د کاینات د زوکړې لامل څه و؟

نثار احمد پسرلی

1,034

د كايناتو د زوكړې لامل څه وو؟

د نننۍ كاينات پېژندنې (كاسمولوژي) په مطابق زموږ كاينات تقريبا ١٣.٨ ميليارډه كاله مخكې په يوې خورا عظيمې او شديدې پېښې كښې چې ستر درز Big Bang نوميږي مېنځ ته راغلي دي. د ستر درز په هكله جزيات زما د ”څه شى، څنگه او ولې” د كتاب د ”كاينات پېژندنې” د برخې په لومړي څپركي كښې موندلاى شئ.  په لنډه توگه ستر درز د آينشټاين د ”عام نسبيت” General Relativity د تيورۍ په څلوربعده ”فضا-وخت” كښې د اجرامو په كچه د مادې او انرژۍ طبېعي تكامل افاده كوي.  څنگه موږ پايلې ته ورسېدلو چې ستر درز واقعيت لري؟  آيا موږ وخت بيرته شاته بوت او د اجرامو تكامل مو د شا د خوا مشاهده كړ تر څو پيل ته ورسېدلو؟ طبعا نه!  په ١٩٢٩ كښې اېډوين هبل د ټيليسكوپي څارنو په ترځ كښې كشف كړل چې آسمانټولگيان ټوله هرې خوا ته د مځكې څخه د ليرې كېدلو په حال كښي وه، يعني فضا هر جهت ته د پراخېدنې يا انبساط په حال كښې وه.  د دې څخه استنتاجي استدلال وښودل  چې كه د عام نسبيت د معادلاتو پر بنا د وخت نوار تر پايه شاته بوزو، په پاى كښې (يعني ١٣.٨ ميليارډه كاله وړاندې) بشپړ كاينات، يعني ټوله فضا، وخت، ماده او انرژي په يو انتهايي كوچني، تنگ، گڼ او تود ټكي كښې منقبضيږي، چې ”تفرد” بلل كيږي.  د دې ځايه څخه نور د آينشټاين فورمولونه وړاندې نشي تللاى او لايتناهي حاصلونه وركوي.  نو طبعا پوښتنه را مېنځ ته كيږي چې ولې دغه انتهايي وړوكى ټكى د سترگو په رپ كښې په شدت سره وپړسېد او كاينات يې تشكيل كړل؟  د دې ”درز” يا ”بنگ” لامل څه وو؟  په دې هكله په اوسنۍ كاينات پېژندنې كښې څو نظريې شتون لري، خو اكثره اوسني كاينات پېژندونكي د ”ضد-جاذبې” يا د دفعي د قوې Repulsive Gravity پر تحليل باندې اتفاق لري.

ضد-جاذبه څه شى ده؟  دا ښكارنده هم د آينشټاين د عام نسبيت د رياضي څخه سرچينه اخلي.  په عام نسبيت كښې د فيزيك د جاذبې قوې دوه مخه لري:  يو يې عادي د جاذبې قوه ده چې د اجسامو تر مېنځ پيدا كيږي چې موږ يې هر ځاى په ورځني ژوندانه كښې تجربه كوو، او بل مخ يې ”ضد-جاذبه” ده چې د جذب د قوې برعكس يوه دفعي يا ليري كوونكې قوه مېنځ ته راولي.  ضد-جاذبه څنگه مېنځ ته راځي؟  د عام نسبيت معادلات ښيي چې كله چې په يوې سيمې كښې انرژي په يوشانه يا مساويانه ډول خپره شي نو د ضد-جاذبې قوه اېجادوي چې په سيمه كښې موجوده شيان سره ليري كوي او انبساط مېنځ ته راولي.  په كوانټم ډگر تيوري Quantum Field Theory كښې دې ډول سيمې ته د اينفلټان ډگر inflaton field ويل كيږي او د پاړسوب Inflation د تيوري په رياضياتو كښې (چې اثبات شوې تيوري ده) د همدغه ډگر له لارې د كايناتو د كوچنيوالي د دورې گړندى پاړسوب او نننى يوشانوالى  homogeneity توضېح كيږي.

ښه نو ضد-جاذبه زموږ د پوښتنې سره څه تړاو لري؟  شايد چې ستاسو به د وخته لا سد په رسېدلى وي!  كه تيورايز كړو چې زموږ هغه مخكې ذكر شوى د تفرد ټكى د اينفلټان كوانټم ډگر وو نو طبعا هغه د هايزنبرگ د قطعيت د عدم د اصولو Heisenberg Uncertainty Principle طابع گرزي او تصادفي كوانټم غورځنگ پكښې جريان مومي.  كه په نوموړو غورځنگونو كښې په تصادفي توگه يو يې په ډگر كښې د انرژۍ د وېش د يوشانه كېدلو لامل وگرزي، نو په طبېعي توگه د ضد-جاذبې قوه اېجاديږي او د تفرد ستر درز ته د پيل بڅركه گرزي او کایناتو ته انبساط وركوي.

ضد-جاذبه په اوسني كايناتو كښې د تشخيص شوې ”تاريكې مادې” Dark Energy لپاره هم معقول تحليل گڼل كېداى شي چې په تشيال كښې د آسمانټولگيو د جاذبې د قواوو په وړاندې د دفعې عمل كوي او كاينات د ستر انقباض څخه خوندي ساتي.  تشخيص شوي دي چې د وخت په تېرېدلو سره د كايناتو انبساط نور هم گړندى كيږي، چې دا هم د ضد-جاذبې د تيورۍ سره صدق كوي (د فضا په پراخېدلو سره تاريكه انرژي په هغه كښې نوره هم خپرېږي، لهذا ضد-جاذبه پياوړې كيږي او د كايناتو انبساط گړندى كيږي).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.