ایران د افغانستان په هکله د کنفرانس کوربتوب کوي

515

ایران غواړي چې په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړښت او سیاسي راتلونکې په تړاو په تهران کې یو کنفرانس را وبولي. ټاکل شوې چې دغه کنفرانس به راتلونکې چهارشنبې په ورځ په پلازمینه تهران کې را وبلل شي.

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خاطبزاده وویل چې ایران غواړي د افغانستان د نوي حکومت د جوړښت او د دغه هیواد د سیاسي راتلونکې په هکله په تهران کې یو کنفرانس جوړ کړي. د نوموړي په خبره «کنفرانس به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د اکتوبر میاشتې په ۲۷مه نیټه را وبلل شوي چې پکې د روسیې د استازو په ګډون به د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون ولري.»

د خاطبزاده په خبره، په دغه کنفرانس کې به ایران د یوه داسې حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړي چې پکې د طالبانو په شمول ټولې سیاسې ډلې ګډون ولري. هغه زیاته کړه چې هغه څه چې ایران غواړي هغه په افغانستان کې سوله ده او هغه څه چې نه غواړي هغه په افغانستان کې تاوتریخوالی او ترهګري ده. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په پلازمینه تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې لار کې به ټول ګاونډي هیوادونه د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

بل لوري ته په ایران کې لا هم د تندلارو طالبانو سره د ایران د حکومت د تعامل په برخه کې د نظر توپیر موجود دی. په تهران کې ځینې سیاسي کړۍ په دې باور دي چې طالبانو تغیر کړی دی او نور د تیرو کلونو په څیر یوه اسلامپاله سخت دریځه ډله نه ده. ځینې نور بیا وروستیو تحولاتو ته په کتو په دې باور دي چې دوی د دې موقف برعکس دي. سربیره پر دې، دوی په دې باور هم دي چې شیعه اکثریت لرونکی ایران به تل د سني طالبانو مخالف وي.

پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته له افغانستانه ایران ته د مهاجرتونو د څپې په څیر دا ځل ایران د افغان مهاجرینو له تازه څپې سره مخامخ نه شو. د څارونکو په نظر د دې دلیل ښايي په ایران کې خراب اقتصادي وضعیت او د کرونا وبا له کبله وضع شوي شدید محدودیتونه وي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.