داعش په عراق کې د پرونیو چاودنو مسؤولیت ومانه

0 694

داعش وسله والې ډلې د عراق په مرکز بغداد کې د پرونیو هغو دوو ځانمرګو بریدونو مسوولیت ومانه، چې شاوخوا ۳۲ تنه پکې ووژل شول او له سلو ډير یې ټپیان کړل.

داعش ويلي، چې برید دوی کړی او شیعه مسلمانان یې پکې په نښه کړي وو. له تیرو درې کالونو راهیسې، دا په بغداد کې تر ټولو خونړي بریدونه وو.
د عراق د کورنیو چارو وزارت په خبره، ځانمرګي له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې په دې پلمه چې ناروغ دی، خلک په ځان ور ټول کړل او وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړه.

د دې پېښې قربانیانو سره د مرستې لپاره چې خلک ورسېدل، دویم بریدګر هم ځانمرګی وکړ.

فرانس خبري اژانس د عراق روغتیا وزارت له خولې ویلي، وژل شویو ټولو د پېښې ځای کې سا ور کړې او ډېری ټپیان هم له درملنې وروسته رخصت شوي دي. عراق کې د ۲۰۱۷ کال وروستیو کې تر ولکه شویو سیمو د داعش له اېستلو او ماتولو وروسته بغداد کې دا برید نادره پېښه بلل کېږي.
داعش د خپل واک اوج کې د عراق له ختیځ د سوریې تر لوېدیځ ۸۸ زره کیلومتره خاوره ولکه کړې وه او پر نږدې اته میلیون وګړو یې خپل واک چلاوه.

د داعش له ماتې سره د ملګرو ملتونو د تېر اګسټ رپوټ وايي، چې له لس زرو ډېر داعش وسلوال سوریه او عراق کې فعال دي او پټې ډلې یې تر ډېره کلیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply