برېښنا شرکت: ازبکستان افغانستان ته وارداتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه کړې

632

د افغانستان د برېښنا شرکت د معلومات پر اساس ازبکستان افغانستان ته خپله وارداتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه کړې ده. دې شرکت ويلي دي چې د ازبکستان چارواکو د برېښنا د کمولو دليل تخنيکي مشکلات په ګوته کړي دي.

 Tadschikistan: Strom für Afghanistan

د برېښنا شرکت د يوې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا د کمولو خبر ورکړی دی. دې شرکت ويلي دي چې ازبکستان له افغانستان سره د همغږۍ پرته خپله وارداتي برېښنا ۶۰ سلنه را کمه کړې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي دي چې د ازبکستان چارواکو ويلي دي چې پر افغانستان یې برېښنا د تخنيکي مشکلاتو له کبله کمه کړې ده. د هغوی په خبره د ازبکستان په «تيلي مرجان» ستيشن کې تخنيکي مشکل رامنځته شوی دی چې په پايله کې یې افغانستان ته وارداتي برېښنا کمه شوې ده.

ازبکستان خپله په مستقیم ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

د برېښنا شرکت ويلي دي چې د دغه تخينکي مشکلاتو د له منځه وړولو په موخه کار روان دی او دا مشکل به ښايي په راتلونکو دوو، دريو ورځو کې حل شي. دې شرکت زياته کړې ده چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا د کميدو له وجې د هيواد په ۱۶ ولايتونو کې خلک د برېښنا د پارچاوۍ له ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د تخنيکي مشکلاتو له کبله د ازبکستان له خوا افغانستان ته وارديدونکې برېښنا کميږي. کابو درې اونۍ ترمخه هم د برېښنا شرکت اعلان کړی وو چې د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنيکي مشکلاتو له کبله ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

څو ورځې تر مخه د افغانستان د برېښنا شرکت له ازبکستان سره د ۲۰۲۲م کال له پاره د وارداتي برېښنا د قرارداد د غځيدو خبر ورکړ. د برېښنا شرکت ويلي ول چې د دې قرارداد پر اساس به ازبکستان د ۲۰۲۲م کال تر پايه پورې افغانستان ته د ۱۰۰ ميلیون ډالرو په بدل کې دوه ميليارد کيلوواټه برېښنا ورکړي.

همدا شان د روان لمریز کال په جدي يا مرغومې مياشت کې له تاجيکستان څخه د وارداتي برېښنا قرارداد هم د يوه بل کال له پاره تمديد شو.

د شميرو پر اساس د افغانستان د برېښنا کابو ۸۰ سلنه مصرف د دريو هېوادونو يعني ازبکستان، ترکمنستان او تاجيکستان له خوا برابريږي او يوازې ۲۰ سلنه برېښنا د هيواد د خپلو بندونو له لارې په لاس راوړل کیږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.