نا معلوم وطن

نور محمد لاهو

394

زه خپه یم
زه خپه یم
زه له هغه تیره غشي نه خپه یم
چې زما له ستړو سترګو په څنګ تیر شو
ستا د مخ په بنفشو باندې یې وینې وشیندلې
ستا په تاندې او معصومې شنې لمنې
په سرو وینو رسم شو یو سرو خالو نه صدقه شم
+ + + + +
ته مې غیږ کې
لکه نوې له سپوږمۍ نه
رالویدلې آيينه ټوټې ټوټې شوې
زه دې لاهم په ذرو کې
خپل بې شرمه وجود ګورمه ژوندی یم
اې روانه لویه سینده
کاشکې راشې ما له دغه شرمه مړ کړې ؟

+ + + + + + +
پیړۍ وشوې
یو سړی مې په بدن کې دی مړ شوی
پیړۍ وشوې
لکه ښځه هغې بورې سره ژاړم
چې هروخت له یوه قبره څخه غواړي
د لورکۍ شنې خنداګانې او ښکلا یې بیرته ورکړي

+ + + +
زه خپه یم زه خپه یم
له هغه خاموش څراغ څخه خپه یم
چې یې خپله رڼا خپله په سینه کې ووژله
اوس له شرمه یې تیارو کې ځان پټ کړی

+ + + + +
اخ نن ډير یم لکه خپل سیوری یوازې
یو څوک شته ؟
چې ما هغه توپان ته بوځي
چې یې ته په سپین کمیس کې
د زخمي کوترې غوندې نامعلوم وطن ته بوتلې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.