نشته.

پر طالبانو د جنګي جنایت تور

څو ورځې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان اعلان وکړ چې طالب جنګیالیو د افغانستان ۱۳ هزاره اوسیدونکي وژلي او د جنګي جنایت مرتکب شوي دي. دغو کسانو د افغانستان د پخواني حکومت د نظامي ځواکونو غړي ول چې ۹ تنه یې بې له محکمې اعدام شوي دي.

دغې ورځپاڼې د ایران له مسئولینو څخه غوښتي دي چې د ایران له بشردوستانه مرستو څخه د طالبانو د سوء استفادې په دلیل دې دغه مرستې په مستقیم ډول محرومو سیمو ته واستوي. دغې ورځپاڼې غوښتنه کړې ده: «ایراني ناظران دې د سیمه ایزو مسئولینو ترڅنګ پر دې کومکونو نظارت وکړي او د احتمالي سوء استفادې مخه دې ونیسي.» څو اړمنو کسانو ته د دغو مرستو د رسیدو ډاډ ورکړل شي.

ډیر شمیر هیوادونو او نړیوالو بنسټونو د طالبانو واک ته تر رسیدلو وروسته افغانستان ته د بشردوستانه مرستو دوام مشروط اعلان کړی دی، خو د وضعیت د خرابوالي له امله دا لړۍ تقریباً بی له ځنډه پر مخ روانه ده.

د نړیوالو بنسټونو ترڅنګ، ډیر شمیر هیوادونو د هغو له ډلې څخه پاکستان او سعودي عربستان په دې وروستیو ورځو او اونیو کې له افغانستان سره د پام وړ مرستې کړي دي.

د بشري حقونو د یو شمیر سازمانونو په خبره په افغانستان کې د بشري مرستو د استفادې د څرنګوالي په هکله جدي شکونه موجود دي.

وروسته تر دې چې طالبانو کابل ونیوه ډیر شمیر نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې خپل دفترونه رخصت او ډیرو یې بیا خپل همکاران له افغانستانه و ایستل. په دا ډول یو وضعیت کې د دغو مرستو څخه د استفادې پر څرنګوالي نظارت چې باید د افغانستان عام وګړو ته ورسیږي، ډیر ستونزمن کار دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.