د طالبانو ادارو کې د کاري فرصتونو د نشتوالي او د غیرمسلکي کسانو له ګمارلو شکایت

43

یو شمېر لوستي ځوانان او پخواني دولتي کارکوونکي د طالبانو د حکومت له لوري په دولتي ادارو کې د کاري فرصتونو له نشتوالي او د غیرمسلکي کسانو له ګمارلو شکایت کوي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل افغانانو او په ځانګړې توګه لوستو کسانو ته د کار د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی، خو یو شمېر لوستي ځوانان او له دندو ګوښه شوي دولتي کارکوونکي د طالبانو د حکومت له لوري د کاري فرصتونو له نشتوالي او په دې برخه کې له سلیقوي چلنده شکایت کوي.

يو له هغو ځوانانو څخه فهيم، چې تازه له پوهنتون څخه فارغ شوى، وايي چې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره کار ته اړتيا لري خو کار نه شته او اوس وزګار دى.

نوموړی وايي: “ما په دې هیله زده کړې وکړې چې یوه ورځ به فارغ شم، دنده به پیدا کړم او له همدې لارې به د خپل ځان او کورنۍ سره مرسته وکړم، خو له بده مرغه زموږ لپاره کار نه شته او د کار شرایط راته مساعد نه دي.”

یو شمېر پخواني دولتي کارکوونکي چې د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته له دندو ګوښه شوي، ادعا کوي چې طالبانو د دوی پر ځای غیرمسلکي او خپل کسان په بېلابېلو دندو ګمارلي دي.

يو تن چې د موضوع د حساسيت له امله یې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل چې اوس د کار لپاره بهر ته تللى دى.

یو کس وايي: د تېر حکومت ځینې محدود کسان چې طالبان ورته جدي اړتیا لري او دوی کار هم کولای شي په دندو بوخت دي.

هغه وايي: “دا مهال ډېری هغه کسان چې په دولتي ادارو کې کار کوي د لیاقت له مخې نه دي نیول شوي، د تېر حکومت ځینې محدود کسان چې طالبان ورته جدي اړتیا لري او دوی کار هم کولای شي په دندو بوخت دي. زه خپله د دې شاهد یم چې دوی یو شمېر کسان له څه مودې وروسته له دندو لرې کړل او پرځای یې خپل کسان وګمارل. “

د دولتي ادارو يوې بلې پخوانۍ ښځینه کارکوونکې چې هغې هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ادعا وکړه چې طالبانو د دې پر ځای بل تن چې نه مسلکي دی او نه یې هم زده کړې لرلې پر دنده ګمارلی دی.

هغې وويل: “زما پر ځای یې بل تن چې په کار نه پوهېږي او په دغه اداره کې یې کار هم نه دی کړی په دنده وګماره، نه پوهېږم چې د کندهار او یا کوم بل ځای څخه دی، لکه څنګه چې مې همکاران وايي له بده مرغه په ادارو کې وضعیت ښه نه دی.”

خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه د شنبې په ورځ د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال د معرفۍ په غونډه کې ادعا وکړه چې دوی کسان د وړتیا پر اساس او له هر ډول تعصبه پرته پر دندو ګماري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه

په همدې حال کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د یکشنبې په ورځ ملي تلوېزیون ته چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دی ویلي چې د ۱۴۰۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې څه باندې ۲۲زره افغانانو او ۶۰۰ بهرنیو وګړو ته ته د کار جوازونه ورکړي دي.

خو د اقتصادي چارو کارپوه بشیر دودیال وزګارتیا په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ګڼي او وايي، د بې‌کارۍ د کمولو لپاره هر اړخیز پروګرام ته اړتیا ده او په‌کار ده چې د هرې ادارې په سر کې مسلکي کسان موجود وي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: “د مدیریت په برخه کې یو شمېر کسانو ته اړتیا شته، خو په دې شرط چې دوی مسلکي وي، په ټولو سکتورونو کې ستونزې شته، په دې برخه کې هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې. تشبث یو مهارت او پروګرام دی چې د ښه تطبیق له کبله یې کولای شو بېکاري له منځه یوسو.”

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د نړیوالو بنسټونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د بې‌کاري کچه زیاته شوې ده.

په وروستیو کې د قحطۍ د مخنيوي د خبرداري سیستم شبکې په یوه نوي راپور کې چې د جولای په شپږمه خپور شوی ویلي، له پاکستان او ایرانه د سلګونو زرو افغانانو په ايستلو په افغانستان کې کاري فرصتونه نور هم کم شوي او په دې برخه کې د سیالۍ کړۍ لاپسې تنګه شوې ده.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.