د افغان طالبانو بريا د پاکستان تند لارې ډلې قوي کړي؟

732

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو راهيسې د پاکستان په قبايلي سيمو کې هم د تندلارو د بيرته راستنېدو په اړه يو خاموشه خو دوامداره خبرداری موجود دی. آيا پاکستاني طالبان بیرته راستنيدلای شي؟

د پاکستاني طالبانو ډله چې د «تحريک طالبان پاکستان» يا  «ټي ټي پي» په نوم ياديږي او څو کاله تر مخه پورې یې په پاکستان کې د حکومت پر وړاندې خونړی کمپاين پر لاره اچولې وه، په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسيدو سره هڅېدلې ده.

داسې ليدل کيږي چې دغه ډله هم په قبایلي سيمو کې د کنترول د بیرته ترلاسه کولو له پاره چمتووالی نيسي چې کابو اووه کاله ترمخه یې د پاکستاني پوځ د سترو عملياتو په نتیجه کې له لاسه ورکړی وه. پاکستاني طالبانو د خپل نفوذ په پراخولو پېل کړی دی. سيمه ایز قرارداديان وايي چې طالبان د هرې نوې تجارتي معاملې په سر له دوی څخه پېسې غواړي چې د سرغړونې په صورت کې ورته د مرګ ګواښ متوجه وي.

د مثال په توګه په سپتمبر مياشت کې وسله والو د نور اسلام داوړ په نوم يو تن په يوه هدفي بريد کې وواژه. نوموړي ميرعلي ښار ته څيرمه يو کوچنی کانال جوړ کړی وو چې لګښت یې تر ۵۰۰۰ ډالرو ډېر نه وو. سره له دې هم پاکستاني طالبانو له هغه څخه د خپلې برخې غوښتنه وکړه.

د داوړ د کورنۍ د غړيو او مدني فعالانو په حواله دا چې هغه د ورکړې له پاره ډېر څه نه درلودل، له طالبانو څخه یې د هغه د درک کولو غوښتنه وکړه. يوه اونۍ وروسته داوړ د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو. کورنۍ یې پړه پر پاکستان تحريک طالبان ډلې ور اچوي.

نور اسلام داوړ يو مدني فعال هم وو چې د وزيرستان د ځوانانو د هغه ټولنې په سيمه کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او بنسټيزو آسانتياو د نه شتون پر ضد یې هلې ځلې کولې.

د تحريک طالبان پاکستان ډله د افغان طالبانو څخه يوه جلا ډله خو واک ته د افغان طالبانو تر رسېدو تر مخه یې هم ځانونه په افغانستان کې په موجودو پټنځايونو کې تنظيمول.

Pakistan Protest nach Verhaftung von Saad Rizvi

د مېسوچېست پوهنتون د اسلامي تاريخ استاد براين ګلين ويليمیز، چې د جهادي غورځنګونو په اړه یې ډېرې ليکني هم کړي دي، په دې اړه وويل: «د امريکا پر وړاندې د افغان طالبانو حيرانوونکي بري پاکستاني طالبان هم تشويق کړي دي….دوی ښايي اوس دا باور ولري چې د پاکستان د هغوی په اصطلاح «کفر» د رژیم پر ضد هم بريالی جهاد کولی شي او بيرته یې خپل فعاليتونه ډېر کړي دي.»

د «پاکستان تحريک طالبان» ډلې په دې وروستيو څو میاشتو کې خپل فعاليتونه ډېر کړي دي. په اسلام آباد کې د بحران او امنيتي مطالعاتو د انستیتوت په حواله د روان ميلادي کال له جنورۍ مياشتې راهيسې په پاکستان کې په بېلا بېلو ترهګریزو بريدونو کې تر ۳۰۰ ډېر انسانان چې ۱۴۴ یې پوځي پرسونل دي، وژل شوي دي.

د تندلارو مذهبي ډلو قوي کیدل

د افغانستان تحولاتو په پاکستان کې تندلارو مذهبي ګوندونو ته انرژي ورکړې ده. دا خبره په اسلام آباد کې د سولې د مطالعالو د انستيتوت مشر امیر رانا کوي. دغه ډلې په ښکاره شيعه اقليت د بدعت کوونکو په توګه غندي او وخت پر وخت د خپلو سخت دریځو نظرونو د دفاع په موخه په زرونو کسان سړکونو ته راوباسي.

د مثال په توګه د تحريک لبيک په نوم ډله يوازې يوه اجنډا لري: دين د سپکاوي د لانجمن قانون څخه دفاع.  د منتقدينو په حواله دغه قانون يوازې د اقلیتونو او مخالفينو پر ضد کارول کيږي او کولی شي خلک دين ته د يوازې سپکاوي په تور وژنو ته وهڅوي. رانا خبرداری ورکوي چې لا دمخه له مذهبي تندلاریتوب څخه اغیزمنه د پاکستان ټولنه د افغانستان په څېر د طالبانو له خطر سره مخ ده.

د «ګالوپ» د څېړنیز انستيتويت له خوا تېره اونۍ د خپرې شوې يوې نظر پوښتنې په حواله ۵۵ سلنه پاکستاني وګړي به د «يوه اسلامي حکومت» څخه ملاتړ وکړي. «ګالوپ» د دې سروې له پاره ۲۱۷۰ پاکستانيان په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسيدو سملاسي وروسته پوښتلي ول.

پر پاکستان په دې وروستيو کلونو کې تل له افغان طالبانو څخه د ملاتړ تورونه هم لګول شوي دي. له طالبانو سره د دغه هېواد تماسونه د امريکا متحده ایالاتو له پاره د ویرې يوه سرچینه ده. د امريکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکو غړيو د قانون یوه مسوده هم معرفي کړې وه چې موخه يې پر پاکستان د امریکا پر ضد د طالبانو د قوي کولو د احتمال له کبله د بندیزونو لګول وو.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.