د قزاقستان داخله وزير: له سلو ډیر تجارتي مرکزونه او بانکونه لوټ شوي

419

د قزاقستان حکومت وايي چې په دغه هیواد کې د تیرې يوې اوونۍ ناکراریو په جریان کې له ۵۰۰۰ ډير کسان نیول شوي دي.  د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې اوس وضعیت په ټول هیواد کې آرام شوی دی.

ځایي رسنيو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جنوري  ۹مه) د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی، چې وروستیو ناکراریو سره په تړاو، په مجموع کې ۵۱۳۵ کسان د تحقیقاتو په موخه نیول شوي دي.

د منځنۍ آسیا د انرژۍ له اړخه دغه غني هیواد چې شاوخوا ۱۵ ميليونه نفوس لري وروستيو ناکراریو سخت لړزولی دی. د فرانسې خبري آژانس په حواله په دې لړ کې په لسونو کسان وژل شوي هم دي.

يوه اوونۍ مخکې د سوند موادو بيې په لوړيدو سره د قزاقستان د لويديځ ایالت اړوند سیمو کې اعتراضونه رامنځ ته شول. د دغو اعتراضونو او ناکراریو لمن په ډيره چټکۍ د ستر اقتصادي ښار آلماتا په ګډون، د قزاقستان نورو لویو ښارونو ته هم ورسیده، چيرته چې پولیس له اعتراض کونکو سره ښکيل شول او پر هغوی ېې ډزې کړي دي.

ځايي رسنیو د يکشنبې په ورځ د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت له قوله وويل، د ابتدايي اټکل له مخې په دغو ناکراریو کې د شاوخوا ۱۷۵ میليونه يورو (۱۹۸ ميليون ډالر) په ارزښت جایدادونو ته زیان اوښتی دی.

د وزارت له قوله زیاته شوې چې له سلو ډیرو تجارتي مرکزونو او بانکونو باندې حملې او لوټ شوي او همدارنګه له ۴۰۰ ډير نقليه وسایط تخریب شوی دي.

د قزاقستان د کورنيو چارو وزير، ایرلان تورګومبايوف، وويل چې «نن د هیواد په ټولو سیمو کې وضعیت آرام دی». خو هغه زیاته کړې ده چې «په هیواد کې د نظم د بیرته رامنځ ته کولو په مقصد، د تروريزم ضد عملیات ادامه لري.»

د فرانسې خبري آژانس يوه خبريال د شنبې په ورځ آلماتا ښار د بیرته ستنيدو په حال کې ويلي وو چې اوس وضعیت يو څه آرام شوی او پولیس ځينې وخت د هغو افرادو د درولو له پاره چې د آلماتا ښار مرکزې میدان ته ورنژدې کيږي، هوايي ډزې کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.