د پښتون ژغورنې غورځنګ جدوجهد او مبارزه

لیکوال: روین پوپل

82

په تاریخي او سیاسي لحاظ د پښتون ژغورنې غورځنګ په سویلی اسیا کې یو له هغو سترو ډیموکراټیکو او متحرکو حرکتونو څخه دې چې د دغه غورځنګ سوله ييز او دوامداره سياسي کړنې به په راتلونکي اوږدمهاله کې نه يوازې په پاکستان بلکې په ګاونډو هیوادونو کې به هم په سوله ایز  او دیموکراتیک ډول د حق غوښتنی لپاره بنسټیز لاره هواره کړي. د پښتون په خاوره له (پیر روښان او فخر خان عبدالغفار خان) وروسته د لر پښتنو لخوا د گډ افغاني حقوق او ارزښتونو د ساتلو په پار یوه بشپړ او بې ساری پرمختګ رامنځته شوې چې د وخت جابر ریاست یې ګوته په غاښ کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) منځته راتګ

په ۲۰۱۰ کال په سویلي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د (TTP) پر ضد نظامي عملیات پیل کړل چې په ترځ کې یې د سیمې خلک مجبور شول چې له وزیرستان څخه د پاکستان نورو برخو ته هجرت وکړي، ډیری خلکو یې کراچې، دیره آسماعیل خان، او پیښور ته کډې وکړئ. هغه مهال په دغو سیمو کې دوی له دوو ستونزو سره مخ وو: په نویو ځایونو کې کورونه پیدا کول او د حکومت له طرفه په نوم وزیرستاني ته د شک په سترګه کتل. اکثر خلک یې د شک په قضیو کې بندیان شول او په کلونو ورک شول یا ووژل شول. د نورو ډیرو خلکو غوندي یوه بیلګه یې د پاکستان ستر کراچې ښار کې د ۲۰۱۸ کال د جنوری په ۱۴مه د ځوان موډل (نقیب الله محسود) مرګ و چې په پایله کې یې (PTM یا د پښتون ژغورني غورځنګ) په نوم تحریک رامنځ ته شو. دا غورځنګ چې پخوا د (محسود تحفظ مومنټ یا MTM) په نوم بلل کیده، د منظور احمد پښتین په مشرۍ چې د نقیب محسود د مرګ نه وروسته یې په اسلام آباد کې د مطبوعاتو دفتر مخې ته پرلت وکړ د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم بدل شو. د پولیسو دا ادعا وو چې نوموړې محسود له افراطي وسله والو ډلو سره تړاو درلود او له موږ سره په مخامخ (Encounter) کې ووژل شو. نقیب محسود ته د حق غوښتلو په تړاوو له دیره اسماعیل خان څخه کابو د ۲۰ کسانو په ګډون خپله احتجاجي غونډه پیل کړه او دغه لاریون کوونکي په کم تعداد سره د پاکستان په پلازمېنه کې د خبریالانو دفتر مخې ته راووتل چې شیبه په شیبه یې شمېر زرګونو تنو ته پورته کیدل، د لاريون کوونکو شمېر دومره زيات شو چې د نورو ایالتونو او ښارونو څخه خلک هم د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته  ځانونه  را ورسول او له لاريون کوونکو سره يو ځاى شو. څه کم له لسو ورځو وروسته (له نقیبه تر نجیبه) شعار د ملیونونو پښتنو په رسا غږ بدل او د تاریخ په پاڼو کې (د پښتون ژغورنې غورځنګ یا PTM) په نوم د یوې نوی مبارزې فصل پرانیستل شو. په لومړیو کې خو د پاکستان ریاست او پوځ دغه لاریون جدی ونه نیول تر څو چې د لاریون کوونکو له منځه د پوځ پر ضد شعارونه پورته شوی: (یه جو دهشتګردی هی ایس کې پیچی وردی هی) یعنې د دې ټولې ترهګرۍ ترشاه هغه کسان دي چې یونیفورم یې اغوستی مطلب د پاکستان (وسله وال ځواکونه) د دوی سخت شعارونه لکه باجوه باجوه (د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه) دهشتګر، خپله خاوره او خپل اختیار، پښتنو ته ژوند او حقوق غواړو، دا څنګه آزادي ده، جنرالان مو غداران دي دوی د اساسي قانون څخه سرغړونه کوي… او په لسګونه داسې نور سخت شعارونه یې ورکړل. له دې وروسته د چارواکو لخوا پاکستاني رسنیو ته اجازه نه ورکول کیده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ددوي د مشرتابه په تړاوو اړوندو پېښو ته خبري پوښښ ورکړي.

وروسته حالاتو دا جوته کړه چې د اسلام اباد پرلت یوازې احساساتي پرلت نه بلکې ډیر اغیزناک حرکت وو او پښتنو ته یې هغه څه وکړل چې نورو ملت پالو ګوندونو لکه عوامي نیشنل ګوند او پښتونخواه ملي عوامي ګوند په ډیر وخت کې د دوی لپاره ونه کړل، نه یواځې په پاکستان بلکې د نړۍ له لر او بر څخه د پښتنو د حق لپاره غږ پورته شو، د پاکستان په لویو ښارونو کې یې پراخ احتجانونه او پرلتونه وکړل، نتیجه یې له زندانونو څخه لا درکه خلک راخلاص یا عدالتو ته وړاندي شول، په پښتونخوا او نورو سیمو کې د پوځ څخه د خلکو ویره کمه شوه او پوځ هم خپل چلند خلکو سره نرم کړ. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشري د منظور احمد پښتین په نوم یو ۳۲ کلن ځوان کوي او د دې ډلې د مشرتابه ډېری غړي تعلیم یافته ځوانان دي لکه محسن داوړ، علی وزیر، ګلالی اسماعیل، وړانګه لوڼې د یاد خوځښت پیژندل شوي څیري دي. د دغه غورځنګ د لایحې لومړۍ او دویمه ماده پر دې ټینګار لري، چې دا غورځنګ نه سیاسي ګوند دی او نه د کوم سیاسي ګوند او جریان برخه دی. پښتون ژغورنې غورځنګ د مظلومو د حق غوښتنې غورځنګ دې او د منظور پښتین (سره خولۍ )د مظلومو د حق غوښتنې د یو انقلابی او مدنی مقاومت سمبول دې.

منظور احمد پښتین/پشتین څوک دې؟

منظور احمد پښتین په ۱۹۹۲ کال کې د سوېلي وزیرستان په یؤ وړوکي کلي (مولا خان سرای) کې زیږېدلی دی. پلار یې عبدالودود محسود د کلي په ښوونځۍ کې ښوونکی و نو ځکه منظور احمد خپلې زده کړې د خپل کلي په ښوونځۍ کې پیل کړې. د تعلیم او تحصیل لړۍ يې د ګومل پوهنتون دېره اسماعیل خان څخه د څارو د ډاکټر (DVM) د سند په اخېستو پای ته رسولې. پښتین د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د جنورۍ تر آخره یو ګمنام ځوان و او هیچا نپېژانده، مګر کله یې چې د فبرورۍ په لومړۍ ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ په ضد احتجاجي پرلت ووهلو نو د هر پښتون په زړه کې یې ځای وموند او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتونو وپېژانده. ښاغلی پښتین په قوم مسید دی او په یوې غریبې کورنۍ کې پیدا شوی. وړوکوالی یې په خپل محل او کورنۍ کې تېر شوی او تنکی ځوان و چې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د پاکستان د پوځي عملیاتو په ترځ کې سره د کورنۍ د خپلې سیمې نه کډوال شو. د کډوالۍ ژوند یې په دېره اسماعیل خان کې تېر کړې. ښاغلی پښتین د عدم تشدد سرلاری خان عبدالفغار مشهور په باچا خان، د روښانیانو د تحریک مشر بایزید روښان چې په پیر روښان هم شهرت لري او د پښتنو د غني تاریخ د ادب ننګیال خوشحال خان خټک خپل لارښود او الګو مني. د پوهنتون په دوره کې منظور  پښتین د (Tribal Students Organization) مشر هم پاتې شوی او د نړۍ د ډېرو انقلابونو او انقلابیانو په اړه یې ډېر مطالعه کړی. ښاغلی پښتین په خوی ډېر عاجز دی او نږدې ملګري يې وايې چې منظور ډېر شریف او ذهین زلمی دی، او په خپل مقصد مین او په خپل دریز کلک ولاړ دی. منظور پښتین د پښتون د وېښتابه رهبر او د یوه ستر تاریخې پښتنیز انقلاب بنسټګر دی. د ده سره خولۍ چې اوس یې هر څوک د منظوري خولۍ په نامه پېژني د یوه مدنی مقاومت د سمبول په توګه نن سبا په پښتنو کې ځای موندلای دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ اساسي غوښتنې 

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستانی ریاست څخه لاندې اساسي غوښتنې لري :

لومړې: د محکمې پرته د پښتنو غیر قانوني وژنو ته د پاې ټکې کېښودل

دویم: د پښتنو له ساحو څخه فوځي چیک پوسټونه یا پوځي پوستې ختمول یا هلته د ځايي خلکو سره خپل چلند ښه کول.

درېیم: هغه لا درکه خلک چې په زندانونو کې پرته له کوم عدالت او محکمې پراته دي محکمې ته وړاندي کول.

څلورم: د پښتونخوا کې د ځمکنیو مایونونو تصفیه کول.

پنځم: پرته له عدالت او محکمې چې کوم خلک وژل شوي هغوی انصاف ورکولو لپاره یو آزاد کمیسون جوړول.

شپږم: د پښتنو په سیمو کې د جنګ له وجې کوم مکتبونه، روغتونونه، دوکانونه او مارکیټونه نړیدلي د هغوی بیا رغول.

او داسې نور….

د غورځنګ ملاتړي څوک دي ؟

لومړې: د  پښتون ژوغورنې غورځنګ ملاتړي یوازې ملت پال خلک نه بلکې په لوی شمیر د وزیرستان او د پښتنو د جنګ ځپلو سیمو خلک هم دي چې د کورنۍ غړي یې لا درکه یا وژل شوي دی. د وزیرستان پښتانه سوداګر، ګوندی او قومی مشران، ځایې خلک او هغه خلک چې جنګ کې تاواني شوي یا کورونه یې نړیدلې، د خپل غوښتنو د غږ پورته کولو لپاره د (پي ټی ایم) سټیج ته ورغلي. په دې کې څه اوس هم شته او څه ترې جلا شوي.

دویم د پښتون ژغورنې غورځنګ فکري ملګري لکه د پیپل دیموکراټیک مخکښ غړې عصمت شاه جهان، بشرا ګوهر، ګلالۍ اسماعیل. او د عوامي نیشنل ګوند افراسیاب خټک هم ددې غورځنګ سره فکري بلدتیا لري.

درېيم سیاسي ګوندونه لکه پښتونخواه ملي عوامي پارټي ( چې مشر یې محمود خان اڅکزی دی) چې په جنوبي پښتونخواه ان تر کراچۍ یې د دوی سره په جلسو کې ګډون وکړ.

څلورم: د ډیورنډ له کرغیړنې کرښې دیخوا پراته د افغانستان اکثریت پښتانه چې په (ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان، کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، وردک،غزنی، لوګر، ارزګان،هلمند او کندهار) ولایتونو کې میشت دي.

وروسته له هغې چې د بلوچستان په لورلايي ولسوالۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر ارمان لوني د پاکستان د پولیسو له خوا د نیول کېدو پر مهال ووژل شو، د افغانستان د وخت ولسمشر محمد اشرف غني په خپل شخصي ایکس پاڼه کې په دې اړه څرګندونې وکړې. ښاغلي غني په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې (افغان حکومت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د سوله ییزو لاریون کوونکي او مدني فعالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ژوره اندېښنه لري او دا د هر حکومت اخلاقي مسوولیت دی چې د هغو مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي چې د ترهګرۍ پر ضد ګامونه پورته کوي. امرالله صالح د ولسمشری ماڼې پخوانې لومړې معاون د سوله ایزو لاریون کوونکو څخه ملاتړ خپل اخلاقی وجیبه ګڼلې او داسې نور سیاسی قومی مشران او ټولنیز ځوانان یېې ملاتړ کوي.

(PTM) یا پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل مبارزې په لاره کې خپل کلک ملاتړی لکه شهید ارمان لوڼې، شهید عارف وزیر او تازه یې نوې راټوکېدلی ګل (شهید ګیله من پشتین) دلاسه ورکړي. په ټوله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مبارزې موخه د پښتون قوم لپاره او په پښتنه ټولنه کې د هغې خلا/تشې ډکول دی (د پښتون لپاره د ژوند اساسی او شرعی حق) غوښتل کوم چې پښتانه ترې په کلونه محروم پاتې شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.