د ښځو زدکړې او خنډونه

عبدالبصیر رحمت زی

741

لومړی درسره د احمدي صيب دا کرښې وګورﺉ وروسته بیا….

پلار مې يو وخت د خپل ماشومتوب کيسه راته کړې وه. ويل يې چې د شپږو يا اوو کالونو وم. يو سهار کلي ته له ولسوالۍ يو مامور او يو عسکر راغلل.
د عسکر په لاس کې يواځې يوه لښته وه. ټول کليوال يې په جومات کې سره راټول کړل، له هر يوه يې د کور د ماشومانو ليست واخيست، يو هم نه پوهېدو چې خبره څه ده؟ په اخير کې مامور وويل چې تاسو بايد خپل کوچني هلکان مکتب ته را ولېږئ. د ځينو کليوالو زړه نه و، خو د دولت مامور وويل چې دا کار جبري دی.
د مامور له تګه وروسته کليوال په غوسه ښکارېدل، مکتب يې بې ګټې ګاڼه، ويل يې چې هلکان به له خواري خوارۍ وباسي، غواوې او پسونه به څوک پيايي. دوی آن د مکتب له نومه هم کرکه کوله، تر دوزخ يې هم بد اېسېده. آن يوه تره مې خپل دهقان ته پيسې ورکړې چې خپل زوی د ده د زوی پر ځای مکتب ته ولېږي. دهقان نخرې کولې، خو د پيسو ډېرېدو غلی کړ. په دويمه ورځ د دهقان زوی زما له تره سره مکتب ته ورغی. تره مې په پردي ماشوم د خپل زوی نوم کېښود، د ماشوم د پلار د نوم پر ځای يې خپل نوم وليکه.
پلار مې راته وويل چې هغه وخت په ټول غزني کې همدا ذهنيت پروت و. نېستمنو او شتمنو ته تر مکتبه د لاندې له پاره د دوو پسونو څرول مهم ښکارېدل.
خو د همدې غزني د مقر په بهاوالدين کلي کې يو غريب ملا اوسېده. ټوله هستي او نيستي يې د کلي امامت و. دا سړی مولوي عبدالحليم نومېده. وچه ګوله يې خوړله، خو فکر يې غوړ و. ده له دومره نېستۍ سره سره خپل اولادونه مکتب او مدرسې ته لېږل. پوهېده چې اولادونه به يې له پسونو څه زده کړي.
په همدې غزني کې په لکهاوو ماشومان له هماغې يوې پنډې شوتلې سره را لوی شول، زاړه شول، مړه شول، نه يې څه زده کړل، نه يې خپل ځان ته خير ور ورسېد، نه يې نور له خاورو پورته کړل او نه يې نوم او نښان پاتې شو. خو د غريب مولوي عبدالحليم زوی تر صدارته ورسېد. نوم، فکر، ښېګڼې او وطن ته خير يې تر اوسه ژوندي دي، څو چې دا وطن وي، د محمد هاشم ميوندوال نوم به په نېکو يادېږي.
محمد هاشم ميوندوال د مولوي عبدالحليم زوی و. که يې پلار په دوو پسونو پسې روان کړی وای، اوس به ما، تا او دنيا نه پېژانده.
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
زما په اند د هاشم میوندوال پلار يو علمدوسته انسان وو او خپل زوی یې مکتب ته ولیږه او بلاخره داسې شخصیت جوړ شه چې زمونږ د لیکوالانو او هيوادوالو پام يې ځانته واړاوه.
اما که میوندوال د علم د مشعل له رڼا پاتې وای او لکه پورته هم یادونه شوي مطلب د نورو په شان يې وري او وزې پیېولې وای نو ایا نن به مونږ میوندوال پیژانده؟
ځواب مو شايد مثبت يا منفي وي اما زما ځواب منفي دی.
زما په اند د ښځو د تعليم پر وړاندې هم نن په کليوالي سيمو کې همدا ستونزې موجودي دي.
دا په دې معنا چې زمونږ ټولنې لا تر اوسه دا نه ده درک کړې چې د يوې ښځې د تعلیم ګټې څه دي؟
اړتيايې څه ده چې يوه انجلۍ دې درس ووايي؟
په تيرو شلو کلونو کې سره له دې چې يو څه کار وشو، آما کافي نه وو.
بلخوا د ښځو تعليم يو شعار پاتې شو او خلکو ته یې په اهمیت ښودلو او د اړتیاوو په اړه څه ونه ويل شول که شوي هم وي ډير به کم وي.

بلخوا د ديني عالمانو له خولو په يوه غږ د تعلیم د فرضيت نعره لا هم د انتظار شيبو کې چپ ده.

زما دا خبره واقعاً خوښيږي چې د شرایطو د برابروالي سره به ښځو ته د تعليم دروازې خلاصې شي.
آما يو سوال هم راته پیدا کيږي، هغه دا چې څوارلس سوه کاله وړاندينی اسلام ولې لا تر اوسه د ډيرو موضوعاتو په اړه يوه خوله نه دی؟
عربستان کې د اسلام تفسير يو شان، په ترکیه کې بل شان، په پاکستان کې بل شان او په افغانستان کې بل شان دی.
ولې لا تر اوسه ديني عالمانو د ښځو د تعليم اړوند يو واضح او ښکاره تعریف نه ده وړاندې کړﺉ؟
د شځو د تعليم اړوند مو نظر مثبت دی که منفي؟
که منفي دی، دليل يې څه دی؟
که مثبت وي ګټې يې څه دي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.