امریکا: افغان سفارت د اقتصادي ستونزو له امله تړل کېږي

527

امریکا: افغان سفارت د اقتصادي ستونزو له امله تړل کېږي.

امریکا وایي په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړل کېږي. امریکایي رسنیو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله ویلي چې د افغانستان شتمنۍ په امریکا کې کنګل شوې چې له همدې امله د افغان سفارت بودیجه هم کنګل ده او دغه سفارت له ستونزو سره مخ دی. امریکایي سرچینو ویلي له همدې امله ټاکل شوې چې په راتلونکې یوه میاشت کې دغه سفارت وتړل شي. بلخوا امریکا په دغه سفارت کې مېشتو ديپلوماتانو ته ویلي چې ژر تر ژره په امریکا کې د قانوني اوسېدو او یا بشردوستانه وېزو لپاره خپلې غوښتنې وسپاري. امریکایي لوری باوري دی چې دغه ديپلوماتانو ته به په افغانستان کې خطرونه جوړ شي نو ټینګار کوي چې دوی بېرته افغانستان ته نه لېږي. بلخوا په دغه سفارت کې له ۱۰۰ کارکوونکو شاوخوا ۲۵ یې تر دې دمه د وېزو لپاره غوښتنه نه ده کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.