خر کاري هنر دارد

غلام نبي ګل

678

  هغه وخت نه چې زه ماشوم زموږ یو کلیوال د یو خر کار خر راکش کړ خر کار ته یی وویل ماما جانه دغه بوجۍ غنم دغه نژدې ژرندې پورې وړم او خر بیرته درباندې سپارم خر کار ورته وویل ښه ده خو زه به یې درته بار کړم زموږ کلیوال چی تکړه ځوان وه خر کار ته یې وویل نه ماما جانه د بوجۍ بارول څه خبره ده خر کار غلی شو زموږ کلیوال بوجۍ د خره شاته پورته کړه بوجی هغه بلی خوا ولویده زموږ کلیوال ور پسی تاو شو بوجۍ یې بیا د خره شاته پورته کړه بوجۍ بیا دا بله خوا ولویده  هلته ولاړو کسانو وخندلې خر کار ځلمی ته وویلی بچیم خر کاری هنر داره له دې ویلو سره خر کار بوجۍ ته راوړاندی شو بوجۍ چې سوټه پوټه تړل شوې وه خوله یی ورته خلاصه کړه هغه د کوزو پښتنو خبره لږ کولاو یی بیرته وتړله او بیا یې د خر شاته پورته کړه او بیا یې بوجۍ یو څو سوکه هاخوا دیخوا ووهله د بوجۍ توازن برابر شو دلته تاسو وګورئ خر کار دوه هنره په کار واچول یو یې د بوجی خوله ازاده وتړله او بل یې بوجۍ ته هاخوا دیخوا او په مابین کې څو سوکان ورکړه. که دا یو هنر یې پکار اچولی وای او دا بل یی په کار نه وای اچولی؛ د خره د حرکت سره دا بوجۍ بیا په څو قدمی کې لویده هنر مادر زادي نه وي دا به زده کوې اشرف غنی ډاکټري درلوده په نړیوالو ادارو کې یې کار کړی و. په ډیر څه پوهیده حتا د غلامی په هنر کې تر پاچاهی ورسیده د مصافحې او روغبړ په هنر نه پوهیده خوله به یې چینګه کړه لاسونه به یې یو د بل دپاسه په سینه کیښودل په ملا به مایل شو او د سر په خمیدو به یې روغبړه پای ته ورساوه.

هنرونه په لکهاوو دی له دې  څخه بعضې اړین هنرونه په ټولنه کی په طبعي ډول زده کیږي او د بعضو لپاره به اساد ته ګونډه وهي هغه هم وطني استاد ته ځکه بیروني استاد خو تا ته د ونې ختو هنر نه در زده کوی که پیشو سپی ته د ونی ختو هنر ور زده کړی وای اوس به د پیشو ګانو نسل ختم و.

اوس چې مې خبره له خره را پیل کړی پر ځای ده چې ووایم دا خر څنګه له خټې وباسو او دا بحران ته چی له خپلو وطن فروشو را ته پاتې ده څنګه خاتمه ورکړو زه وایم راځئ په خپلو کې یو بل ته ګونډه وهو د الله (ج)د زرهاوو نعمتونو چې په دې کې په اشغالګرو زموږ بریاوې هم راځي شکر ادا کوو او دا شکر ګذارۍ د خپلو خولو په تویولو او د خپل سر لوړی ملت چې دا نیمه پیړی په اور او وینو کې لوبیدلی د هوساینې په لاره ادا کوو .

وما علینا الاګ البلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.