تشدد  که عدم تشدد؟

متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

96
د بشر او بیا د پښتنو/افغانانو په پیښلیک (تاریخ) کې له قابیل او هابیل راواخلئ تر اوسه
ظالم-مظلوم، قاتل-مقتول، زورور – بیزوره، قوی- ضعیف، بادار-غلام؛ غنی-فقیر؛ جاګیردار-بزګر؛ خان-مزدور…ښکیلاک او زبیښاکګر – مستعمرو او ځپل سوي؛ موجود وو ؛او دي
د آدم له اولادې پیل نه تر اوسنۍ ټکنالوژۍ، ستورمزلو، نوښتونو …تر مصنوعي ذکاوت (اې.آی) او د دنیا پر یوه کلي بدلیدلو سره سره د پورتنیو تضادونو په پلي کیدو کې د تاوتریخوالي اوجګړو(تشد د -) او د هغه (عدم یا د تاوتریخوالي نشتوالی)، سوله او تفاهم سره ګډ ژوند کول.
په ځانګړې ډول یو څو هیوادونو:۱-سهیلي افریقا ؛ برتانوي ۲-هندوستان؛۳-بلوچستان ، پښتونخوا “چې هغه وخت صوبه ء سرحد( ان.ډبلیو .اف.پي. ) ویل کیده او په ۱۹۹۷م.کې د خیبر پښتونخوا “کښې؛؛؛ او۴- دامریکې متهده ایالاتو کې! ، د عدم تشد د پالیسئ خوځښتونه رامینځته شول؛ ځینو کې کامیاب او بریا ته ورسیدل : ۱-جنوبي افریقا کې د نلسن منډیلا د نژادی تبعیض پر ضد چې لږکیو سپینپوستو د اکثریت تورپوستانو حقونه خوړل او اپارټایډ له لارې ې تشد د کاوه؛ خو مڼډیلا له عدم هغه کارواخیست او تر مرګه ولسمشر شو او د نوبل جایزه یی ویوړه!
۲-ګاندهي چې په انګلستان کې له لوړو تحصيلاتو وروسته د حقوقو مدافع وکیل تخصص لپاره جنوبي افریقا ته تللی و د مڼډیلا له سیاسته او مبارزې متاثره شوهند ته په بیرته ستنیدو یې، چې هغه وخت ېې د لوېې برطانیی تر زبیښاک لاندې و، عیناََ د عدم تشد د مبارزه په یو لُنګ اغوستلو سره پیل او خلک یې د انګلیسي څیزونو له اخیستلو منع کړل تر څو یې د هندوستان آزادي په ۱۹۴۷ دآګست په ۱۵.تر لاسه کړه.
۳- د ګاندهی سره هممهاله، د انګریزانو هند  په شمال ختیځ کې ، د افغانستان له خاورې په مکر او چلونو جلا شویو خاورو (صوبه ءسرحد =اوسنۍ خیبر پښتونخوا) او سهیلي پښتونخوا او بلوچستان کې؛ فخر افغان عبدل غفارخان، او خان عبدالصمد خان د عدم تشد د مبارزې پیل کړې مګر د انګریزانو او بیا په همدا۱۹۴۷ د اګست چودها=څوارلسم کې د پوکیستیڼ په نوم له بی قامه جناه او چهودریانو په غیر انسانی او غیر اسلامي تشد دونو سره په ملیونونو پښتانه شهیدان سوي؛ بندیان او بیکوره سوي او دا لړۍ لا هم دوام لري…
۴- یو لڼډ غوندې ضد اپارتیډ=نژادي تبعيض غورځنګ د مارټین لوټر کینګ له خوا هو د امریکې متحده!ایالتونو کې د سپین پوټکو د راسیزم پر ضد راپورته سوی و؛ خو د هغه په وژلو تمام سو او لا هم دوام لری.
له دې نه چې لیکنه اوږده نه سي او دلوستونکو وخت ضایع نه شي؛ پوهیږم چې ډیري لوستونکي به تر ما په دې حقایقو ښه پوهیږي ؛ بیا هم تکرار احسن می وګڼهء؛
 او اصله خبره دې ورځو کې د ملي شهید ګیله من وزیر/افغان (حضرت نعیم غیرت) په ډیره ناځوانمردانه غلچکي تشد د سره ګویا په اسلام! اباد کې ووژل شو چې د ټول لر وبر افغان وطن، او په ټوله نړۍ کې افغانان خصوصاََ د پشتون ژغورنې غورځنګ یا تحریک وروڼو، خویندو او ټولو با احساسه پښتنو کرکه او نفرت یې راوپاروه؛ اوس د ډیرو ځوانانو په فکر کې د غچ اخیستلو څپی جوش وهي!! حتی که فکر مو وي د مشر هم وویل چې نور دا جابر؛ ظالم  سره نه کیږي او په ۱۱ د اکتوبر یې د ټولو پښتنو لویه غوڼډه یا جرګه وبلله! چې راتلونکې کړنلاره برملا کړو!، خو په عین زمان کې مشران وايي مونږ به لس کاله د قام په ویښتابۍ بیدارۍ او ملي شعور او وطندوستۍ تیروو بیا به که خیر وي په تورلینګی پنجابي کرنیل مرنیل، جرنیل او لاسپوڅو ګوډاګیانو یې د لوی افغان وطن مېوې او د ځمکې سر اولاندې شتمنیو وړل، خوړل او ګټه وټه ترې پورته کول حرام وي…
زما په نظر، د عدم تشد د فکر، پالیسۍ ، سوله ایز مزاحمتی لاریونونه او د خلګو ذهنونه روښانول ډیر ځغلنده او ژور تاثير لرلای شي ، نظر و وسلو ته لاس وروړل او په داسې حال کې چې ریاست تر پوزې په ډول ډول جهازونو، ټینک او توپونو او…بمونو چې زیاتره یی د افغان-روس جهاد او بیا د عربانو له اربونو او انګلو امریکونیانو له ډالرو مالرو بچت کړي او اوس بیا د ابلیسی پلانونو له مخې ضرب استحکام! غصب! په مردار نوم د پښتنو/افغان سیمې ترتشد د لاندې نیسي خو: حق آخر خپل صاحب مومي .
دا خړه ځمکه شين آسمان زما دی
سوات، باجوړ، وزیرستان زما دی!!!
ان الله مع الصابرین۰
و ان الله لا یحب الظالمین۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.