یوه شمع دوه پتنګان

لعل پاچا ازمون

81

د شلمې پېړۍ ملنګ جان او یویشتمې پېړې ګیله من

سریزه
تخییلي او تصویري ادبیات په ټوله کې د یوې ټولنې د وګړو هیلې او ارمانونه انځوروي، هره ټولنه په خپل وخت کې یو لړ پیغامونه او د خپلې زمانې خبرې لري. شاعران دغه خبرې د ادب په بېلابېلو چوکاټونو کې د خپلې ذهني او نفسي تجربو له لارې په رنګینه او آهنګینه جامه کې وړاندې کوي. د مهال او چاپېریال د غوښتنو او هیلو فکري مزل ټولنې ته لوری ورکوي. د مهال او چاپېریال دغه فکري بهیر چې په ځانګړو موتیفونو، کلمو او د ژبې پر رنګین بیان څه رامنځته کوي او پالي یې، هغه په سبک بدلېږي. د سبک پوخوالی او پیروي په مکتب اوړي. دلته اړینه ده چې لومړی د سبک بنسټ چې مفکوره ږدي، هغه را وسپړو، پر دې ځان پوهول غواړو چې د ملنګ جان د سبک مفکوره څه وه او د یویشتمې پېړۍ ځوان ګیله من ملنګ د ملنګ جان مفکوره پاللې او که نه؟
د ملي مبارزینو د خوځښتونو اغېز او نوې مفکوره
مفکوره د سبک د رامنځته کېدو بنسټ دی، مفکوره د لیکوال د تفکر پایله او د فکر لوښی دی. مفکوره د لیکوال یا ویناوال ذهني فعالیت ښيي. دا چې دغه ذهني فعالیت د کوم وخت او چاپېریال زېږنده دی، څه پکې رامنځته شوي دي چې لیکوال یا ویناوال یې لیک او وینا ته وهڅاوه، دده تفکر یې بوخت کړ؟ نو لومړی شلمه پېړۍ ګورو.
په شلمه پېړۍ کې د افغان وطن نارې د خپلواکۍ، دوخت د استبداد او ظلم پر وړاندې بدرګه کېدې، د محرومو ولسونو غوښتنه خپلواکي او له استبداده خلاصون و، دوی دغه غوښتنې په یوه ارمان او هیلې بدلې کړي، د همدغه ارمان لپاره یې د ټولنیزو او سیاسي حرکتونو جوړېده هدف وټاکه. د سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو هدف لومړی یووالی، په پوهه، فن او هنر د ټولنې سینګارول، په خپلو پښو درېدا، د ښکېلاک او زبېښاک پروړاندې عملي مبارزه او د هغوی لاسونه د خپل ولس له ګرېوانه ایستل وو.
په ولس کې دغه فکر دود شو، سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو او شخصیتونو د همدې مفکورې د تبلیغولو لپاره وسیلې لټولې، د دوی د هڅو په پایله کې یوه وسیله هم د ادب له لارې ددغه مفکورې رسول وو.
دا داسې وخت و چې د افغان لوی وطن کلي، بانډې، دېرې او هوجرې د ټپو، غاړو، ببولالو، سروکیو او په نورو چوکاټونو کې ذوقونه خړوبول او د همدغه ذوق په خوږو کې د افغان د ژوند محرومیتونه د شعر په ژبه په تخییلي او تصویري ژبه وړاندې کول، تر څنګ یې بیا لوستو د اوږدو اوږدو چاربیتو ، مثنوي، بوللو او نورو ولسي او دیواني چوکاټونو کې د مذهبي، دیني او دودیزو کیسو په ټال زنګل.
په دې دور کې چې افغان وطن د ښکېلاک او زبېښاک له ډول ډول ننګونو سره مخ و، افغان مبارزینو د روښان او خوشحال په څېر د قلم سنګر ونیو او له دې سنګره یې د خپل ولس د بیدارۍ شپېلۍ ته سندریز پوکی ورکړ.
ادب یو ځل بیا د افغان ولس دبیدارۍ، خپلواکۍ او محرومیته د ژغورنې د مفکورې د وړاندې کولو وسیله شو. د عبدالمالک فدا، عبدالاکبر خان اکبر، خادم او یو شمېر نورو خدايي خدمتګارانو او انجمن اصلاح افاغنه د لارویانو په څېر د برې پښتونخوا په ډډو کې د خوږو نغمو خوږ غږی بلبل امین جان پیدا شو. د امین جان تر غوږه چې د هغه مهال د سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو ناره ورسېده، نو دده فکري لوری یې په ځان پسې را مات کړ. دی یې د خپل ولس د پوهې په ګاڼه د لیدو ارمانجن ملنګ کړ، ده په شعوري توګه د نظم پر ځمکه د وخت له ښکېلاک او زبېښاکه د پښتون ژغورنې خوږې نغمې وکرلې.
دا داسې وخت و چې د افغان وطن په کلیو، بانډو، دېرو او هوجرو کې به د سیمه ییز ټنګ ټکور غږ خلک پر ځان را ټولول، ولسي خلکو به پر دغه سندریز ټنګ خپله ستړیا ټکوروله، ذوق به یې پرې خړوباوه او ځان به یې د ژوند ستونزمنو چارو ته برابراوه، ملنګ جان په همدې ټنګ د خلکو ستړي ذهنونه د خپلواکۍ او د وخت له جبره د خلاصون په فکر ټکور کړه، خلک یې د ژوند خوږو ته را وبلل، ده د ژوند خواږه د خپلواکۍ او ولس ته د پوهې د رڼا په ښودلو کې لیدل. دی که څه هم نالوستی و، خو په ذهن کې یې د پوهې د ارزښت مشال بل و. ده د ژوند ښکلا د خپل ولس په بیدارۍ او هغوی ته د ژوند د لوري په ښودلو کې لیده. دغه سرشاره استعداد د ګوتو په شمار ورځو کې ځان ددې جوګه کړ چې خپلې خوږې نغمې د ذهن له پردو نه د کاغذ مخ ته راوباسي.
ملنګ جان چې کله خپله مفکوره د ولسي صنفونو پر سندریزه ځمکه وکرله، شاوخوا یې پر ځان را ټوله کړه، د خلکو په ښادیو کې ورګډ شو، هغوی یې د ژوند په راز پوه کړه. دوی ته یې پخپلو وطني نغمو او سندرو کې د خپلواکۍ، وطندوستۍ، زده کړې او د پرمختګ ساه ور پوه کړه، ده د ولسي نظم زیاتره صنفونه په خپلو ملي ترانو او پښتونوالې راڼه کړه، دده د ولسي ترانو او نظمونو پر ځمکه یو شمېر موتیفونه په ځانګړي آهنګ او پښتني احساساتو کې وړاندې شول چې بالاخره دی په ولسي نظم ویونکیو کې د یوه ځانګړي سبک څښتن شو. دده مفکورې د هغه مهال د ولسي نظمونو په چوکاټونو کې نوې ساه وغځوله.
دده په وینا کې له خپل ملت او خاورې سره رښتیني مینه وه چې دی یې د خپلواکۍ مبارزې ته وهڅاوه، عشق یې لاره ورښوده او هغه لاره یې د ژوند ترپایه وپالله. دده ارمان د پښتانه یووالۍ، پرمختګ، آزاد او په ځان بسیا هېواد جوړېده وو، پر همدې ارمان یې ځانته دا موخه و ټاکله چې دی به مبارزې ته راوځي او په لرو بر به د یووالي غږ کوي، ماشومانو او ځوان نسل ته به وطندوستي په ترانو کې ورښيي.
دغه ډول ملي مبارزین د خپلې خودۍ له مخې ځان هدف ته رسوي، ملنګ جان یوه داسې خودي لرله چې د خپلې مبارزې لپاره یې د سرو او سپینو پروا و نه ساتله. په ښکاره یې غږ وکړ چې:
چا غوږ کې را ته وویل چې جانان مه یادوه
د سرو شونډو د پاسه سور پېزوان مه یادوه
ارواښاد استاد بختاني را ته کیسه کوله چې یو پاکستانی لوړ پوړی پلاوی په دېرشمو کالونو کې چې داوود خان صدراعظم و، کابل ته راته، نو امر یې کړی و چې د سیاسي دیپلوماسۍ له مخې دې، یو څو ورځې د پښتونستان ترانې بندې شي، دا خبره د ملنګ جان تر غوږه شوې وه. پر ملنګ جان خپل شاګردان را تا وو، ده ته چې دا خبر ورسېدلی و، نو دی سخت په غوسه شوی و، ما ته ( بختانی) راغی، ډېر خفه و، هوار رېږدېده، ما ور ته وویل:
غوسه سړه کړه، ته خو د باچا خان د فکر انځورګر یې او هغه تشدد نه مني، دې خبرې سره د ملنګ جان شونډې مرۍ مرۍ شوې، ما ته یې وویل: پښتونستان زما معشوقه ده، زه څنګه له خپلې معشوقې نه لاس واخلم؟ ما ور ته وخندل، ته خو شاعریې، بس ووایه چې:
چا غوږ کې را ته وویل چې جانان مه یادوه …
ده سمدستي دا دویمه مسره په کې په ترنم را واچوله: د سرو شونډو د پاسه سور پېزوان مه یادوه. دا غزله یې بیا نوره پسې وغځوله او په خپلو سندرغاړو شاګردانو یې وویله.
یو یشتمه پېړۍ بیا د افغان ولس پر ځاله د تاریخ د تکرار پېړۍ ده، افغان وطن د ترهګرۍ او نورو بېلابېلو کورنیو او ډلو ټپلو ښکار شو. ددغه وطن پر لویه سینه دا ځل اغزن تار تېر شو، ولسونه یې دوه پړکه کړه، کلي یې او خپل وخپلوان یې نیم یو خوا او نیم بل خوا ته کړه، پر شملورو دېرو، هوجرو، کلیو او بانډو د جنګ او ترهګرۍ لمبې خورې شوې، هره خوا د افغان ولس د جنازو کټونه پور ته شول، ځمکه په سرو وینو لژنده شوه، د افغان قتل عام پیل شو، د کرښې دواړو غاړو ته خلک نور له دغه حالته تر پوزې راغله، هماغه وو چې د باچا خان پر پلونو سپېره ګردونه و څنډل شول او د افغان وطن د ژغورنې، ملتپالنې او وطندوستۍ ناره پورته شوه. ددې نارې یو بلبل او پر افغان ارزښتونو ستي پتنګ غریب چې په ګیله من وزیر مشهور و، د مبارزې د سر لاري منظور پښتون سره ودرېد، د لوی وطن درې رنګه ملي بیرغ یې له ځانه راچاپېر کړ، د باچا خان د زولنو او هتکړیو ګردونه یې وڅنډل، تورې خونې یې پخپل فکر رڼې کړې. ځان یې د افغان وطن یو خوږ بلبل کړ، د ملنګ جان پر پلونو یې پل کېښود او د وخت د جابر پر وړاندې یې د خپل ملت ، خاورې او ارزښتونو د ژغورنې لپاره جادوګر لفظونه د ترنم په ټال وځنګول.
موتیفونه او سېمبولونه
د شاعر په وینا کې ځینې کلمې په داسې تکراري بڼه راځي چې هغه یو نوی لید لوری راښيي، په شعر کې په بېلابېلو بڼو د مضمون او کلمو زیات تکرار ته موتیف وايي، د تکرار تصویري بڼې یو له بل سره توپیر لري. د یو شاعر سبک هم د موتیفونو له مخې پېژندل کېږي.
دغه موتیفونه د تشبیه، استعارې، سېمبول او اسطور په جامه کې را ښودل کېږي، د ملنګ جان په کلام کې هم یو لړ داسې موتیفونه ګورو چې په بار بار تکراېږي، دغه موتیفونه دده ځینې عام او خاص سېمبولونه دي. لکه پښتونستان، پېزوان او د ځینو شخصیتونو او سیمو نومونه یادولی شو. پښتونستان دده معشوقه ده، باچا خان او نور غازیان دده د فکر څراغونه دي.
د ملنګ ګیله من پر ژبه هم د پښتونستان، درې رنګه بېرغ، د آزادۍ اتلان، غازیان او د پښتون ژغورنې نوي خوځښت مشر منظور پښتون دده د فکري مبارزې موتیفونه دي.
د ورور پر ضد مې د تربور په څنګ کې ودرېدم
فصل د سپین یم او د تور په څنګ کې ودرېدم
د وخت توپان را نه کابل او پېښور ورانوي
زه لاړم لاړم د لاهور په څنګ کې ودرېدم
پښو کې زنځیر غاړه کې ډول د آزادۍ ږغوم
زه هم مذدور یم د مذدور په څنګ کې ودرېدم
د چا چې خوله زما د پلار او ورور په وینو سره ده
زه هم د هغه ادم خور په څنګ کې ودرېدم
ما ګیله من که څوک غدار بولي په دار مې دې کړي
خو چې پښتون یم د منظور په څنګ کې ودرېدم
موسېقي
د ولسي نظمونو او ترانو د زوکړې یوه توده او جذباتي غېږه موسېقي ده، په موسېقۍ کې پیغام په ډېره خوږه او آهنګینه ژبه رسول کېږي.
په شلمه پېړۍ کې د فکر رسولو لپاره کومه له داسې اغېزناکه او اغېزمنه وسیله نه وه چې ټول افغان ملت پر ځان را ټول کړي او له فکري مبارزې یې ژر خبر کړي. موسېقي یوازینۍ وسیله وه چې زموږ ولسي شاعرانو به د خپل قام او ولس د بیدارۍ ساه پکې پو کوله.
د ملنګ جان د خوږو سندریزو نغمو شور هم د موسېقۍ یا ټنګ ټکور په بېلابېلو کورونو کې پر ګرد افغان وطن خپور شو. څرنګه چې دده ذهن او زړه د ولسي ټنګ ټکور له کورونو سره بلد و، نو خپله مفکوره یې په همدې کورونو کې رانغاړله، همدغه سندریز شور پر ځان د سیمې ولسي سندرغاړي هم را مات کړه. ټپې، چاربیتې، لوبې، بدلې، مقام، داستان او …. د سیمې د خلکو ښادۍ او ذهنونه راڼه کړل.
نو ملنګ جان هم له ولسي موسېقۍ سره د بلدتیا له مخې چې په ماشومتوب کې یې اورېدې وه، په دېرو او هوجرو کې پرې د ذهن ستړیا مینځلې وه، رګونه یې ورسره بلد وو، خپله وینا یې پر موزونو لفظونو د ولسي ټنګ ټکور په بېلابېلو کورونو وسپارله، ترې را تاو بلبلان به یې د همدغو نغمو په خوږو روزل چې بالاخره سر یې د پلازمینې کابل راډیوته ورسېد. هغه مهال په کور دننه یوازې یوه حکومتي راډیو او څو د ګوتو په شمار چاپي خپرونې وې. ملنګ جان له وطن او خلکو سره د مینې، ترانې او خوږې نغمې د راډیو څپو ته وسپارلې. دده دغو خوږو نغمو په ښادیو کې یو لوی بدلون راوست، د خلکو شعور او د پوهې کچه یې لوړه کړه، خلک یې یووالي، خپلواکۍ، له وطن سره مینې او ملتپالنې ته راوبلل، خو د حالاتو د تناره اور لړوني ددغو لمبو شور و نه زغمه او دی یې له خپل تنکي زوی سره چې د پاپلیو شور یې د افغان وطن له خلکو ځاراوه، د لته بند په کږلېچونو کې ومروړه.
ددغو نغمو شور اوس هم د افغان وطن دېرې، هوجرې، کلي او بانډې نمانځي، لا هم د افغان ماشوم په خوله د :
دا زموږ زېبا وطن دا زموږ لیلا وطن
دا وطن مو ځان دی …
ددې ترانې اغېز دومره زیات و چې پر تورو غرونو واوښته او ځان یې نړیوالو ډګرونو ته ورساوه.
هغه به د چاربیتی په کور کې ویل چې:
… هلته به تاو د زړګي سوړ شي زما
چې ملي جشن هلته جوړ شي زما
چې شاګردانو سره ور شمه زه
د ترانو په لوستو سر شمه زه
هلته به غږ کړم چې اختر دی
په زړه مې یو الله خبر دی
ما ملنګ جان دغه ارمان ژړوي …
په یوه یشتمه پېړۍ کې چې د افغان وطن ژغورنې، ملي ارزښتونو نه د ننګې او د افغان په کور د جنګ جګړو پر وړاندې رپی ورپېده، کور په کور د جنګ او ترهګرۍ له لمبو نه د افغان ولس د ژغورنې، ژوند کولو او له افغان خاورې نه د ننګې ناره پورته شوه، نو یو ځل بیا د حماسو او ترانو دور ژوندی شو، دغو ترانو او حماسو د خپلې خاورې د نېکمرغۍ ارمانجن ملنګ جان پلونه را تازه او د ولسي ټنګ ټکور پر تڼیو او مزو ګوتې کېښودې، سیمه یو ځل بیا حماسي نغمو ونیوه، ددغو نغمو یو سندریز شور او د ملنګ جان د حماسو غږ د وزیرستان پر اورنۍ سیمه راټوکېدلی ګیله من و. ده د وخت د جبر او استبداد پر وړاندې د خپل افغان ولس د ژغورنې لپاره په ډېر جرائت سنګر ونیو، د خپلې مبارزې په لار کې یې ځان قربانۍ ته وقف کړ او خپل شهادت یې په نغمو کې نمانځه. دده په خوږو او سندیزو نغمو کې یو ځل بیا د ملنګ جان اسویلي او ارمانونه زمزمه شول.
د لومړۍ برخې پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.