غزل

ګل رحمان رحماني

556

زه به لمر، زه به باران، زه به اوبه شم

«څانګې ګل شه» چې د پاڼو رنګ دې زه شم

نن دې اوښکې او خبرې نه تم کېږي

هسې نه چې بیا د لوړو غرو چینه شم

ستا هوا څومره وېشلی وم په ځان کې

کاش چې بېرته د خپل فکر او خپل زړه شم

اندېښنو راته بستر د ځور جوړ کړ

ښکاري بېرته د خپل درد په خوب ویده شم

  د ګلدان ګلان  احتیاج نه وي باران ته

څه فایده که درته سراسر ګیله شم

راته وايي که شیرین خیال کې مې نغاړې

زه به هم ستا د خواږه غزل خوږه شم

چې روان شوم بیابان هم را نارې کړې

ګله چېرته ځې؟ دا زه د چا کوربه شم

۱۴۰۰، د کب ۱۸مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.