د باچا خان ځانګړنې

ډاکټر ژړک

848

نن د عدم تشدد په موخه د خدایي خدمتگار ټولني بنسټګر او پښتون مبارز باچا خان د مړيني ۳۴ تلين دی، باچاخان د انگرېزي استعمار په وړاندي د وخت نوموتي سياستوال چي د انگرېزي اشغال په وړاندي يې مبارزې کړي او ۳۹ کاله زندان او تبعید يې ګاللی دئ.

باچاخان سل کاله وړاندي پښتني ټولنه کي د اصلاح په موخه انقلابي هڅي پېل کړې او اکثره به ئې له ځانه پېلولې، روايت دئ چي ده به بې بيي شی له چا نه اخيست/نه غوښت او نه به ئې چاته بې بيې څه ورکوله، دا کار باچا خان په پښتنو كښې ځکه کاوه چي زموږ ټولنه يو ډول د مفت خورۍ په مرض اخته سوې وه او لا هم ده.

 يو ځل په کوټه [پښتونخوا] كښي باچاخان د سياسي سفر وروسته ملګرو رخصتاوه، کله چي هلته ده د خپلو جامو غوټه وکتله؛ په غوټه كښي چي هر وخت به دوې جوړې جامې، دوه څادره او دوې جوړې جرابي وې؛ خو يوه جوړه جرابي پکښي نه وې، نو باچاخان د خپلو جرابو پوښتنه وکړه چي زما جرابي ولي نسته؟

نو لږ پرېشاني جوړه سوه، کوربه په منډه د کوټي ښار [جناح روډ] څخه يوه جوړه نوي جرابي راوړې، کوربه ورته وويل چي: باچاخان دادی نوي جرابي مي راوړې، ده ورته وويل: نه؛ دا خو زما جراپي نه دي، ما په ژوند د چا څيز نه دی اخيستی، تا دا کار ولي وکړ. بالکل ئې نه کوم!

 بيا چي پېښور ته رسېدلی وو، د کوټي هغه کوربه ته ئې ليک ليکلی وو چي هغه زما جرابي که پيدا سوې؛ راوايستوه.

که څه هم اوس ډېر خلګ وايي چي باچا خاني په کار ده خو پاچا خاني سخته وه/ده.

BachaKhanWeek

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.