منظور پشتین: د راتلونکې اکتوبر پر يوولسمه به د قومي عدالت تر ټولو لويه جلسه رابولي

97
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د ياد غورځنګ د مرکزي شورا غړي ګيله من وزير د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ، چې د راتلونکې اکتوبر پر يوولسمه به د قومي عدالت تر ټولو لويه جلسه رابولي او د دغې لويې جلسه موخه به د ټولو پښتنو په تائيد د پاکستاني رياست پر وړاندې د نوې تګلارې اعلان او پر هغه طرز العمل مخکې تلل وي.
ښاغلي پښتين پاکستاني رياست ته خبرداری ورکړ او وې ويل، نور زموږ خلک دې نتيجې ته رسېدلي چې له تاسو سره يې ګوزاره او ژوند نه کېږي او بايد يوه نوې حللاره او علاج ولټوي. پښتين وويل: «د اکتوبر تر یوولسمې او د قومي عدالت لويې غونډې تر جوړولو پورې به زه د هرې ضلعې پښتنو مشرانو او ولسونو ته ورځم، مشوره يې اخلم، نظرونه يې منسجموم او دا ځل به د يوې واحدې فيصلې لپاره سره راټولېږو. جرګې او مرکې مو ډېرې وکړې، نور د قوم او مشرانو په تائيد د عمل يوه واحده لار نقشه اعلانوو او قوم چې څه فيصله وکړه د هماغه پر اساس به د پاکستان پوځ څخه د خپل يو لک شهيدانو پوښتنه کوو.»
ښاغلي منظور پښتين وويل، د اکتوبر یوولسمې د قومي عدالت په لويه غونډه کې به د نوې تګلارې تائيد لپاره د هرې سيمې مشران پخپلو اړوندو محلونو کې په هرې موضوع خپل نظرونه شريک او فيصله تائيد کړي او بېرته به يې غونډې ته واوروي او دغسې به هر تصميم د ټول پښتون قوم په تائيد کېږي او بيا به د هماغه پر اساس مخکې ځو.
منظور پښتين د ګيله من وزير د شهادت له امله پنځه ورځنی ویر هم اعلان کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.