د پښتنو قابیله څه دې وکړل!؟

عبدالغفور لېوال

116
چې هابیل وواژه ابلیس، زه دا منم قابیله!
مګر ډبره ستا په لاس کې وه، پیهم قابیله!
د دواړو ګډې مور حوا څه سوې چیغې وکړې
او د ادم له لاسه تویې شول غنم قابیله
.
چې ورور دې وواژه، په سترګو کې دې څه ولوستل؟
«وۍ ادکۍ مورې! اخ مړ یې کړم!» دې وانه‌ورېدل؟
تا چې پلورلې په شیطان وې هغه دواړه مټې
او ترې راځوړنده لاسونه دې ونه‌لړزېدل؟
.
ها ګیله‌من چې یې ګیلې هم په نغمو کولې
له خپل قاتل څخه شکوې یې په ټپو کولې
چې خپل جلاد ته یې ښېرې هم په خوله نه راوړلې
پښتون قابیل ته یې دعاوې په پښتو کولې
.
قابیله ته یې او د ورور جنازه! څه به کوې؟
ابلیس پښې دي درنه وړې، څنګه تله به کوې
کارغه خو هم نه یې چې خښ یې کړې په تورو خاورو
له ځان نه څنګه تښتې کوم لور ته واته به کوې؟
.
قابیله زر شپې به په دښتو کې چغارې وهې
د ګیله‌من هابیل په مړي به کوکارې وهې
چې سترګې پټې کړې یو ورور به وژنې قتل به کړې
لکه سکه وینه د خپل بدن به دارې وهې
.
قابیله روح دې څنګه وپلوره په دغه شیطان
د پښتنې حوا دي سترګې د رزمک په اسمان
د پښتانه د پور ایت دې چېرته لوستی که نه؟
دغه خنجر دې څنګه پورته کړ پخپله په ځان؟
.
قابیله! پوه یمه ، چې هره شېبه ځان وژنې ته
په همغې ډبره سر وهې، جانان وژنې ته
خدای خو افغان ادم ته نه وای ته ورکړی شوله!
شیطان به ګوري تر قیامته چې انسان وژنې ته
.
و به په سپینو جامو پټ او په سپین اس به راته
تا ته په خوب کې نوراني غوندې یو لاس به راته
اخر یې وواژه په تا باندې هابیل ګیله‌من
ها عزازیل چې د لاهور د تخت له پاس به راته
.
قابیله اوس نو تر قیامته ورور په شا ګرځوه
وینې غړغړ کړه او له غوښو نه یې خوا ګرځوه
په دې ګودر د ادم لوڼو د ښېراوو تږیه !
له ځانه کرکې کرکې اوښکې د حوا ګرځوه
.
—————————————————————————–
لومړۍ یادونه:
یوه نااشنا ملګري مسعود جان نن پیغام راته پریښی و او د شهید ګیلامن قاتل یې قابیل ګڼلی و. د مسعودجان دا تشبیه د دغه شعر سرچینه شوه.
.
دویمه یادونه:
ایران‌مېشتې پښتنې انځورګرې ورېرې نسترن دغه انځور په خپلو هنرمنو ګوتو کښلی دی، ویل: « د کښلو پرمهال د شهید ګیلامن څېرې کې د سکرو له تور رنګ څخه ستوری ستوری ځلا پرېوته، چې ما پخوا داسې څه لیدلي نه وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.