سرچينې: ترکیه او قطر د کابل هوايي دګر پر سر توافق ته رسيدلي

626

د سرچينو په حواله ترکیه او قطر د کابل د هوایي ډګر د امنيت د تامين په تړاو يوه توافق ته رسېدلي دي. زياته شوې چې له طالبانو سره د دې هوایي ډګر د مديريت په اړه خبرې اترې جريان لري.

 

د کابل هوايي ډګر په وچه کې د ګير هيواد افغانستان له پاره له نړۍ سره د هوا له لاري د اړيکو تر ټولو مهم تړونی دی. په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، ترکیې ویلي ول چې له قطر هيواد سره به په ګډه د دې هوایي ډګر د مديريت چارې يوازې په هغه صورت کې پر غاړه واخلي چې امنيتي غوښتنې یې ومنل شي.

رويترز خبري آژانس تر دې مخکي رپوت ورکړی وو چې متحده عربي اماراتو هم د کابل هوايي ډګر د چارو پرمخ وړولو له پاره له طالبانو سره خبرې اترې کړي دي.

ديپلوماتيکو سرچينو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې ترکیې او قطر د هوايي ډګر د ماموريت پر امنیتي چوکاټ توافق کړی دی، خو زياته کړې یې ده چې پر نورو اړخونو لکه د مالي تمويل په اړه خبرې اترې دوام لري.

يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط وويل: «داسې انتظار کیږي چې طالبان دباندې امنيت [له هوايي ډګر دباندې] پر غاړه واخلي او هغه څوک چې د هوايي ډګر د مديريت مسئوليت لري هغه به د داخل امنيت تامنيوي.» دې سرچينې زياته کړې: «دا پروسه په رغنده توګه پر مخ روانه ده.»

دې سرچينو زياته کړې ده چې د ترکیې پلاوی او د قطر چارواکي روانه اوونۍ هم په کابل کې په دې اړه خبرې کوي.

د قطر دولتي خبري آژانس ويلي دي چې طالبان به په راتلونکې اوونۍ کې په دوحه کې له قطري او ترکي چارواکو سره د هوايي ډګر د عملياتو او مديريت په اړه مذاکرات بشپړ کړي.

دې خبري آژانس زياته کړې ده چې د قطر او ترکیې پلاوي په دې اوونۍ کې د کابل د هوايي ډګر د کنترول په اړه دوه ورځني مذاکرات ترسره کړي دي.

د کابل په هوايي ډګر کې د قطر نقش د دې زمينه برابره کړې وه چې له سپتمبر مياشتې راهيسې د کابل او دوحې ترمنځ پروازونه روان وي او په دې توګه د نړۍ هيوادونو وکولای شول له افغانستان سره هوايي تماس ولري او همد راز د طالبانو سره ليدنې کتنې ترسره کړي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته امريکا متحده ایالاتو، کاناډا، بريتانيا او يو شمير نورو هيوادونو خپلې ديپلوماتيکي استازولۍ له کابل څخه دوحه ته انتقال کړې وې.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.