افغان جهاد کې پاکستاني جنرال له امریکا میلیونونه ډالر غلا کړي وو

895

اسلام اباد/ واشنګټن ـــ د پاکستان د پخواني‌ پوځي جنرل ضیاءالحق نیژدې ملګری او د شوروي اتحاد په ضد د امریکې په مرسته د «افغان مجاهدینو» د نیټورک جوړوونکی د استخباراتي ادارې ای ایس ای پخوانی مشر اختر عبدالرحمن د نړۍ په هغو زرګونو کسانو کې شامل دی چې د سویټزرلېنډ په بېنک کې یې د پټو پیسو اکاونټ‌ رسوا شوی دی.

د مطبوعاتي رپوټونو تر مخه د 18000 خفيه بېنک اکاونټونو دغه تفصيلات د جرمني يو اخبار «سوډویشې زایتنګ» د خبريالانو له نړيوال تنظيم «ارګنایزډ کرایم اینډ کرپشن رپوټنګ پراجیکټ» او نړيوالو اخبارونو نيويارک ټایمز او ګارډين سره شريک کړي دي.

د «سويس سيکرټ» څرګندونو ترمخه د ای ايس ای پخواني مشر اختر عبدالرحمن د 1985م کال په جولای کې د خپلو درې زامنو اکبر، غازي او هارون په نوم د په سويزرلېنډ بېنک کې شريک اکاونټ پرانیستى وو او يو کال پس په 1986م کې یې د اکبر نومي زوى په نوم دويم اکاونټ هم پرانیستى وو چې پکې تر 2010م کال پورې دوه میلينه امريکني ډالرو نه زيات رقم پروت وو.

د خبريالانو د تنظيم «او سي سي‌ آر پي» تر مخه دا هغه وخت وو چې د روس په ضد د افغان جنګيالیو د مالي مرستو لپاره به امريکې او سعودي عرب هم د سويټزرلېنډ په بېنکونو کې د رقم جمع کولو او بيا ای ایس ای به دغه رقم د افغان جنګيالیو د روزنې او د دوی د وسلو اخیستو لپاره کارولو.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د پاکستان په ګډون د ګڼ شمېر هېوادونو د استخباراتو چارواکو او د هغوی اولادونو- چې له امریکې سره همکاري کړې- د سویټزرلېنډ په بېنکونو کې پیسې پټې کړې وې. نیویارک ټایمز لیکي:

“جنرل اختر عبدالرحمان خان د پاکستاني استخباراتي ایجنسۍ د مشر په توګه د مجاهدینو لپاره له امریکې او نورو ملکونو په اربونو ډالر نغدې او نورې مرستې تر لاسه کړې چې د شوروي اتحاد په ضد د هغوی د جګړې مرسته وکړي”.

په پاکستان کې ګڼ شمېر سیاسي او مدني فعالانو او څېړونکو پر ټویټر د «سویس سیکرټ» په اړه غبرګون څرګند کړی او وایي د عمران خان حکومت یې باید پلټنه وکړي.

خبریال او څېړونکي مرتضی سولنګي لیکلي چې “جنرل اختر عبدالرحمن 12.9 میلینه ډالر پټې کړې وې چې وایي 2,268,316,650 پاکستانۍ روپۍ جوړېږي”. سولنګي‌ په یو ټویټ کې لیکلي:

“خاموش مجاهد په خاموشۍ سره یو کروړ 29 لکه ډالر د خپلو ځوانو زامنو په نوم په سویس بېنکونو کې کښېښوول. دې ته وایي بصیرت، دې ته وایي‌ قرباني او ریښتینی افغان جهاد”.

اختر عبدالرحمان هغه مهال په پاکستاني رسنیو کې په «خاموش مجاهد» مشهور وو. څېړونکی او د پاکستاني پوځ نقاد محمد تقي پر ټویټر لیکلي:

“د ای ایس ای پخواني‌ مشر تش په نامه خاموش مجاهد اختر عبدالرحمان په خاموشۍ سره په میلینونو د سویس اکاونټونو ته لېږلې دي. داسې کسان د قومي پوځ جنرلان نه بلکې غله دي چې ملک یې په پټه لوټلی دی”.

د دفاعي چارو څېړونکي ډاکټر عبدالحميد نير دا د پاکستان د طاقتوره کسانو له خوا خپل منصب د غير قانوني مالي ګټو لپاره د کارولو بل لوى مثال بولي.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دا د پاکستان رقم نه وو خو ښکاره کوي چې څنګه د پاکستان طاقتوره پوځي افسران د افغان جهاد په نوم راغلي رقم کې د خپل کردار په بدل کې کمېشن یا معاوضه اخسته.

نوموړي زياته کړه اختر عبد الرحمن ته هغه وخت په پاکستان کې ډېر لوى مقام حاصل وو او د هغه په درناوي کى کتابونه ليکل شوي وو.

څرګنده دې وي جنرل اختر عبد الرحمن له 1979م نه تر 1987م کال پورې د ای ایس ای مشر پاتې شوى وو او په 1988م کال کې د هغه وخت له پوځي صدر جنرل ضياءالحق او اختر عبد الرحمن چې په يو جهاز کې سواره وو دغه جهاز راغورزېدو له امله دواړه په يو ځاى مړه شوي وو.

د اختر عبد الحمن يو زوى همايون اختر د بل پخواني پوځي صدر پروېز مشرف په دور کې مرکزي وزير وو او اوس د واکمن تحريک انصاف ګوند مرکزي ليډر دى او د هغه ورور هارون اختر د تېر مسلم ليګ نواز ګوند په حکومت کې د هغه وخت د وزير اعظم نواز شريف سلاکار وو.

د اختر عبد الرحمن زامن د پاکستان په مالداره کسانو کې شمارل کېږي او په «سويس سيکرټ» څرګندونو کې دغه کورنی نوم په يو داسې وخت مخې ته راغلى چې د روپیو غير قانوني انتقال د مخنيوي نړيوالې ادارې ايف اې ټي ايف اوس هم د پاکستان نوم په خړ نوملړ کې ساتلى دى.

وتلى قانون پوه شاه خاور وايي که د اختر عبد الرحمن د خفيه بېنک اکاونټونو لرلو خبر ثابت شو نو دې باندې د روپیو د غير قانوني اتتقال او غبن قضيه جوړېدى شي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د حکومت ذمه واري ده چې ددغو تورونو هم هغه شان پلټنې وکړي څنګه چې د پخواني وزير اعظم نواز شريف په ضد د پانامه څرګندونو د لاندې شوې وه او د شاه خاور په خبره پاکستاني ولس دا حق لري چې ددغو پلټنو نه خبر کړى شي.

د اختر عبدالرحمان زوی هارون اختر خان دغه رپوټونه رد کړي او وایي له بېنک اکاونټونو سره یې نسبت ناسم او ټول په ګومانونو ولاړ دی. د وي‌ او اې اردو د رپوټ له مخې هارون وایي دا معلومات کره نه دي ځکه چې وايي دوی خپل ازاد کاروبار کاوه او کاروبار یې له پلار سره تړلی نه وو.

«سویس سيکرټ» ته په غبرګون کې د اطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري ويلي، لومړى «پانامه» بيا «پېنډورا» او اوس د «سویس سیکرټ» څرګندونې په ډاګه کوي چې کرپشىن او د روپیو غيرقانوني انتقال د پاکستان څومره لویې شخړې دي.

ياده دې وي د پاکستان سپريم کورټ د 1990م کال په انتخاباتو کې په سياستوالو کې د روپیو د وېشلو په تور د پوځ د هغه وخت سرلښکر جنرل اسلم بېګ او د ای ایس ای د مشر جنرل اسد دراني په ضد د قانوني کاروایۍ حکم جاري کړى وو خو د تېرو لس کالو راهیسې يو حکومت هم د اعلى عدالت د دغه حکم د عملي کولو زړه نه شي کولى.

voadeewanews.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.