له روسانو ۳۳ کاله وروسته

احسان الله ارینزی

859
د تاريخ په شهادت د افغانستان خلك د پرديو يرغلګرو په ماتولو كې نړيوال شهرت لري او ډېر غاصب اتلان او پوځونه، په دې هېواد كې له سختې ماتو سره مخامخ او له ډېرو ځاني او مالي تلفاتو وروسته بېرته تګ ته اړ شوي دي.
د افغانستان په معاصر تاريخ كې بریتانیا، شوروي اتحاد او امریکا او ناتو او نور موتلفه هغه يرغلګر هېوادونه او ایتلافونه وو، چې د خپلو سيمه ييزه او نړيوالو پوځي، سياسي او اقتصادي سترو ګټو له پاره يې زموږ په هېواد يرغلونه وكړل.
برتانیا په اتلسمو او نولسمو پېړيو كې درې ځلې په افغانستان يرغل وكړ، دوى غوښتل چې د آسيا د طلايي مرغه يا هندوستان د ساتنې له پاره، د تزاري روسيې د احتمالي وړاندې راتګ د مخنيوي په موخه، افغانستان د يوه حايل هېواد په توګه وساتي او د روسيې د مځكنى يرغل مخه د دې هېواد په غرنیو سیمو كې ونيسي.
د بریتانویانو د درېيم يرغل د ماتې په پايله كې، اعلحضرت غازي اميرامان الله خان، د افغانستان د سياسي خپلواكي د مضبوطولو له پاره ستر ګامونه پورته كړل؛ خو ارتجاعي ځواكونو د بریتانیا په پټه او ښكاره مرسته، د دی پرمختګ غوښتونكي پاچا د كار مخه ډب كړه او هېواد يې له يوه ستر ناورين سره مخامخ كړ.
د كال 1358هـ.ش د جدې په شپږمه د شوروي اتحاد سرو پوځونو په افغانستان يرغل وكړ. په هغه وخت كې يوه انګليس تاريخپوه BBC ته ويلي و چې كه روسانو له موږ سره مشوره كړې واى، موږ به هېڅكله په افغانستان د يرغل اجازه نه واى وركړې!
وېل كېږي چې د روسيې ډېرو پخوانيو مشرانو هم دا هيله درلوده چې ځانونه د هند سمندر تودو اوبو ته ورسوي. د روسانو دا تاريخي هيله د بريژنف د واكمنۍ په وخت كې، په افغانستان كې د هغه نظام په ملاتړ كې پوره شوه چې د 1357هـ.ش د ثور د كودتا په پايله كې ټېنګ شوى او د افغانستان د خلكو له سراسري مخالفت سره مخامخ و. شوروي پوځونه د همدې نظام د ټېنګولو او د ببرك كارمل په مشرۍ د يوې كوچنۍ ډلې د واكمنئ او بیا د نورو لویو ارمانونو د پوره کیدو، په نيت افغانستان ته راغلی وو.
د افغانستان خلكو چې د هېواد پالنې، خپلواكۍ غوښتنې او د دين، وطن او ملي نواميسو د ساتنې وينه يې په رګونو كې وه، يو ځلې بيا سره نژدې او يو موټى شول او د هېواد د ژغورنې له پاره يې د اور، وينو او لوګيو هغه ډګر ته ودانګل چې په لكونو پكې مړه، په لكونو معيوب او معلول او په مليونونو مهاجرت ته اړ شول.
په دغه ستره وطني جګړه كې د افغانستان د بېلابېلو سيمو خلكو په داسې پياوړې روحيه برخه واخسته چې د نړۍ په تاريخ كې سارى نه لري او د نړۍ د حرب په تاريخ كې يې يو نوى فصل بلل كېږي. د افغانستان خلكو په دې جګړه كې د خپلو مالونو، اولادونو او سرونو په نذرانه كولو سره يو ځلې بيا ثابته كړه چې د همغه پلرونو او ميندو اولادونه دي چې پخوا يې د مقدونې سكندر، چنګيز، ګوډ تېمور، پنجابي واكمن، صفویانو او نورو يرغلګرو پوځيانو ته سينې ډال كړې او د خپلو وينو په بيه د خپلواكي ناوې ته ښه راغلاست ويلى و!
هو، شوروي پوځونه نژدې لس كاله د افغانستان د خلكو په وړاندې وجنګېدل. د دوى شمېر تر 115000 ډیر او په خورا درانده جنګي تخنيك سمبال وو؛ خو زموږ د خلكو اراده د دوى تر وسلو پورته وه او په سرو پوځونو يې دا خبره ومنله چې په جګړه كې اراده مهمه ده، نه وسلې، پيسې او وسيلې!
په هغه كلونو كې چې شوروي پوځونه په افغانستان كې دېره وو، هيچا دا خبره نه منله چې دوى به له افغانستان څخه وځي؛ ځكه دوى چې چېرته تللي وو هلته پاته شوي وو؛ خو د افغانستان د خلكو سترې سرښندنې دا ځلې دوى ته يو نوى سبق وركړ او هغه دا چې سره پوځونه هم ماتېدلاى شي!
وروستنى شوروي سرتيرى د كال 1367 د دلوې(سلواغه) په 26 د آمو په درياب تېر شول؛ خو داسې يو وران، ويجاړ او ځپل شوى هېواد يې شاته پرېښود چې تر اوسه په وينو او اور كې لاهو دى او هره ورځ نوي ټپونه ويني.
د شوروي پوځونو له وتلو وروسته، د ډاكټر نجيب حكومت هم نسكور شو. له دې وروسته په افغانستان كې د كورنۍ جګړې بدمرغه ورځې پيل شوې. تنظيمي مشرانو دې جګړو ته تحميلي جګړې ویلی، په داسې حال كې چې پيل كوونكي، اصلي مسببين او عاملين يې دوى په خپله وو!
دې جګړو افغانستان ته نه جبيره كېدونكى مالي، معنوي او انساني زيانونه واړول. په افغانستان كې هغه دولتي نظام پاى ته ورسېد چې څه باندې دوه پيړۍ پرې تېرې وې او د مظبوطتيا په لوري روان و. د افغانستان وسله وال ځواكونه وپاشل شول او د هېواد د ملي يووالي شيرازه له ننګونو سره مخامخ شوه.
د دې جګړې تش په نامه قوماندانان هغه بې هويته كسان وو چې د پرديو په استخباراتي كړيو پورې يې اړه درلوده او د همغوى په اشاره يې په خپل پلرني وطن كې د دين، مذهب، سمت، ژبې او قوم په نوم تورې وهلي، ښارونه او مدنيتونه يې ورانول او د هېواد پاته مادي او معنوي هستۍ ته يې د پاى ټكى اېښود!
په هر صورت د دې خونړۍ كورنۍ جګړې په پاىله كې، طالبان راغلل او بيا امريكا او ناتو په افغانستان يرغل وكړ. دا یرغلګر هم شل کاله د افغانستان د خلکو په ضد وجنګیدل چی بیل بحث غواړی.
داسې ښكاري چې له شوروي اتحاد او نورو یرغلګرو سره جګړی د افغانستان خلكو ګټلی؛ خو د سياست په ډګر يې ماتی خوړلی، د يو يرغلګر ځاى بل نیولی او د خلکو د امنیت، خوندیتوب، کار، نیکمرعئ ، هوساینی او بسیاینی ارمانونه همغسی نیمګړی او غیرعملی پاته شوی دی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.