د پښتنو مشرانو مدني او عمراني خدمات

لیکوال: ا.م.ا. سیستاني - ژباړن سیلانی

141

امیر شیرعلی خان لومړنی واکمن و چې د شمس النهار جریدې په خپرولو سره یې په هېواد کې د مطبوعاتو څراغ روښانه کړ. امیر عبدالرحمن خان لومړنی شاه و چې د ولسوالانو د روزنې لپاره یې د حکامو د ښوونځي بنسټ کېښود او لومړنی چاپخانه یې د کتابونو او دولتي فرمانونو د چاپ لپاره له هند څخه هیواد ته راوړه.

فولادي امیر ( امیر عبداالرحمن خان) په داسې حال کې چې له مخالفانو او د قدرت له مدعیانو سره په جګړه کې بوخت و د ټول هیواد امنیت او د مدني بنسټونو او په کابل او ولایتونو کې د شاندارو قصرونو له جوړولو څخه غافل هم نه و.

د کابل شاهي ارګ له خپلو شاندارو قصرونو سره، د ستور ماڼۍ د بالا باغ ماڼۍ، د سلام خانې تالار، د جهان آرا ودانۍ، په تاشقرغ کې د جهان نما باغ، د جلال آباد شاهي قصر، د منزلباغ ودانۍ او بوستان سرای او ګلستان سرای، د زرنګار ماڼۍ، د مېلمنو قصر او د ملي آرشیف ودانۍ ټول د امیر عبدالرحمن خان لخوا جوړ شوي او تکمیل شوي دي.

امیر حبیب الله خان په پروان ولایت کې د دلكشا، جبل السراج ماڼۍګانې او د جبل السراج د برېښنا بند جوړ کړل. هغه په جلال آباد کې شاهي باغ /ماڼۍ او په لغمان کې قلعه السراج هم جوړ کړل. امیر امان الله خان د دارالامان له ماڼۍ سربېره په پغمان کې شل نورې عصري ماڼۍ جوړې کړې. سربېره پر دې، هغه په کابل کې د ریل پټلۍ وغځوله او اراده یې درلوده چې په ټول هېواد کې د اورګاډي پټلۍ وغځوي، خو انګریزانو هغه ته د خدمت کولو موقع ورنه کړه او په افغانستان کې د مترقي آرمانونو د تحقق په لاره کې یې ناکامه کړ. انګریزانو د هغه پر ځای یو بې سواده او جاهل کس د بچه سقاو په نامه واک ته ورساوه، ترڅو له انګریزانو څخه د استقلال اخستلو انتقام د ده په واسطه له افغانانو واخلي. بچه سقاو په خپل نهه میاشتنۍ واکمنۍ کې پرته له وژنو، غلاوو او خلکو ته په تجاوز کولو، بل څه ونه کړل او د هېواد په جوړولو کې یې هېڅ برخه وانخیسته.

له امیر عبدالرحمن خان او امیر امان الله خان وروسته، د داوود خان  رول په دې کې چې افغانستان یې د پرمختللي هېواد په توګه جوړ کړ، ډېر د پام وړ دی. د بېلګې په توګه اسفالټ شوې لوې لارې، د اوبولګولو او برېښنا لپاره د اوبو د بندونو جوړول، د روغتیايي مرکزونو او روغتونونه جوړول، د عصري پوهنتونونو او پولی تخنیکونو جوړول، په کابل، کندهار او د هرات په شین ډنډ کې د هوایي ډګرونه جوړول، د نغلو او ماهیپر د برېښنا بندونه، د ننګرهار په درونټې او غازي آباد، هلمند او د غزني سرده، پروان، خان اباد او کوکچه کې د بندونو جوړول. د بغلان د قند شرکت او د کندز د سپین زر د غوړیو فابریکه، د ګلبهار او بګرامي نساجي فابریکه، د مزارشریف د کود او برېښنا فابریکه، د کندهار د میوو د پروسس او پشیمینه بافي فابریکې، د نان پزي فابریکه او په کابل او کندهار کې مرکزي سیلو، په کابل کې د کور جوړولو فابریکه، په لشکرګاه کې د مرمرو د تیږو فابریکه، له ټولو مهمه دا چې د ملي اردو پیاوړتیا او په ټول هېواد کې د امنیت تامینول، د کجکي او ارغنداب د اوبو د بندونو موجودیت ترڅنګ د هلمند د وادۍ د ځمکو پراختیا لپاره، د سلما بند، کمال خان بند او د فراه د بخش اباد بند او د کرنې او اوبو لګولو پرمختیايي پروژې طرحه کول د دې وطنپال سړي د حکومت له پاتي کارونو څخه دي چې ټول د مجاهدینو او جهادي قوماندانانو لخوا او د پاکستان د نظامي استخباراتو (ISI) د امر په اساس له بېخه ویجاړ شول او د هغوی تجهیزات د مجاهدینو لخوا پاکستان ته یووړل شول او د مستو او بوڅو په نرخ وپلورل شول.

له ټولو مهمه ښځو ته د زدکړو او د کار حق ورکول، په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې یې ګډون او په بریالیتوب سره د ښځو د مخ لوڅۍ د نهضت تطبیق او له کور څخه د باندې د ښځو د کار حق او د معاصر کلتور او تمدن نور اثار په هېواد کې د داود خان د پاتې کارونو څخه دي چې د ظاهرشاه د سلطنت په وخت کې، چې پښتون تبار پاچا و، ترسره شوي دي.

هیڅوک نشي کولی دا په ډاګه کړي چې رباني او مسعود، دوه تاجیک تباره مشرانو پخپله څلور کلنه واکمني کې د یو مکتب، یو پل، یا یو روغتیايي کلینیک د جوړولو لپاره یوه خښته پر بله اېښې وي، بلکې څومره چې یې توان درلود د داودخان د حکومت د اقتصادي او ټولنیزو زیربناوو په تخریب کې یې هڅه وکړه. د دارالامان قصر او د کابل ښار ۷۰ سلنه ودانۍ یې ویجاړې کړې، پلونه، پلچکونه او د سالنګ تونل چې په لسو کلونو کې د سلګونو میلیونو ډالرو په لګښت د شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوي و، د احمدشاه مسعود په امر په دینامیت والوزول شول او ویجاړ شول.

پښتانه د افغانستان سر تیري مدافعین

پښتانه، پرته له دې چې په مدرنیته او د دري ژبې او ادب په پیاوړتیا کې مخکښ دي او د مشروطیت نهضت او د افغانستان د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې د شاه امان الله په مشرۍ د انګلیس له واکمنۍ څخه، د دې هېواد په دفاع کې هم له نورو قومونو څخه مخکښ دي. د خپل جغرافیایي موقعیت له امله، هغوی د نورو  قومونو په پرتله ډېر ځاني او مالي زیانونه ګاللي دي. په ۱۹مه پېړۍ کې د انګلیس په دواړو یرغلونو کې او همدارنګه د ۲۰مې پېړۍ په پای کې د شوروي یرغل او د ۲۱مې پېړۍ په پیل کې د امریکا په یرغل کې، د یرغلګرو اصلي هدف د پښتنو ځپل و. د شوروي د لس کلن یرغل په موده کې د روسانو هوايي او ځمکني بمبارونو مرکز د پښتنو سیمې وې. د امریکا د شل کلن اشغال په موده کې، ټول نظامي عملیات او ویجاړونکي بمبارۍ د پښتنو سیمو ته متوجه وې. ویلای شو چې حتی یو بم یا یوه د توپ مرمۍ د امریکايي ځواکونو لخوا په هزاره مېشتو سیمو لکه بامیان یا دایکنډي او یا په پنجشیر، بدخشان، تخار او تاجک مېشتو سیمو تالقان کې نه دي کارول شوي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.