بدیل خویونه

نور محمد لاهو

116

ته په وخت د ښایستې رڼا په څير
زما د مات څراغ شیشه کې میلمه نه شوې
لوی دریاب وې
د یو چا په یوې لپې باندې وچ شوې

هغه ونه دې په یاد ده
چې په تا پسې هروخت یې شینکي سیوري ګرځول به ؟
د هغې اوس په لاسو کې د میوې په ځای ډبرې راشنې کیږي
اوس چې چیرته د کوم ګل ښایست وګوري
زړه یې غواړي په ویشتلو یې زخمي کړي
انتظار یې ورته خوی او عادتونه بدل کړي

هغه تانده او تازه سپوږمۍ دې یاد ده ؟
چې په تا پسې ډيوې یې ګرځولې
هغه لاړه یو ناڅاپه شنه مرغۍ شوه
په قفس کې یې ځان خپله زنداني کړ
اوس سندرې یې پری ایښي
د کارغه کغاوې اوري
انتظار یې ورته خوی او عادتونه بدل کړي

نو
کوم سړي چې ته غوښتلې
هغه تا نوره نه غواړي
که څه هم له ډيره صبره په ترخه لمبه کې سوزي
نور یې تاته انتظار نه کرکه کیږي
که څه هم یې ستا د ګوتو نسترَن
په پګړۍ کې راشین کیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.