وروسته تر هغې چې طالبانو په ټول هېواد کې له شپږم ټولګۍ پورته د ښځينه زدهکوونکو پرمخ د ښوونيزو مرکزونو دروازې وتړلې، په ميليونه لوستې نجونې چې د لوړو زدهکړو کولو هيلې يې لرلې پر کور پاتې شوي دي.
د طالبانو د پوهني وزارت پخواني وزير مولوي نورالله منیر سوېلي ولايتونو ته په سفر تللی و او هلته يې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، خلک او کورنۍ یې نه غواړي چې په خپلو لوڼو زدهکړې وکړي او په خبره يې، د زدهکړو نه ترسره کېدل د افغانانو کلتور دی. د منير د دې څرګندونو سره سم په سوېلي زون کې د ښوونځيو نجونو وښوده چې دوی زدهکړې کول غواړي او بايد زمينه ورته برابره شي.
په کندهار ولايت کې هغه ښځينه زدهکوونکې چې کلونه يې په ښوونځيو کې زدهکړې کړي او دا مهال يې طلبانو پر مخ ښوونيز مرکزونه تړلي، په مدرسو کې کې یې د زدهکړو ته مخه کړې ده.
۲۲ کلنه عافيه چې په نهم ټولګي کې وه او اوس زدهکړې ترې پاتې شوې، له ۸صبح سره يې په خبرو کې وويل، که څه هم د طالبانو له خوا پرې د ښوونځيو دروازې بندې شوي، خو اوس د خپلو هيلو د پوره کېدو لپاره یې په مدرسه کې خپلو زدهکړو ته دوام وکړی دی. د نوموړې په خبره، که څه هم د ښوونځي چاپیریال د مدرسې په پرتله څو چنده ښه او مناسب دی، خو په وینا یې، دا چې ښوونځي بند دي او دوی پر کور ناستې دي، نو د خپل ځان د بوخت ساتلو او د زدهکړو کولو لپاره یې مدرسې ته مخه کړه.
د دې ښځينه زده کوونکي په خبره، په ديني مدرسو کې ورځ تربلې د ښځينه زدهکوونکو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی او ټولې هغه نجونې دي چې کلونه کلونه يې ښوونځي او پوهنتونونه لوستي دي.
هغې وويل: «ډيرې زياتي نجونې مدرسې ته راځي، ورځ تربلې د هغو نجونو شمېر زیاتېږي چې پخوا ښوونځي ته تلې. ښوونځي ته خو موږ تور کالي اغوستل، خو مدرسو ته د کور په کاليو کې ورځو او دا چاپیریال د ښوونځي له چاپېریال سره ډېر فرق کوي، ځکه د ښوونځي چاپېریال ډېر ښه او منظم وي.»
په ديني مدرسو کې پر زدهکړو بوختې ښځينه زدهکوونکې وايي، په ښوونځيو کې د دوی لپاره ځانګړي یونیفورم ټاکل شوی و او ټولو نجونو به هره ورځ ښوونځیو ته د تلو پرمهال هماغه جامې اغوستلې. دا وايي چې په ديني مدرسو کې د جامو بدلېدو ته اړتيا نشته او ټولې نجونې چې څه ډول جامې اغوندي زدهکړې په کې کولای شي.
ښځينه زده کوونکي وايي، که څه هم په مدرسو کې يې اوس مهال زدهکړي روانې، خو هېڅکله د ښوونځيو د زدهکړو ځای مدرسې نه شي نیولای. د دغه ولايت یوه بله ښځينه زدهکوونکې عايشه له طالبانو غوښتنه کوي چې د نجونو پرمخ دې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې خلاصي کړي.
د دې زدهکوونکې په وينا، چمتو دي ترڅو د مدرسو په لباسونو او ميتود ښوونځيو ته هم لاړې شي او زیاتوي چې طالبان باید نور له کوم دليل پرته د نجونو پرمخ ښوونيز مرکزونه پرانېزي.
هغې وويل: «موږ په اسلامي حجاب کې ښوونځي ته ځو، له اسلامي حجاب سره څه ستونزه نه لرو او کېدای شي چې طالبان خپل يو هدف ولري چې د نجونو مدرسو ته يې اجازه ورکړې؛ خو زمونږ لپاره ښوونځي ته د تګ اجازه نه راکوي. د طالبانو دغه کار موږ سخته خواشيني کړې يو او بس دی د خدای لپاره نور دې ښوونځي پرانیزي.»
يو شمېر کارپوهان وايي، که طالبان غواړي چې له نړۍ سره خپلې اړيکي ښې او دافغانانو باور خپل کړي نو باید د ښځينه زدهکوونکو پرمخ ښوونیز مرکزونه خلاص کړي، سياسي فعال امينالله امين وايي چې په هېواد کې داخل او بهر ټول هيله لري چې ژر تر ژره د ښوونځيو په برخه کې د طالبانو طرحه بشپړه شي او ښوونځۍ خلاصي کړي.
هغه زیاتوي: «موږ دا هيله لرو چې د ښځينه زدهکوونکو پر مخ چې له شپږم ټولګي څخه پورته دي د هغوی پرمخ ښوونځي خلاصي کړي ځکه همدا یې د زدهکړو وخت دی او ټول افغانان په دې هيله دي چې ښوونځي خلاص شي.»
د کندهار اوسيدونکي هم وايي، په اوسنيو شرايطو کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو خلاصېدل اړين دي او په وينا يې، که د نجونو پرمخ ښوونځي خلاص نه شي، راتلونکي کلونو کې به يوه لويه تشه رامنځته شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د مدرسو جوړولو لړۍ زور اخیستی او د ټولو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو پام دیني مدرسو ته دی.
طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړلو سربېره، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې نارینه زدهکوونکو او محصلانو ته هم پام کم کړی دی.
۸ صبح
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.