اوسپنیز هوډ

هاجره کرکت

76
‎د ماښام تیارو کې ورک یوو
‎روښناي مو په لیمو کې ډوبه شوې
‎ناهیلیو هر يو حس رانه اخیستې
‎ارواحي چوپيتا عـجيـبه راخپـره ده
‎په فضا کې مو د ډار وهم روان دی
‎له هـوا نـه اسمـانـڅـکي را وریږی
‎هم د کلـيـو یتـیمانو غږ سوزیږي.
‎خو شهيد وينه رنګونو کې ساه اخلي.
ملتونه  په خپل دود او نوم یادیږي
‎قامتونه چې وي سم کله ټيټيږي.
‎په منلو یې  ذهنونه نه سمیږی
‎انګيرل يې د پياوړي سوچ پر مټ شی
‎اوس  يـې اورو طبیعت کې:
‎شـنـې درې د دې هـېـواد مو
‎راتـه سـپـړي پــټ رازونــه
‎په څپو څپو کې زغلي دي روانې
‎د ياغي ياغي طبيعت سندري خپلې
‎که يې څوک د زړه په غوږو اوريدې شی
‎سـرسـري کتل يـې نـه شـي راسـپړلې
‎هر  کس نه لری د جاج اخیستو ځواک
‎د ټـاټـوبـي په فضا کې نـشـه څه ده؟
‎حال يې يو په يو کې وايې هوا ګانې
‎د دې پورته ولاړ هسک په شنه سینه کې
‎راڼــه سـتـوري اورنـي دي
‎د  لمر څرک مو ژوند بښونکې
‎هر  یو  ځل یې  ویښونکې
‎بې حسي له بدن وړي يون وربښينه
‎ په لوي ځواک په  بيړه زغلی
‎پـاس د اووم آسـمان له زړه نـه
‎بـيـا د تـور غـره له ورانـه نـه
‎کوز د زمکي تل ژورې ته رسيږي
‎مړڅپن حس ورکوي، ژوند پنڅوي
‎مورنـۍ مـينـه ګـوګل کـې پـاڅـوي
‎پـه لـوي  ډاډ دې نـړۍ پـوه شـي
‎اوسپنیز  هوډ  ورځ تر  بلې  پخوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.