د کيف کلابندۍ ته چمتووالی او د روسیې پر تيلو او ګازو بندیز

339

د اوکراين د پلازمېنې کيف په شا او خوا کې يو ځل بيا د پرله پسې چاودونو رپوټونه ورکول کيږي. امريکا په دې منځ کې له روسیې څخه د تیلو او ګازو پر واردولو بندیز لګولی دی.

Ukraine Zerstörte russische Panzerله اوکراين څخه رسېدلي تازه رپوټونه وايي چې د چهار شنبې په سهار د پلازمېنې کيف په شا او خوا سيمه کې د پرله پسې چاودنو غږونو اوريدل کیږي. د روسي پوځيانو کاروان کيف ته نزدې دی او د دې امکان شته چې روسي ځواکونه د دې ښار بشپړې کلابندۍ ته چمتووالی نيسي.

په دې ترڅ کې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي يو ځل بيا د مقاومت د دوام خبرې کړې ده. هغه وويل: «موږ به په ځنګلونو، کروندو، ساحلونو او کوڅو کې وجنګيږو.» نوموړي دا څرګندوني د بريتانيا د پارلمان د استازو مجلس ته د وينا پر وخت وکړې.

د امریکا متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې سي آې ای مشر ويليم برنز د سه شنبه په ورځ ويلي ول چې روسيه ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې د کيف په کلابندۍ لاس پورې کړي. نوموړي د کانګرس غړيو ته وويل: «زما په آند پوتين دمګړۍ ناراضي او مايوس دی. هغه به ښايي د ملکيانو د وژل کيدو پرواه ونه کړي او کيدای شي هڅه وکړي چې د اوکراين پوځونه لا په کلکه وځپل شي.»

د امریکا د استخباراتي چارواکو د اټکلونو پر اساس پر اوکراين د روسیې د بريد له پېل راهيسې تر اوسه له دوو تر څلورو زرو په منځ کې روسي پوځيان وژل شوي دي خو د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت بيا ادعا کوي چې تر اوسه يې ۱۲ زره «روسي اشغالګر پوځيان» وژلي دي.

له سومي ښار څخه د زرونو کسانو وتل

د روسیې پوځ د سه شنبې په ورځ ويلي ول چې د چهار شنبې په ورځ به د مسکو پر وخت د سهار له لسو بجو څخه د اوربند د عملي کولو وړانديز وکړي، څو ملکيانو ته د اوکراين له څلورو ښارونو څخه د وتلو اجازه ورکړای شي.

خو اوکراين پر روسیې تور لګولی دی چې له سويلي بندري ښار ماريوپل څخه یې د ښاريانو د وتلو له پاره د خوندي دهليز اعلان کړی وو، خو کله چې تخليه پېل شوه نو روسي ځواکونو پر خلکو بريد وکړ.

Ukraine-Krieg | Flucht nach Medyka Polenله اوکراين څخه د وتلو دوه ميليون کسانو د وتلو خبر ورکړل شوی

د اوکرايني خبري آژانس يو اين آې ای په حواله د هيواد مرستيالې وزیرې ارينا ويريشچک ويلي چې له شمال ختیځ ښار سومي څخه په زرونو وګړي وتلي دي. هغې ويلي دي چې په دې کې ۵۰۰۰ اوکرايني اتباع او ۱۷۰۰ خارجي محصلين شامل ول. د نوموړې په حواله د سره صليب په منځګړيتوب دا تخليه بريالۍ وه.

د سره صليب په حواله تقريباً ۲۰۰ زره کسان اوس له ماريوپل ښار څخه د وتلو ته په انتظار دي.

له روسیې څخه د تیلو او ګازو پر وارداتو بندیز

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن د سه شنبې په ورځ له روسیې څخه د تيلو او ګازو پر واردولو بندیز اعلان کړ. هغه وويل: «دا د روسیې د اقتصاد د ملا تير دی چې موږ هدف ګرځولی دی. موږ نه شو کولای د پوتين د جګړې برخه وګرځو.»

بايدن وويل چې د دې تازه ګام موخه روسيې ته پر اوکراين د بريد له کبله جزا ورکول دي.

د جګړې او نورو بندیزونو له ويرې په نړيوال بازار کې د تیلو د بيو د لوړيدو اندېښنه موجوده ده. په دې ترڅ کې بايدن شرکتونو ته «د تيلو په بيو کې تر حد زيات لوړوالي» څخه هم خبرداری ورکړی دی.

بايدن وويل چې د تيلو پر وارداتو د بندیز دا پريکړه موږ له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه له خپلو اروپايي شريکانو سره تر مشورې وروسته کړې ده.

پر روسیې د نړيوالو بندیزونو لړۍ دوام لري او د کوکا کولا او پيپسي په څېر شرکتونو هم په روسیه کې د خپل فعاليت د ځندولو اعلان کړی دی. تر دې دمخه مکدونالدز هم په روسیه کې خپل فعاليت درولی وو.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.