د ګیله من مقام

130

ګیله من ځوان شهید شو، نوموړي چې په لږ عمر کې کوم مقام لاس ته راوړ، ګیله من چې په کم عمر کې څومره د خلکو زړونه وګټل، هغه نوم او هغه مقام کوم پښتون رهبر ګټلی نه دی، که اسفندیار ولي دی، که محمود خان اڅکزي دی، که اجمل خټک دی، که مولوي فضل الرحمن دی، که ولي خان دی، که نجیب دی، که غني دی ، که نور پښتانه مشران دي، يو هم د دومره عزت خاوندان نه شول . د ګیله من په جنازه کې له یو نیم ملیون څخه ډیرو خلکو ګډون وکړ ، له چترال نه نیولی تر کويټې، له ګراچۍ نیولې تر پیښوره خلک له کورونو راووتل او په سوونو کیلومیټره لار یې په موټرو کې ووهله او د جنازې مراسمو ته یې ځانونه ورسول، ډیر شمیر افغانان هم دده په جنازه کې شریک شول، ملیونونه پښتانه د شهيد ګیله من په مرګ د غم په ټغر کیناستل ، ويې ژړل ، ویرونه یې وکړل، خپګانونه او افسوسونه يې ښګاره کړل. په سل هاو زره خلکو د شهيد لپاره د جنازې غيابي لمونځونه وکړل ، په افغانستان کې او په اروپا کې د جنازې غيابي لمونځونه ادا شول .
ګیله من د وطن او قام د پاره ځان قربان کړ، خپله ځواني يې لوګۍ کړه ، هغه به دا خبره کوله چې که زه مړ شوم نو زما جسد د افغانستان په درې رنګه بیرغ کې پیچلی ښخ کړئ . نوموړي له افغانستان سره بې انتها مینه درلودله ، دغه بې انتها مینه ددې سبب شوه چې ګیله من خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي .
مونږ په تاریخ کې ډير لوړ شخصیتونه وليدل چې له افغانستان سره یې مینه درلودله او ځانونه یې افغانان ګڼل ، خوشحال خان ويل:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټګ يم
همدارنګه ولي خان، غني خان ، حمزه بابا هم ویل چې دوي افغانان دي ، ډير نور پښتانه شاعران، سياستمداران چې په ګوټه پښتونخوا کې ژوند کوي ، وايي چې دوى افغانان دي .
ګیله من هم ځان افغان ګڼلو ، او په افغانيت يې فخر کولو، ځان افغان ګڼل کومه ګناه نه ده ، دا د هر چا خوښه ده چې ځانته څه وايي.
ګیله ولې مشهور شو او د خلکو په زړونو کې یې ځای ونيولو، دا ځکه چې هغه ساده او د خلکو په ژبه يې خبرې کولې او حماسي اشعار يې ویل، دا ځکه چې د ګیله من زړه پاک ؤ او لکه د ځينو سیاستمدارانو يې دروغ نه ویل ، څه چې يې په زړه کې وو هغه يې ویل . دوهم دا چې زړه ور ؤ، با غيرت ؤ، همت يې درلود، صداقت يې درلود ، زړه يې د مینې او خلوص یوه خزانه وه . حقیقت يې څرګندولو او په زړه کې یې له چا ویره نه وه. څیني سياستمداران وو او اوس هم شته چې د خلکو په زړونو کې ځای نه لري ، دا ځکه چې مبارزه یې لکه د ګیله من د حق مبارزه نه ده بلکه د ځان ساتلو مبارزه ده، دا خلک دوه مخي سیاستونه لري، خو د ګیله من مخ او شا یوه وه .
ګیله من د یو انسان په حیث د دې حق دار نه ؤ چې څوک يې مړ کړي، دا ژوند ورته الله پاک ورکړي ؤ، دا استعداد ورته خدای پاک ورکړی ؤ ، د داسې پاک او با استعداده شخصیت وژل ستره جفا او عظیمه ګناه ده. له ګیله من څخه اولادونه پاتې شول، ګوچني ماشومان، تنګي ماشومان ، دوه هلکان او درنې نجونې . ایا دا ظلم نه دي چې دا تنګي معصوم ماشومان دې بې پلاره شي .
ګیله من یو حماسي شاعر ؤ ، لکه د ملنګ جان يې له قام او وطن سره مينه وه، د ملنګ جان له مرګ څخه شپږ لسیزې تیریږي خو بل ملنګ جان پيدا نه شو، همداسې به څو لسيزې تیری شي خو بل ګیله من به پيدا نه شي
که هر څه رانه وژنې فکر او خیال مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته ډیر تاوان لیدلی دی
هو د ګیله من په وژلو وطن ته ډیر ډیر تاوان ورسید ، يو واقعي مبارز ، يو حماسي او رزمي شاعر له لاسه لاړ.
په افغانستان کې او پاکستان کې ، او په بل هر هيواد کې ښايی چې هر څوک د ژوند کولو حق ولري، د بیان د ازادۍ حق ولري ، د فکر د ازادۍ حق ولري، د قلم د ازادۍ حق ولري، د خبرو کولو حق ولري، د تعلیم د حاصلولو حق ولري، که دا ازادۍ نه وي نو بیا په دې صورت کې ژوند د غلامۍ او برده ګۍ ژوند ګرځي . په پاکستان کې پنجابی، سندی، بلوچی او پښتون باید یو شان حق ولري چې ژوند وکړي، او حقوق یې په مساوي ډول ورکړل شي ، په افغانستان کې هم مختلف قومونه ژوند کوي، پښتون دی، که تاجک دی، که ازبک دی ، دوي ټول د ژوند کولو حق لري ، د ټولو حقوقو ته احترام کول د دولتونو ملي او شرعي وظیفه ده. که د دوي حقوقو ته احترام ونه شي نو دا به له دوي سره لويه جفا وي . الله پاک په قران پاک کې وايي: يا ايهالناس انا خلقناكم شعوبا و قبائل لتعارفوا . إن أكرمكم عندالله اتقاكم
که دولتونه د خلکو او قومونو حقوقو ته احترام وکړي نو د هیوادونو ټول داخلي او خارجي ستونزې به خپله په خپله حل شي او که حقوقو ته احترام ونه شي نو هیوادونه به تل په سیاسي، اجتماعي، اقتصادي ا. امنیتي ستونزو کې اخته وي او د حل لارې به نه وي .
کله چې د ګیله من په شان مبارزین خپل اواز اوچتوي ، ددې معنی دا ده چې هلته مشکلات شته، د خلکو حقوق تر پښو لاندې شوي دي، حقوق یې تلف شوي دي ، که داسې نه وې نو ولې به د ګیله من په شان ځوانان د حق د حاصلولو لپاره خپل غږ اوچتوي، خپل سرونه به قربانوي او کفنونه به له ځان سره ګرځوي .
د ګیله من شهادت په قوم کې د لا ویښتیا او بیدارۍ سبب ګرځي ، د ګیله من وينه ډیره قیمتي وينه ده او د دې وينې په قیمت به په زرهاؤ نور ګیله مندان پیدا شي چې همدا لار تعقیب کړي . بهتره ده چې هر دولت په خپل هیواد کې د ټولو وګړو او قومونو د عزت او احترام خیال وساتي او خپل هیواد له ورانۍ او بربادۍ وساتي.
په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.