د امریکا او ایران ترمنځ نوې ناندرۍ پيل شوې دي

380

پر عراق بریدونه؛د امریکا او ایران ترمنځ نوې ناندرۍ پيل شوې دي.

پر عراق تر راکیټي برید وروسته د امریکا او ایران ترمنځ نوې ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. امریکايي چارواکو ویلي دوی د عراق د هوايي دفاع ځواک کوي قوي او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې دغه ډول کړنې به یې سختې پایلې ولري. امریکا وايي دا دعراق پر خاوره ښکاره تېری دی او د نړیوالو قوانینو نقض ګڼل کېږي. عراقي حکومت بیا ایرانی سفیر احضار کړی و او په دې تړاو پوښتنې ګروېږنې ترې کړې دي. ایران بیا وایي دوی په سیمه کې د اسراییلو د اطلاعاتو یو مرکز په نښه کړی دی، خو عراق د داسې یوه مرکز موجودیت ردوي او د ایران دا کړنه غندي. ایران وړمه شپه پر عراق راکیټي بریدونه وکړل او ویل کېږي چې په دې بریدونو کې یوازې ملکي کورونه او سیمې زیانمنې شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.