ماري کوري

شفیقه خپلواک

498

ماري کوري (۱۹۳۴-۱۸۶۷)

ماري کوري لومړنۍ ښځه چې نوبل جایزه یې واخیستله، هغه هم فزیک او کیمیا کې. لومړنۍ ښځه وه چې فرانسه کې یې دوکتورا وکړه. لومړنۍ ښځه چې بېرته پوهنتون کې استاده شوه. لومړنۍ څوک (نارینه او ښځینه ) چې دوه ځلې د نوبل جایزه واخیستله، او تر اوسه لومړنۍ ښځه چې دوه د نوبل جایزې یې اخیستې.

 په ۱۸۶۷ ز کال د وارسا په ښار کې وزېږېدله. د پولنډ دا ښار هغه وخت د روسیې تر واکمنۍ لاندې و. پلار یې د ښوونځي د منځنۍ دورې ښوونکی و. د سیمې ښوونځي کې یې زده کړې وکړې، ریاضیات یې له پلاره زده کړل.  په ۱۸۹۱ز کې پاریس ته ولاړه هلته یې فزیک او ریاضیات ولوستل. جیب یې خالي و په وچه ډوډۍ او کوچو یې ګوزاره کوله. له پیري کوري سره هلته بلده شوه، دی د پوهنتون استاد و او یو کال وروسته یې واده ورسره وکړ. پیري اته کاله پرې مشر و. ماري په ۱۹۰۳ز کال کې سیانس کې دوکتورا وکړه، او له دې درې کاله وروسته کونډه شوه. خو دې یې د علم او پرمختګ مخه ونه نېوله، په همدې پوهنتون کې د عمومي فزیک پروفیسوره شوه. دا لومړۍ ځل و چې ښځې دې برخه کې تدریس کاوه. دې او مېړه یې لومړنۍ څېړنې په ډېرو سختو شرایطو کې کولې. د لابراتوار دومره امکانات یې نه لرل، او د پیسو ګټلو لپاره یې باید تدریس هم کړی وای. لیکن دواړو په ۱۹۰۳ کې په ګډه په فزیک کې د نوبل جایزه واخیستله. د جایزې کمیټې ماري د دې وړ نه بلله چې جایزې ته یې ونوموي، یوازې په دې خاطر چې ښځه وه. خو مېړه یې په بیا، بیا ټینګار کاوه چې ماري له ده سره مرسته کړې، او د دې جایزې وړ ده. ماري دوهم ځل په ۱۹۱۱ ز کال کې په کیمیا کې د نوبل جایزه وګټله. دې ډېرې نورې ارزښتناکې جایزې هم اخیستې دي. او تر اوسه یو له ډېرو فوق العاده څېرو ده. دا وايي:

“ژوند کې له هېڅ هم ډار نه دی پکار دی. یوازې پرې پوهېدل مهم دی. او اوس د همدې وخت چې ډېر وپوهېږو، لږ وډار شوو.”

عکس کې ماري، میړه یې او لور یې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.