تباشیري ګلان

نور محمد لاهو

1,643
تباشیري ګلان
ستا د سترګومعلم ماته
فقط دومره لیک لوست وښود
چې یوازې ښکلی نوم دې لکه ګُل په تباشیر
د ښار په ټولو وچو ونو ولیکای شم
د هر ګل په بَکره پاڼه
ستا د شوندو شیریني او سره رڼا هم اوس لوستای شم
** * * *
بل مې دا هم درنه زده کړل
تاته څنګه لکه ونه ، په قدم قدم راشین شم
لکه ډکه له مڼو شیرینه څانګه ، د باد غیږ کې
په نڅا ، له پاسه ځان در وشیندمه
* * * * * *
خدای دې ماته
د ځنګله په شانې ډير لاسونه راکړي
چې مارغان پرې راته تل ستا د مچکو په لَهجه
تودې سندرې زمزمه کړي
یولوی باغ هم راته راکړي د انارو
چې ته کله په خندا شې
 لکه ستا پر نرۍ غاړې مرجانونه ،
له سینو یې
لپې لپې یاقوت باد شي
محبت دې زه د هغه ماشوم ویر کړم
چې سوالګره زخمي مور یې وي روغتون کې
او دی غواړي په مبایل کې یې له غږه شیدې وڅښي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.