طالبانو په کابل ښار کې د پخواني حکومت نخښې پاکې کړي

565

طالبانو په افغانستان کې د خپلې شپږ میاشتې واکمنۍ په جریان کې د کابل ښار له کوڅو څخه د پخواني حکومت ټولې ښکاره نخښې پاکې کړې دي. د فرانسې خبري آژانس په خپل لنډ رپوټ کې د کابل ښار ظاهري بڼې ته یوه کتنه کړې ده.

Afghanistan | Bedrohung von Kulturschaffenden durch Talibanد افغانستان د پخواني حکومت بیرغ، د ملي اتلانو مجسمې او طالبانو سره په جګړه کې د وژل شويو سرتيرو يادښت، د افغانستان د پخواني حکومت د هغو لویو بیلګو څخه دي چې طالبانو له منځه وړي دي.

هغه محافظتي استنادي دیوالونه چې پخواني حکومت د طالبانو د بریدونو د مخنيوي له پاره د کابل ښار په مختلفو ځایونو کې درولي ول پر ځینو يې اوس طالبانو د خپلو بریاو شعارونه لیکلي دي.

د کابل ښار د ښځو د سینګار له سالونونو څخه د ښځينه ماډلانو د میک ډګ، سټايلي ويښتانو درلودونکي او فیشني پوسترونه هم لرې کړل شوي دي.

د طالبانو له واکمنيدو راهیسې په پلازمېنه کې د ښځو او نجونو حضور هم د پخوا په پرتله کمرنګه دی.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې مارکيټونو او کافيانو ته د ګوتو په شمیر ښځې او نجونو تګ راتګ کوي. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ډېري ښځې له ډاره له خپلو کورنو نه شي وتلی او یا د دندو د له لاسه ورکولو له وجې د شیانو د رانیولو پيسې نه لري.

Symbolbild - Fahne Afghanistanپه کال کې د افغانستان بیرغ چې اوس راښکته کړل شوی دی

د طالبانو ضد څیرې احمد شاه مسعود پیژندل شوی سمبول یعنې پکول چې د ښار په نیږدې هره برخه کې خلک ورته درناوی لري، اوس یې ړنګ کړی دی او په رنګونو یې پټ کړی دی.

په پلازمېنه کې د طالبانو د اضافي چيک پاينټونو په رامنځ ته کیدو سره، ماښام د هوا تر تیاره کیدو وروسته نور د ښار په واټونو کې موټرونه نه لیدل کيږي. همدارنګه د کابل ښار په یوه لوړه تپه چې پخوا ورباندې د افغانستان پخوانی درې رنګه (تور، سور او زرغون) بیرغ رپيده اوس راښکته کړل شوی دی. د ملي بیرغ ستنه اوس د واورو ډګ په یوه پارک کې خالي ولاړه ده.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، په زرونو افغانان، په ځانګړې توګه هغه چې بهرنيو ځواکونو سره يې کار کړی او یا د پخواني حکومت مهم کارکوونکي ول له افغانستانه ووتل او ډير خلک بیکاره شوي دي. د طالبانو حکومت تر اوسه کوم هیواد په رسميت نه دی پيژندلی او ملګري ملتونه په وار وار له نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.