د پښتو شعر یوه پیړۍ مزل

پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون

1,340

د پرنګي او روسي ښکېلاکګرو پر وړاندې مبازرو او مقاومتونو، کورنۍ اوږدې جګړې او د سپټمبر نړۍ والې پېښې په نویو عیني او ذهني انځورونو کې د پام وړ نوي موضوعات وړاندې کړي. دا برخه په لفظي او موضوعي لحاظ ډېره غني ده. په دې برخه کې شاعرانه شهکارونه را منځته شوي دي. د دې برخې یوه ښه بېلګه د استاد مجروح ځانځاني ښامار او په را وروسته وختونو کې د زیاتو ځوانو شاعرانو انځوریزې ویناوې یادولی شوو.
د لویدیځ او اروپايي ادب اغېز هم د دې پېړۍ پر پښتو شعر څرګند دی، دغه اغېز په لفظي او معنوي یا موضوعي دواړو برخو کې ګڼې بېلګې لري. د شعر سیمه، ذهني شاعرانه جغرافیه او ذهنیت پراخېږي، په لفظي او موضوعي برخه کې داسې بېلګې موندلی شو، چې د دې پېړۍ د شعر حساسه برخه جوړوي. د موضوع په لحاظ له بهرنۍ نړۍ سره بلدتیا او د فورم یا لفظي جوړښت له مخې د شعر په برخه کې نوی لفظي او معنوي قالبونه، ادبي صنعتونه او انځورونه را منځته کېږي. پښتو شعر نوې ساه اخلي او نوې فضا را منځته کوي.
د دې پېړۍ پښتو شعر د انساني افکارو د ځلونې او وړاندې کولو یوه هنري غېږ ده:
ګرانه! چې ته انسانیت خوښوې
دا ستا دښمن خو هم انسان یادېږي
دا دنیا ته یو لوړ پیغام دی، دا د پښتانه د شلېدلي ګرېوان پیغام دی:
دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی
حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه؟
مخامخ راته د سر قاتل ولاړ دی
خو انسان دی پرې ګزار کولی نه شم (سعود)
که څوک مې وژني لاس یې هم نه نیسم
زما په یو حالت کې شر نه لګي
هغه دهقان یم که د لوږې مرمه
بغیر د ګلو مې بل کر نه لګي (ګران)
پدې وینا کې دنیا ته د ژوند د رنګینیو د ښودلو یو درس پروت دی او هغه درس د پښتون شاعر د ځپېدلي او ځورېدلي ولس شاعر د شعر په مفاهیمو او انځورونو کې وړاندې کېږي.
ددې پېړۍ شاعران د جنګ، نفرتونو استعمار او ښکېلاکګرو او زبېښاکګرو مسالې را اخلي او د شعر په ژبه یې وړاندې کوي، د صاحب شاه صابر یو شعر دی چې:
د سرو لمبو د غرغرو له شوره نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي، د جنګ له زوره نه دي خبر
زما د کور د ورانولو په ارمان لېوني
د خپل ارمان د ورانېدونکي کوره نه دي خبر
د خاموشۍ په تقدس ایمان لرونکي خلک
د لړزېدلي، لړزوونکي اوره نه دي خبر
تر پایه …
دا او دېته ورته بېلګې د پښتون ولس د ژوند یو هنري انځور وړاندې کوي.
د همدې پېړۍ د وروستیو لسیزو شعر پر پښتون ولس او پښتون وطن د یرغلګرو تیری، برید او جنګ هنري انځورونه باسي، پدې برخه کې عیني او ذهني انځورونه رامینځته کېږي، نوي مفاهیم، سېمبولونه، تشبه ګانې او اساطیري روح په شعر کې غوړېږي، له دې څخه یوه هم د اسحاق ننګیال 《دا کلی مه ورانوئ》شعر وړاندې کوو په دې شعر کې : (( اندروني کیفیت د انسان رواني اړیکه له طبیعت سره ښکاره کوي. اندروني کیفیت د انسان او طبیعت ترمنځ رواني یا اروايي اړیکه ده. د اسحاق ننګیال یو شعر دی؛
داکلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنو سيورو لاندې
ګورئ د شنې ويالې تر څنګه د جلګو د پاسه
يو کوچنى پروت دى
يو کوچنى ويده دى
او تر وړې لوپټې لاندې
دناز په غېږه کې کوچني شينکي خوبونه ويني.
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته لکه زرکې زموږ د کلي نجونې
ګورئ چې هلته د بامو پر سر نورسې پېغلې
کتار،کتار
دلمر تر وړانګو خپل پيکي جوړوي
او په مينو ژبو
د پېغلتوب غوږ کې د ځوان هوس سندرې بولي
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه روانوى!
ګورئ چې هلته له هغو سپېرو کوډلو ځنې
ګورئ چې هلته ددې تورې تروږمۍ له غېږې
ساړه ځګيروي جګېږي
سوزمن اواز راځي
او اميداورې ميندې
د انتظار د بڼ د سرو ګلونو لارې څاري
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ! )) (اسحاق ننګیال ، سیندونه هم مري، ۱۱۳)
په دغه شعر کې چې د جوړښت له مخې نظم دی، یو رواني کیفیت او اغېز پروت دی، هغه کیفیت او اغېز څه شی دی؟
لومړی؛ کلی یوازې او یوازې د ننګیال د یوه مشخص کور نوم نه دی، کلی هغه جز دی چې مطلب ترې کل دی، کلی د وطن ، سیمې او ژوند سېمبول دی؛ نو کوم کلی مه ورانوئ؟ هغه کلی چې د ننګیال روان او د ننګیال روح پکې مستي کړې ده، کیف یې ترې اخیستی او هغه کیف د ده په شعور کې څپې وهي، دغه کیفیت د ده په لاشعور کې پروت دی، خیال له لاشعوره تحت شعور او بیا تخیل ور پسې مزل وکړ، کلي یې شعور ته راوست. د کلي ژوند، د کلي په انځورونو کې پروت دی، دغه انځورونه ذهن ته تخیل را وستل او د نفسي کیفیت پر اغېز یې تخییل ته یوړ. )) ( لعل پاچا ازمون، شعر پوهنه، ۲۱۷)
پدې شعر کې د شاعر د ذهنیت د ودې فضا انځور شوې ده، په پښتني توکو او ترکیبونو کې د خپل کلي او ولس ژوند بیانوي، شاعرانه ترکیبونه یې《شنه سیورو، شینکي خوبونه، لکه زرکې زموږ د کلي نجونې، ځوان هوس، د تروږمۍ له غېږې》
پښتني توکي:《کلی، جلګه، نورسې پېغلې، سپېرو کوډلو》
پښتني عیني انځورونه:《لکه زرګې، ګوره چې هلته … یو کوچنی پروت دی》
ذهني انځورونه:《دناز په غېږ کې کوچنی… په میینو ژبو … د پېغلتوب غوږ کې د ځوان هوس، ځګېروي جګېږي، سوځمن اواز راځي، د انتظار د بڼ د سرو ګلونو لارې څاري》
د ژوند او فکري تجربو شاعرانه کول؛
زموږ ددې پېړۍ شاعرانو خپلې تجربې شاعرانه کړي دي، خپلې غوښتنې او د ولس هیلې یې د شعر په ژبه وړاندې کړې دي:
چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي
باداره دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي
درویش درانی
لفظي ښکلا
د لفظي ښکلا په برخه کې بېلابېل شعري قالبونه، ادبي صنعتونه، مفاهیم، کلمې او ترکیبونه د پام وړ ګرځي. د شعر موسیقیت او خواږه زیاتېږي، ساده ترکیبونه او روانه ژبه شاعرانه فضا رنګینوي.
په ټولیزه توګه ددې پېړۍ پښتو شعر د فورم او جوړښت له مخې پر زړو قالبونو سربېره، چې څه ناڅه پکې پالل شوي، څه یې په نوي رنګ رنګولي او څه هم له پامه غورځېدلي دي، پدغو فورمونو کې د غزل فورم یا ژانر رنګین شوی دی، غزل یوازې له یوې مشخصې موضوع یا عشقي مسالو راووت، په غزل کې د ژوند یوه نوې ساه پوه شوه، قومي او ملتي مسایل د غزل ګاڼه شوه، همدغه تفکر د غزل په رنګینۍ کې نوې کوډې وکړې، غزل ته نوې تشبه ګانې، نوې استعارې، سېمبولونه او نور تخیلي توکي ورننوتل، دغزل تسلسل لکه د پخوا په څېر وشلېد، خو د رنګینۍ تسلسل یې وساته، د غزل بابا امیرحمزه شینواري د همدې پېړۍ په ترڅ کې پښتو غزل په خپل تفکر، قومپالنې، ملتپالنې، ویښتابه او ریالستیکو او روماني افکارو نوی کړ، دده له برکته د ټولو پښتنو په سیمو کې غزل نوی رنګ پبدا کړ، غزل د خیبر په ادبي مکتب کې نوې سا پو کړه، خو وږمې یې په یوې سیمه کې ایسارې نه شوې، په خپلې رنګینې شاعرۍ او شعریت یې پښتون ذهن شاعرانه کړ .د استاد شاعر محمد صدیق پسرلي رنګینې او مهینې شاعرانه وینا د پښتو غزل او څلوریزې په زړو چوکاټونو کې د پاخه فکر پلوشې په نويو لفظي او موضوعي ترکیبونو او شاعرانه تصویرونو کې ځای کړل:
بلبل غریب امي دی ډېر یې مه پوښتۍ له مینې
ساده مومن یوازې له کلامه بوسه اخلي
پسرلي ته ستا له مخه دا دنیا حسن کده شوه
د دوه سترګو لپاره له بادامه بوسه اخلي
ددغې پېړۍ په زړو فورمونو کې څلوریزه او قطعه پالل شوې ده.
په څلوریزه او قطعه کې هم پر نصیحتي موضوعګانو سربېره د ژوند رنګیني بیان شوې ده، پر دغو زړو قالبونو سربېره ازاد نظم عام او دود شو، د ازاد نظم لمن وغوړېده، شاعر د خپل تخیل اسپ د ازاد نظم په ځمکه باندې وځغلاوه، خنډونه، ځنډونه او بریدونه یې ونړول، یوازې او یوازې د ژوند رنګیني یې د هنري تابلو په توګه په ښکلو رنګونو کې وړاندې کړه، ازاد نظم د مکالمو او کیسه یي ژبې یوه رنګینه میناتوري او تابلو ده، نیمه ازاد نظمونه هم دود شوي دي، په نیمه ازادو نظمونو کې په فضل محمود مخفي《هڅې، د عبدالرحمن پژواک《کلمه داره روپۍ》د مجروح د《ځانځانۍ ښامار》او داسې نورې بېلګې د پیلامې په توګه وړاندې کولی شو، نیمه ازاد نظم دومره وغوړېده او پراخه شو چې په خپله غېږه کې یې نوي انځورونه وړاندې کړل.
د اروپایي او غربي ادب ځینو ژانرونو هم پر پښتو شعر سیوری وغوړاوه، پدې ترڅ کې واسوخت، شهراشوب، ساینټ یادولی شو، لفظي او معنوي فورمونه وپالل شول، زاړه معنوي فورمونه چې هغه یوازې او یوازې یوې مشخصې موضوع ته ټاکل کېدل، ددې زمانې یا ددې پېړۍ په شاعرۍ کې کم تر سترګو کېږي، ډېرو لږو شاعرانو مسدس، مخمس او یا نور هغه منظوم چوکاټونه پاللي چې زموږ پخوانیو شاعرانو پاللي دي.
مثنوي او پښتو بولله ددې پېړۍ نور چوکاټونه دي چې د ژوند درنګینۍ بیان پکې شوی دی، پېښې او مسایل پکې وړاندې شوي دي، ددې ترڅنګ پخپله په نظمونو کې یوه نوې سا پو شوې ده او دغې سا نوي چوکاټونه هم رامینځته کړي دي، خو ځینې یې پالل شوي او ځینې یې ندي پالل شوي.
ځینې شاعرانو داسې تجربې کړي چې په زړو ولسي چوکاټونو کې، یا پر زړو ولسي دېوالونو یې نوې پخڅې هم وهلي دي، په هغو کې ټپیزه، ټکوریزه او غزلیزه یادولی شو، که څه هم د موسیقۍ په څپو کې ټپیزه تر هر کوره ورسېده خو د ټپې جوړښت او خوند ډېر پکې څرګند او خوند او رنګ یې هماغه ټپه ده، ټکوریزه او غزلیزه دود نشوه …د منثور ، سپین او ازاد شعر چوکاټونه هم وغوړېدل.
ددې پېړۍ په شاعرۍ کې مکالمه یي شعرونه ډېر رامنځته شول، مکالمه یي شعرونه هغه شعرونه دي چې په هغې کې ډیالوګ یا د دوه تنو خبرې، اترې د مکالمې په بڼه باندې راغلي دي، دغه مکالمه یي شعرونه زیاتره سېمبولیک او اسطوره یي دي، ددې پېړۍ شعر له تخیلي عناصرو یا توکو ډک دی، پر نورو تخیلي توکو لکه تشبه، استعاره، سېمبول او … سربېره حس امېزي، شخصیت جوړونې، پراډوکس او … نورو تخیلي توکو ته هم پام شوی دی.
ددې پېړۍ شعر له تخییله او تصویره ډک دی، په تخییل او تصویر کې د ژوند او د پښتنو خپلې مسالې او د ژوند رنګیني وړاندې شوې ده.
ټولنیز او سیاسي خوځښتونه
ددې پېړۍ په شاعرۍ کې د بېلابېلو تحریکونو، ادبي خوځښتونو او بهیرونو اغېز ځانګړی ځای لري، کله چې ددې پېړۍ په شعر باندې بحث کېږي، نو تر شاه یې د همدغه تحریکونو، خوځښتونو او بهیرونو څېره له ورایه برېښي، خو د هغوی موخې《اهداف》هڅونې او د شاعرانو پالنې پښتو شعر تردې بریده را رسولی دی.
کله چې د یوې پېړۍ شعر یادوو، د شعر په نوم یا د رنګینې وینا په نوم لومړنۍ بېلګه د مولوي صالح محمد کندهاري هغه ژباړه ده چې د عبدالهادي داوي یوه منظومه وینا یې راژباړلې ده.
مولوي صالح محمد کندهاري پدې موزونه او منظومه وینا کې شاعري کړې، شعریت یې په سېمبولونو، تشبه ګانو او نورو ښکلاییزو توکیو کې څرګند کړی دی.
فضل محمود مخفي د خدایي خدمتګارو د تحریک هغه غړی و چې پخپلې شاعرانه وینا یې په پښتونخوا کې د شعر انګازو ته بېل رنګ، ژوند، جسم او خوند ورکړ.
په ټولیزه توګه کله چې ددې پېړۍ شعر لولو، نو دهمدغو خوځښتونو په موخو کې چې پر شعر یې هم اغېز وکړ هغه: ملتپالنه، قومیت، فلسفي افکار، د خپلواکۍ تفکر، ویښتابه، اصلاحات، بشرپالنه، ریالېستیک افکار، انتقادي ریالېزم، ترقي پسندي، بشردوستي، د طبعیت ستاینه، فمېنېزم، عصریتوب، رومانیت، ایډیالوژي، ټولنیز عدالت، فیوډالېزم، امپریالېزم، سوسیالېزم، کمونېزم، جهاد، ملي پخلاینه، سپټمبر پېښه، سوله او بالاخره د افغان ولس، پښتون قوم د ژوند یو رنګین تعبیر او داستان دی، له همدغو مفاهیمو نه د دې پېړۍ پښتو شعر هم پېژندلی شو.
ددغې پېړۍ په شعر کې له لومړۍ ورځې رانیولې تر ننه همدغه یاد توکي او مفاهم د پښتو شعر ګاڼه ګرځېدلي دي، ددې پېړۍ له پیل سره سم د لومړي او د دویم مشروطه غوښتنې غورځنګونو شغلې لا خپرې دي، په کوزه پښتونخوا کې د خدایي خدمتګارو او انجمن اصلاح افاغنه څرکونه او د پښتون ژغورنې قومیت او افغانیت د تفکر مبارزه پیل شوې ده، دلته بیا د روښانتیا تفکر د بېلابېلو جریدو له لارې د افغانیت یا خپلواکۍ او د قوم د ویښتابه ترانې خپروي.
پدغه زمانه کې د شعر منظومه برخه غني ده، د خپلواکۍ، د قوم د ویښتابه، ملتپالنې او بشرپالنې افکارو ته نظم د وسیلې په توګه کارول شوی دی، تر دې راوروسته چې د ویښځلمیانو حرکت پیلېږي، په دغه حرکت کې هم د تېرو حرکتونو او غورځنګونو پر موخو سربېره ریالستیک افکار، بشرپالنه، اصلاحات او انتقادي ریالېزم څپې وهي.
د انجمن اصلاح افاغنه او خدایي خدمتګارو د تحریک هڅې په پښتو شعر باندې سیوری غوړوي، دغه غورځنګونه، خوځښتونه او تحریکونه پښتو شعر ته رنګینه جامه اغوندي، همدغه تفکر او هیلې او غوښتنې د افغان ولس مسلې وړاندې کوي او په شعر کې یې په رنګینه بڼه بیانوي، دا وخت پښتو شعر نه یوازې دا چې د وسیلې په توګه باندې کارېږي؛ تر څنګ یې هنري خواږه او تومنه هم لري.
شعر شعریت ته لار باسي، دا مزل څو کاله دوام لري، تر دې مزله وروسته چې کله په سیمه کې د کمونیستي، امپریالیستي او ترقي پسندۍ افکار را مینځته کېږي، نو ورسره جوخت پر شعر باندې هم اغېز پرېباسي.
د ویښځلمیانو حرکت سیاسي او اجتماعي بڼه لرله، دغه خوځښت یا حرکت د خپل تفکر د رسولو لپاره شعر وسیله کړ، ددغه حرکت اغېز پښتو شعر د ژوند شعر وګرځاوه او پدې برخه کې شاعرانه ویناوې را څرګندېږي.(( د پښتو ژبې تقریبا ټول نامتو لیکوال او شاعران د ویښ ځلمیانو په سیاسي سازمان کې شامل وو او له همدې لامله د ویښتیا د دورې اکثر شعرونه او لیکنې اجتماعي ـ سیاسي رنګ لري…)) ( محمد صدیق روهي، د پښتو ادبیاتو تاریخ، ۸۶م)
د ارواښاد استاد الفت، بېنوا، قسام الدین خادم او … هغه سرلاري دي چې د دوی شاعرانه ویناوو د پښتو شعر لمن رنګینه او ښکلې کړه.
تر دوی راوروسته نورو هم د ژوند دغه رنګین مزل وواهه، دا مهال ریالستیک انتقادي ریالېزم او اصلاحات د شعر ګاڼه وګرځېدل، ددغه مهال تر دوی راوروسته د پښتو شعر رنګین بار صدیق پسرلي، سلېمان لایق، عبدالباري جهاني، عبدالله بختاني خدمتګار او یو شمېر نورو په اوږو واخیست، دوی هم د ویښځلمیانو د حرکت نه په اغېز او د سیمې حالاتو ته په کتو په شعر کې بغاوت وکړ، رنګیني یې رامینځته کړه، د لایق ایډیالوژیکي تفکر، د جهاني باغي مزاج او د پسرلي شاعرانه تفکر او مزاج پښتو شعر رنکین کړ، دا د ژوند د رنګینیو شاعران دي.
اخوا بیا حمزه او غني د پښتو شعر دوه هغه بنسټونه دي چې بېلابېل سبکونه او شاعرانه مزاج لري.
حمزه غزل پښتون کړ، فلسفي تفکر یې د غزل په جامه کې ونغښت، قومپالنه او قومیت یې د شعر ګاڼه کړل:
که باده مې ده اسلام پښتو مې ظرف دی
مزه کاندي پخپل ظرف کې مشروبات
غني فلسفي مزاج، شاعرانه بغاوت او کیفیت په شاعرانه ژبه په ازادو چوکاټونو کې ځای کړل.
په جومات کي مي ونه موند، په مکه کي رانه ورک شو
خدای می زړه کي را پیدا شوچي مي مخ د یا رکړ ښکل (غني خان)

اجمل په شاعرانه او باغي مزاج د پښتو قوم د ویښتانه سندرې وویلې، همېش خلیل د پښتانه قوم د بیدارۍ لپاره کار وکړ:
موټی خاوره د وطن به پرې ور نکړم
که په سر د ځمکې هر وطن ختن شي
د وطنپالنې لوړه روحیه یې په شعر کې ځای کړه، ددې ټولو موخه خپلواکي، ویښتیا، ریالستیک او روماني افکارو ځلونه وه، استاد شپون شعر ته له یوې نوې زاویې وکتل، د ولس په ژبه یې له ولس سره خپله اړیکه وپالله، 《د بنګي پر غاړه》کښېناست او د خپلو خلکو له زړه وغږېد، دوست شینواری هم د همدې زمانې د غزل یو بل شاعر دی چې شاعرانه ذهنیت او تفکر یې پښتو شعر وځلاوه، ددې پېړۍ یوه منځپانګه هم حریت او ازادي جوړوي.
حریت د هر ملت د بدن زړه دی
که دا نه وي؛ هم ملت مري، هم به قام مري
زړه ډیوه ده، دا د خټو په قالب کړې
خدای ومکړه چې به دا ډیوه د چا مري (دا شعر د رشاد صیب دی)
د ملنګ جان چاربیتو په پښتو شعر کې د ازادۍ او پښتونولۍ روح پو کړ، د لایق چونغر یوه نوې کیسه راواخیسته، د لایق په شاعرانه وینا کې د ازادۍ روح نغښتی، څپې وهي او څړیکې یې داسې دي:
چېرې که برېښنا د ازادۍ پښتون ته وخندل
چېرې که پښتون د استعمار په وینو ولمبل
یوسه زما سندرې د پښتون د انقلاب پلو
ای خوږې شپېلۍ د انقلاب او اضطراب پلو
زه له دې بېخونده عافیته بېزار شوی یم
بومې ځه د تندر د توپان او د سېلاب پلو
ډال مې که، خنجر مې که، سنګر د انقلاب مې کړه
رب دپاره بومې ځه د وینو د تالاب پلو

دا زما قسم دی، یا به مرمه له پښتو سره
یا به ازاد ژوند کوم له ټولو پښتنو سره(مینا نظري، ژبنۍ او ادبي شننې، ۳۱م)
خادم بیا وایي:
ازاد یم زیږېدلی بندګي کولی نشم
بنده د خپل مولا یم که وم، وم که نه وم، نه وم
غني په خپله وینا کې د انسانیت او بشریت جوهر ته پام کوي، په یوې وړې دایره کې ځان نه را ایساروي، د یو لوی فلسفي په توګه انساني برخورد کوي:
د مذهب دنیا پرستو! د انسان خونرېزي بس کړئ
لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده (دا د زرین پریشان دی)
ددې پېړۍ شاعرانو د شعر پر ښکلا سربېره یو لړ تعلیمي او اصلاحي نظمونه هم وړاندې کړي، دېته دېداکتیک یا تعلیمي نظمونه وایو چې هغې کې یوازې او یوازې د یو قوم د بیدارۍ، فکر ورکولو او تعلیم خبره نغښتې ده.
ددې پېړۍ د شعر پر وړاندې د شعار نارې د سرې مفکورې او جهادي روحیې شعارونه دي، سره مفکوره د شعر شاعرانه ژبه ځپي او جهادي ترانې یوازې او یوازې مورچلونه په ترانو ژوندي ساتي، دغه دواړه اړخونه د پښتو شعر رنګیني تته او کمزوري کوي، شعارونه تودېږي، د شعار بازار ګرمېږي.
له یوې خوا د فیوډالېزم او امپریالېزم اصطلاحات او مفاهیم د شعر شاعرانه روح ځپي، له بلې خوا د کمونېزم پر خلاف د جهاد د سنګرونو نغمې د شعر د ښاپېریو ستوني ته رانجه غورځوي، ورپسې د ملي پخلاینې او سولې خبرې تودېږي، دغه د ملي پخلاینې او سولې حرکتونه ورو، ورو د شعر هنر ته ور پرانیزي، د ولسواکۍ څپې ورو، ورو د پښتو شعر رنګیني زیاتوي.
د سپټمبر له پېښو را پدې خوا په پښتو شعر کې یو نوی باب پرانستل کېږي، دغه باب زموږ شعر ته نوې سېمبولونه، استعارې، کنایې او تشبه ګانې بښي.
کابلی یار را سره مینه نه کړي
وايي پښتون دی القاعده دی جانان
په دې پېر کې د شاعرانو بهیرونه تودېږي، شعر وده کوي او په شعر کې یو نوی روح او سا پو کېږي، شعر د تخیل او تصویر په ژبه وړاندې کېږي، په شاعرۍ کې نوي مفاهیم او نوي ترکیبونه څپې وهي، دغه نوي مفاهیم او ترکیبونه پښتو شعر روح تازه کوي او نوی مضمون ورکوي.په دې پېر کې پښتو شعر د نویو مفاهیمو، کلمو او ترکیبونو کوربه کېږي، لکه در واخلې، القاعده، مافیا، ځانمرګی او …
پایله
د دې لیکنې پایله دا شوه چې پښتو شعر د یوې پېړۍ په بهیر کې په لفظي او موضوعي برخه کې رنګین او شاعرانه مزل کړی دی، نوي لفظي او موضوعي قالبونه، بدیعي او تخیلي صنعتونه، ذهني او عیني انځورونه، د ژوند د بېلابېلو برخو او مسایلو یوه هنري تابلو یې جوړه کړې ده. کله چې د دې پېړۍ شعر لولو، نو د یوه ستړي، جګړه ځپلي، ازادي غوښتونکي، مبارز، وطنپال، بشرپال ، انسان خوښي او هنرمن ولس د زړه غږ او حالت مو ذهن ته راځي.
ماخذونه
۱ ـ ازمون. لعل پاچا ( ۱۳۹۹ل) . شعر پوهنه، د افغانستان د علومو اکاډمي
۲ ـ خټک، اجمل ( ؟) ، د غیرت چغه، پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي
۳ ـ ننګیال، اسحق ، ( ۱۳۸۷) سیندونه هم مري، د محمداسمعیل یون په زیار، یون کولتوري یون ، کابل
۴ ـ نظري، مینا ( ۱۳۹۸) . ژبني او ادبي څېړنې، کابل
ـ سیال، اکبر. (چاپ کال نه لري)، دا پرهرونه به ګنډل غواړي. اسلام اباد: حامد درانی هنرکده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.