که غواړئ یو ریښتینی نارینه واوسئ

مهر تاج

957

نارینه وو لپاره؛ که غواړئ یو ریښتینی نارینه واوسئ.

یوه مېرمن د دې لپاره ځان سینګار/ ښایسته کوي، چې د نارینه(خاوند) توجه جلب، زړه یې خوشاله او لاسته راوړي، ځکه چې دا د هر نارینه غوښتنه ده.

خو نارینه بیا د دې لپاره چې مېرمنه ترې راضي او خوښه واوسي، د میړانې کارونه کوي.

مېړانه/ نرتوب؛

نارينتوب یا نرتوب، د کوم فزیکې صلاحیت او قوت نوم نه دی، نارينتوب د یوې رویې نوم دی، چې له تاسي نه نارینه جوړوي او د ښځو په نظر کې مو اوچت/ لوړ ښکاره کوي.

نارينتوب دېته وایي، چې هېڅ کومه ښځه ستاسو په شتون کې، د ناخونديتوب/ نا امنۍ احساس ونه کړي، نارينتوب دېته وایې، چې ښځينه ستاسې د خوړونکي نظر په لوستلو په ټیکري کې ځان پېچلو ته مجبوره نشې.

نرتوب او غیرت دا دی چې؛ د ښوونځي، پوهنتون او یا په کوم بل اکاډمیک چاپېريال کې درسره ښځه/نجلۍ راحته وي، ستا په شتون کې یې په هډوکو د وجود غوښې منګولي ونه لګوي، لاسونه، پښې یې ونه لړزیږي، د خبرو جرئت له لاسه ورنه کړي، د خپلې خندا/مسکا مانع نشي، د وېرې احساس ونه لري، ناموسي خبرې ځانته زولنې نه کړي، چې هسې نه بدنامه شم یا زما په وجه زما کورنۍ او تربیه د ګوتنیونې لاندې راشي. زړه یې ونه درزېږي.

ـ یو ریښتینی نارینه هغه دی، چې د ښځينه وو درناوې یې زده وي.

یو ریښتنی او میړانه نارینه هغه دی، چې هېڅ ښځې ته په سپکه نه ګوري او د مور تربیه او زېږون د پوښتنې لاندې نه راولي.

که په لاره، کوڅه، سپرلۍ موټر کې کومه نجلۍ وویني، په سترګو یې نه خوري، پوندو ته یې نه ورګوري، لاره یې نه نیسي، نظر په کې نه ګنډي، ټونګک نه وراچوي، د دې ټولو شیطاني اعمالو پر ځای داسې فکر لري، چې مخې ته یې خپله خوني خور ولاړه او دا ترې ساتنه کوي.

نرتوب، دا هم نه دی، چې د خپل ناموس ښځې خور او مور په بد/ سپکو اورېدلو خفه شي او بې ځایه یادېدلو باندې یې غیرت کوي.

نارينتوب او غیرت دا دی، چې د بل د خور/ لور سپکه هم نه خوښوې، په مجلسونو کې یې په یو او بل نوم نه یادوې، په ښکلا او لطافت یې خبرې نه کوي، په بدو او ټیټ شخصیت ښودلو یې بحثونه نه تودوې، بدلمنې نه ورته وایي، د بل چا د ناموس انځورونه په خپل موبایل او کمپیوټر کې د مضریت او محرومیت له مخې نه ساتي.

چیرته مې لوستي و؛

“خاوند خپلې مېرمنې ته وویل: د دې لپاره پردیو ښځو ته نه ګورم او نه مې ورکتلي چې پردي نارینه تاته ونه ګوري.”

” زمونږ په ټولنه کې ځینو څه حتا زياترو ته دا نرتوب او غیرت ښکاري، چې لور ته د میراث یا ځمکې ورکول، پردي کور ته ځي، خو زوم ته د خور او لور ورکولو په وخت کې دا فکر نه کوي، چې خور/ لور یې پردي کور ته ځي.”

دا وخت نرتوب/ غیرت چېرته تللي وي!؟

نرتوب دېته وایې، چې ستا پر احساساتو، ستا عقل بريالى وي.

نرتوب دېته وایې، چې پر ښځه د لاس پورته کولو پرته ثابت وي، چې په خپله خبره د پوهېدلو او پرې د عمل کولو صلاحیت ولري.

زموږ په ټولنه کې؛ نارينتوب یا خو د جنسي صلاحیت نوم دی یا د سختۍ/ سخت زړيتوب او یا هم د بې حسۍ نوم دى.

موږ تل خپلو بچیانو ته په ماشومتوب کې دا وایو؛ چې نارینه په ژړا ښه نه ښکاري، مګر موږ کله دا ورته ونه ویل، “چې نارینه د بل په ژړولو هم ښه نه ښکاري، څوک نه باید وژړوې!”

په داسې ویلو موږ ورو ورو د دوی حساس فطرت په خپلو لاسو مسخه کوو … او کله چې لویان شي؛ همدا کوچنی پر ښځه د تشدد، تاوتریخوالي او ژړولو باعث کېږي.

ـ نو که غواړئ، یو ریښتینی نارینه واوسئ، که غواړئ، یوه ښځه د وېرې نه، بلکې له زړه مو عزت وکړي، نو زده کړه!

“د ښځې سره د ځنګلې حیوان نه، بلکې د یو انسان په څېره مخ شه!

ځکه، هغه په یو حیوان خپل هر څه نه قربانوې. یو حیوان به کم تر کمه څومره څه ترلاسه کړي؟ خو که د یوې شفیق او مینې ډک زړه لرونکي انسان په توګه ورسره مخ شې، خپل هر څه به له تا قربان کړې. که له زړه د ښځې عزت وکړې، نو ښځه به درسره ټول عمر وفاداره پاتې شي.”

ـ په خپل ژوند کې دا د نارينتوب/ نرتوب او غیرت تعریف لږ بدل کړئ… او په خپل درون/ باطن کې د یو ریښتیني نارینه صفات پیدا کړئ

د یو غوره نارینه فکر ؛

مرورتوب ستا حق دی، ځکه چې ته ښځه یې، خو من حیث د یو نر زما د نرتوب تقاضاء بیا دا ده، چې تا پخلا کړم، ستا ناز یوسم ـ

ـ ستا د لاسونو دا نرم او پاسته ورغوي، هم ستا د نازک فطرت نزاکت دی او زما نارینه توب دا دی، چې زه ستا د دې نازکو نزاکتونو ساتنه وکړم…

ـ ته د شرم او حیا له خټي جوړه شوې یوه ټوټه، یو وجود یې، زما نارینه وجود یې باید لباس وي او د دې زمانې له نظره دې وساتي …

ـ تا له هر بد نظر، هر ظالم او وحشي له لاسه… له ترخو خبرو او له هر ډول ګواښ، ستا ساتنه زما د نرتوب ذمه داري ده،

ځکه چې.. زه یو ریښتنی نر/ نارینه یم…!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.