ډيوې

عبدالعزیز غیرت

958
ته به څومره ډيوې مړې کړې؟
ته به کوم کوم څراغ وژنې؟
ته به کوم مشال خاموش کړې؟
کوم مالي به دباغ وژنې؟
دا ډيوې به تل بليږي
راڼه ستوري به ځليږي
زما وينې به ځلا کړي
مشالونه به رڼا کړي
څراغونه به روښان وي
,څو چې دا ځمکه اسمان وي
څو چې دا افغانستان وي“
مکتبونه به ودان وي
زمونږ جونې هلکان به
ډلې ډلې ور ران وي
دتختو خواته ولاړ به
زمونږ ښکلي ماشومان وي
لکه غر غوندې ولاړ به
زمونږ څنګ ته معلمان وي
مونږ به خپل درسونه وايو
که دسرو مرمو باران وي
مخ په وړاندې به روان يو
ګړنګونه که توپان وي
چې تر څو په مونږ کې ساه وي
چې تر څو په مونږ کې توان وي
لږ ګرېوان کې سر ور ټيټ کړه
که کميس کې دې ګرېوان وي
يو تپوس درنه کومه
که په تا کې څه وجدان وي
څوک به داسې وحشت وکړي؟!!!
چې په نوم باندې انسان وي؟
خير يو ورځ به داسې راشي
ته به نه يې زه به يمه
دا وطن به چراغان وي
سرې غوټۍ داميدونو
به ګل شوي دارمان وي
دطوطيانو شور ماشور به
له هر خوا په ګلستان وي
لمر ختلی به دسولې
په دې ګران افغانستان وي
دافغان شمله به هسکه
دغيرت په ټول جهان وي
عبدالعزیز غيرت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.