افراط پالنه، نالیدلی باور او نالوستي

عبدالجلیل امرخیل

802

افراط پالنه، نالیدلی باور او نالوستي څنګه نظام ړنګوي؟

د ملت جوړونې بنسټ هغه ګډ عنعنات، کلتور او دودونه دي چې د همغې سیمې خلک باور پرې لري او تر مینځ یې ګډ وي، د بېلګې پۀ ډول دین او پښتو دوه هغه متضاد باورونه دي چې ډېری پښتانه باور پرې لري، کۀ یې بل څوک دین ته سپکاوی وکړي یا یې یو قانون تر پښو لاندې کړي پر وړاندې یې جهاد اعلانوي! خو دی خپله لۀ دین څخه پښتو ته ډېر لومړیتوب ورکوي چې “پۀ بدو کې د نجلۍ ورکول او ولور” یې ښې بېلګې دي. خو بیا هم ملت پر همدې عنعنو ولاړ دی او پرته لۀ دې ښایي ونړیږي.

حکومتونه ځکه ماتیږي چې دننه یې خاینې، پردیپاله او مغرضې څېرې وده کوي او هلته فساد ته هم وده ورکوي، ورو ورو یې د فساد کچه هغومره ډېریږي چې آن د عوامو او حکومت تر مینځ فاصله رامنځته کوي همدا فاصله د نظام، اقتصاد او حکومت د ړنګېدو لامل ګرځي، ترکیه کې د کودتا پر مهال خلکو د ټانګ مخته ځانونه ور واچول او خپل هېواد یې لۀ بحران څخه وژغورۀ خو زموږ عوامو د یوې ولسوالۍ لۀ سولییز سقوط وروسته آن د ولسوالۍ د دېوالونو خښتې هم کافرې وګڼلې او ویجاړه یې کړه ځکه د ملت او دولت تر مینځ د دین تر چتر لاندې سخته فاصله رامنځته شوې وه.

حکومتونه ځکه ماتیږي چې حاکمانو یې دین پۀ زړونو کې د تصدیق پر ځای پۀ لاسونو کې نیولی، پۀ تایې پلی کوي خو خپله یې چې هر څۀ وکړل، دین ته یې ظاهري معیارونه ټاکلي، اقرار بالسان و تصدیق بالقلب ورته مهم ندی بس چا چې ږیره پرېښوده او ټوپک یې واخیست هغه ښه مسلمان دی پاتې نور ټول ملحدان، مرتدان، او خبیثان دي. هغه کس چې ټوپک یې پۀ غاړه کړ یو څو کسان یې د ږیرې نۀ پرېښودو، موسیقۍ اورېدو یا خولۍ نۀ پۀ سر کولو لۀ امله وګواښل، هغه هر څۀ ده خو هغۀ چې تعلیم وکړ زحمت یې ووېست لوږې یې تېرې کړې، هېڅ ارزښت نلري خدای دې یې مل شي. دلته خو طبعي ده چې عقدې پیدا کیږي او بالاخره انسانان نۀ بلکې عقدې یې د نظام پر وړاندې راپاڅیږي او ړنګوي یې، باید پوه شو، هره کړنه چې پۀ زور عملي شي یا د مسلکي کسانو پۀ شتون کې نامسلکي ګمارنې وشي پۀ مقابل لوري کې عقدې یا غوټې رامنځته کوي او همدا غوټې ورو ورو کلکیږي نفرت منځته راوي، یوه ورځ همدا نفرت پۀ پۀ متقابل عمل بدلیږي او حکومت ننګوي.

حکومتونه ځکه ماتیږي چې ډېر شمېر نفوس یې نالوستی، بې منطقه او بې مطالعې رالوی شوی. کمزوری تعلیمي او تربیتي سیسټم، پۀ ښوونیز سیسټم کې د نامسلکي کارکوونکو شتون، کمزوری نظارت او د مسوولیت نۀ منل یې لوی لاملونه کېدای شي. نالوستو مغزو کې هر ډول مفکوره دننه کېدای شي، هر ډول ګټه ورڅخه اخیستل کېدای شي او هر څوک کولای شي پۀ یو ډول یې پخپله ګټه وکاروي، لومړی لامل چې نالوستي کسان دي د نورو لۀ لوري پرته لۀ کوم مالي امتیازه تر ځینو نومونو لاندې کارول کیږي، همدا ورو ورو دوی لۀ اقتصادي اړخه کمزوري کوي، نو کله یې چې کوم کس یا کومه اداره لۀ اقتصادي سپورټ کړي دا چې نور یې ژوند ښۀ مخته نۀ ځي نو هرکار ته لاس اچوي معمولا استخباراتي شبکې لۀ همداسې کسانو ګټه پورته کوي، بل دا چې نالوستي کسان پۀ خپل فکر کې د مواردو د تحلیل لپاره کافي مالومات نلري، یا پۀ عامه اصطلاح د تحلیل وړتیا یې کمه ده نو لۀ همدې امله کله چې ورته وویل شي فلانی کافر ده ځکه خولۍ یې نده پسر کړې، دفعتا همدا خبره مني، دلته دی د اسلام او کفر لۀ معیارونو ندی خبر، سنت نۀ پېژني، فرض نۀ پېژني، حکم نۀ پېژني او د کافر کېدو لۀ نورو معیارو ندی خبر نلري، ځکه خو پرته لۀ کوم تحلیله حد جاري کوي، مثلا کله چې غل ګیر کړي پرته لۀ دې چې ویې پوښتي ولې دې غلا کړې لاس یې پرې کوي، پر دې نۀ پوهیږي چې کۀ کس لۀ لوږې غلا کړې وي باید د حاکم لاس پرې شي.

بل دا چې نالوستی مغز تل طفیلي وي، یاني تل غواړی د نورو لۀ لاسه یې وخوري او نور مرسته ورسره وکړي، دلته ده چې دا دري متل مانا پیدا کوي. (کسی که نان میته فرمان میته) دوی د تولید، صنعت او نوښت هېڅ وړتیا نلري او تل د نورو پۀ فرمان سره د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره هرې ناروا ته لاس اچوي. دا هغه کسان دي چې ښایي پۀ راتلونکي کې د خپلې بې فکرۍ، نالوستۍ او بې منطقۍ لۀ امله جوړ نظام ړنګ کړي.

څۀ باید وشي؟

دین باید د اقرار بالسان تر څنګ تصدیق بالقلب هم شي یاني زړۀ کې د دین منلو ته ارزښت ورکړل شي، د یو کس باورونه ومنل شي، یوازې د یو چا ظاهر ته پۀ کتو سره هغه قضاوت نشي او پۀ ټوله کې د یوبل منلو تر چتر لاندې ژوند کولو ته لار هواره شي.

پښتانه دې یا سمه پښتو ومني یا دې سم اسلامي شي یا دې د اسلام لاره ونیسي یا د پښتو، یا دې دا دنیا خپله کړي یا هغه، ځکه د پښتنو ډېری دودونه د اسلام خلاف دي، بدو کې د ورکړې موضوع پۀ غوڅ ډول د اسلام خلاف ده، کونډې ته بل چا سره د وادۀ کولو حق نۀ ورکول د اسلام خلاف دي، لۀ ازدواج نه مخکې نجلۍ او هلک ته د کتنې حق نۀ ورکول د اسلام خلاف ده، لوړ ولور د اسلام خلاف ده او پر یتیم ظلم پښتنو کې ښۀ پۀ درز روان ده، لۀ بلې خوا د پښتون د کلتور لۀ مخې ټیکري کې باید د ښځې نیم سر پټ وي، لوی لستوڼي لویه لمن او ګېبي پرتوګ یې باید اغوستي وي اما دلته بیا پۀ اسلام سخت کلک ولاړ دي بې چادري یا بې لۀ تور عربي حجابه خو ولا لۀ کوره ورڅخه راوځي، د پښتنو بل کلتور اتڼ دی نو طبعا چې لۀ اتڼ سره باید ساز هم مل وي چې اوس اوس یې خلک د اسلامي شعایرو خلاف ګڼي، او بندیزونه پرې لګوي.

پۀ حکومتي کړیو کې باید مفسد کسان ځای پر ځای نشي او مغرضې کړۍ ورڅخه ووېستل شي ځکه دوی پټه، خو سخته جګړه کوي، رسنیزه اروایي جګړه چې ددې ګړیو دنده ده، تر ډېره د عوامو او دولت تر منځ پر واټن راوستلو متمرکزه ده، هغوی ډېر هغه مسائل راسپړي چې ټولنه کې یې پر وړاندې سخت حساسیت ښودل کیږي، د بېلګې پۀ توګه وایي: فلاني وزارت کې فحشا دي، یو کس د ثبوت پۀ توګه راولي وروسته راپور تر رسنیو رسیږي، نوره یې نو بیا رسنیو ته پرېږده، چې پۀ یوه ورځ کې یې د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي، رسنۍ داسې راپور پرې جوړوي چې دروغ او ریښتیا یې نۀ مالومیږي. وروسته یې نو بیا تحلیلګر ملت ته پرېږده، لۀ باور کولو سره سره یې آن د کوچنیانو تر غوږو رسوي او ورو ورو کرکه هغومره ډېریږي چې آن د ولسوالۍ د تعمیر دېوالونه هم د اسلام لۀ دایرې وځي او کافر کیږي، همدا واټن یوه ورځ حکومت ړنګوي.

او وروستۍ حل لاره هم دا ده چې نور د ټوپک پرځای قلم ته مخه کړو ځکه “آزادي پۀ توره اخیستل کیږي خو پۀ قلم ساتل کیږي” کۀ ټوپک ولرو او فکر ونۀ لرو یوه ورځ به پۀ همدې ټوپک ورانی او وحشت راڅخه وشي. خو کۀ قلم راواخلو زده، کړه وکړو، مسلکیتوب ته ارزښت ورکړو، یو بل ومنو، نرمي غوره کړو او د هېواد د آبادۍ لپاره د مسوولیت احساس وکړو نو یوه ورځ به آزاد، پرمختللی او غني افغانستان ولرو داسې افغانستان چې هېڅ چا ته به محتاج نۀ یو بلکې نور به موږ ته اړتیا لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.