د جګړې د پيل راهيسې سل زره اوکراينيان پولنډ ته تښتېدلي

432

ډېری تښتېدلي اوکراينيان غواړي چې په ګاونډي هېواد پولنډ کې پاتې شي. د پولنډ حکومت بشري مرستې ښې تنظيم کړي او عادي خلک هم د مرستو ډېرې هلې ځلې کوي.

ټول پولنډ مرستې کوي. دا هغه تصور دی چې د اوکراين پولې سره جوخت په کوچني ښار پرژېميسل کې سړي ته پيدا کيږي. د رېل تر تمځای مخکې موټرونه او کوچني بسونه په کتار کې ولاړ دي. ځينې دغه نقليه وسايط تر خولې پورې په بسپنه شوو شيانو ډک دي. کډوال دلته په رېلونو کې له اوکراين څخه رارسيږي. رېناتا چارنېکا او د هغې لور ويلېتا له يو ښايسته سپين موټر سره راغلې دي. هغوی پمپرونه، د ماشومانو له پاره دستمالونه او معدني اوبه په خپل ټول بکس کې بار کړي دي.

شپېته کلنه د حقوقي چارو کارکوونکې رېناتا وايي چې »موږ ټول ښايي داسې يوه وضعيت کې ښکېل شو. هيڅوک نور ډاډه نه دي.« نوموړې زیاتوي چې »زما له پاره دا يو عادي انساني غبرګون دی چې دلته خلکو ته بسپنې ورکړو.«

په اوکراين باندې د روسي يرغل راهيسې د پولنډ حکومت د څرګندونو په حواله تر اوسه پورې سل زره کډوال له ګاونډي هېواد اوکراين څخه منلي دي. د پرژېميسل په شاوخوا کې دوه سرحدي بندرونه شتون لري. د پولنډ د ختيځ د دغه ښار د اورګاډو تمځای د روسي پراخ خط لرونکې پټلۍ هم لري. دلته وار په وار پسې حيران او ويرېدلي خلک له کيف، لويف او اودېسا څخه رارسيږي. د نويو راغلو کډوالو له پاره په تمځای کې هم ډېرې مرستې برابرې شوې دي. د هغوی له پاره لويې سرې لوحې او لارښوونکې اشارې په پولنډي او اوکرايني ژبو نصب شوې دي چې د تمځای په اصلي تالار کې د کډوالو د منلو نقطې په لور ورته هدايت کوي. اوږدو مېزونو ته ولاړ د اطفايې نارينه او ښځې د کډوالو په خدمت کې دي.

د اطفايې يو مشر کارکوونکي، لوکاس زيلنسکي وايي چې »هغه انسانان چې له اوکراين څخه راځي او د پولنډ مرکزي برخو ته د سفر کولو امکانات نه لري، دلته خپل نومونه په ليستونو کې شاملولی شي. رضاکاران راځي او ورته د ترانسپورت او سرپناه وړانديز کوي. موږ دوی يو بل ته معرفي کوو.«

Polen | Ukrainische Flüchtlinge am Grenzübergang Medyka د اوکراين او پولنډ ګډه پوله

د لومړنيو مرستو دغه ځای په بېړنيو استوګنځيو کې هم د شپې ځايونه ورته برابرولی شي چې د پرژېميسل ښار د ښوونځيو د سپورټ په هالونو کې يې ورته چمتو کړي دي. د اوونيو راهيسې د پولنډ ملي محافظه کار حکومت خپل هېوادوال د کډوالو لوی شمېر منلو ته اماده کړي وو. د پولنډ د کورنيو چارو وزارت له سيمه یزو ادارو غوښتي ول چې وړ ځايونه د بېړنيو استوګنځيو په توګه عيار کړي. حتی خورا محافظه پال د معارف وزير، پرژېميسلاف چارنېک، ټينګار وکړ چې اوکرايني ماشومانو ته په ښوونځيو کې هرکلی کيږي.

دا له هغه چلن سره اساسي توپير لري چې يو څو مياشتې مخکې پولنډ ښکاره کړ کله چې د افغستان، سوريې او عراق په څېر له کړکېچنو سيمو څخه کډوالو هڅه وکړه چې د بلاروس د لارې اروپايي ټولنې ته ورسيږي.

د پولنډ حکومت ۱۰ زره سرتېري پولې ته واستول او يوه ستره تړلې حايلي سيمه يې رامنځ ته کړه. پيغام يې هغه وخت دا وو چې کډوال دې له پولنډ څخه دباندې پاتې شي. د »اوسالېني« په نوم د يوه مرستندویه سازمان ويانده، کالينا چونارنوګ، وايي چې »پولنډيان ځان له اوکراينيانو سره تړلي او نژدې بولي. بله خبره دا ده چې جګړه لېرې نه، بلکې دلته زموږ له سرحد سره څېرمه ده.« د هغې په خبره د نورو کډوالو په مقابل کې توپيري چلن له »توکمپالنې او مخکې له مخکې قضاوتونو« سره هم تړاو لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.